اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د لندۍ ۱ مه٬ ۱۳۹۶ ل

دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د۱۳۹۶ کال د لړم ۲۰نیټه

دمشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یار نن دیوې ناستې په ترڅ کې دخوست ولایت دوالي کاري رپوټ واورید.

پدې کتنه کې  دخوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي وویل چې ددې ولایت دامنیتي ارګانونو ترمنځ ښه همغږي، دقومونو او ولایتي ادارو ترمنځ نیک روابط ،دمختلفو پراختیایې پروژوتطبیق او دخوست میشتو ولسونو ستونزو ته رسیدګي ددې باعث شوی چې دخوست امنیت په سمه توګه ټینګ او خلک یې په آرامه فضا کې ژوند کولو ترڅنګ دخپلې محلي ادارې ملاتړي دي ، نوموړي زیاته کړه په نږدې راتلونکي به ددې ولایت هوایي ډګر،دبریښنا انرژی شبکه او یوشمیر نورې حیاتي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، پوهندوی حبیبی په ملي،سیاسي او هیوادنیو لویو مسایلوکې دمشرانوجرګې هڅې وستایلې .

20-Aqrab96-MUL1.JPG

ورپسې دمشرانوجرګې رییس دخپلو خبرو په ترڅ کې دخوست دوالي او ملګري کاري ټیم  کړنې اوفعالیتونه دستاینې وړوبللې اوهیله یې څرګنده کړه چې دهیواد ولایتي ادارې دې خپل فعالیتونه داسې تنظیم کړي چې هم بیلابیلې ټولګټې پروژې عملي شي او هم دخلکو د امنیت په تامین کي مثبت بدلون رامینځ ته شي چې په دې ډول به دهیواد داقتصادي پرمختګ زمینې برابرې شي،دمجلس رییس ژمنه وکړه چې په یوه مناسب فرصت کې به خوست ولایت ته سفرکوي او خپلو خوستیو هیواد والوسره به له نږدې لیده کاته وکړي.