اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د لندۍ ۱ مه٬ ۱۳۹۶ ل

دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د۱۳۹۶ کال د لړم ۱۷نیټه

دمشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یار په شمشاد نړیوال تلویزیون برید دبیان په آزادی برید ،جنګي جنایت او دبشریت ضد اقدام وګاڼه .

دمشرانو جرګې ریس نن په شمشاد ټلویزیون کي د نوموړي تلویزیون دمشرتابه اوژورنالیستانو سره دځان اودمشرانوجرګي دخواشینی او دډاډګیرنې مراتب څرګند کړل او زیاته يی کړه چې اجیر او مزدور ترهګرپداسې کړنوغواړي چې دخلکو غږ خاموشه کړي ؛خو خبرنه دي چې داسې کړني به دهیواد د مطبوعاتوستره کورنۍ لاوهڅوي چې دپردي پاله ترهګرو منحوسې څیرې اوغیراسلامي کړني لابربنډې کړي .

17-Aqrab96-MUL1.JPG

دمشرانوجرګې رییس په وروستیوکلونوکې دبیان او مطبوعاتو آزادي ددولت دسترو لاسته راوړنوڅخه وبلله اوڅرګنده یی کړه چۍ د بیان آزادۍ د تعمیم او بنسټیز کولو په لاره کي خبریالانو او درسنیو نوروکارکونکو سترې اونه هیریدونکې قربانی ورکړي دي،مسلم یار په داسي حال کي چي دپیبښي په مهال يي د امنیتي ارګانونو دمیړنیوځوانانو،دشمشاد نړیوالې شبکې دمسؤلینو،خبریالانو او کارمندانو فداکاري يی ستایله ،ويی ویل چې په ټپي حالت کې هم  ددي تلویزیون ژورنالیستانو خپل مسؤلیت اداکړ اوخلکو ته يي خبرونه اورپوټونه وړاندي کول .

فضل هادي مسلم یار په امنیتي سکتور غږ وکړچې درسنیو اوددوی دکاکونکو دامنیت په ټینګښت کې لازمه پاملرنه وکړي .