اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د لندۍ ۱ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتی دفتر

د ۱۳۹۶ کال د لړم ۱۵مه نیټه

د مشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یار،نن د آلمان هېواد په بن ښار کې د افغان جنرل قونسل سیدنعمت الله ثایر د کاري کړنو رپوټ واورېد .

15-Aqrab96-MUL1.JPG

پدې کتنه کې چې د ملې شورا یو شمېرغړو هم ګډون درلود ؛نوموړي د یادې قونسلګرۍ د کاري کړنو په اړه یو لړ معلومات وړاندې کړل او و یې ویل چې دی او ورسره کاري ټیم یې هڅه کوي چې په یاد هېواد کې د افغان مهاجرو د ستونزو حل او د دواړو هېوادونو د اړیکو په ټینګښت کې به خپل مسوولیتونه ادا کړي.

د مشرانوجرګې رییس د خپلو خبرو په ترځ کې د دې ترڅنګ چې د ښاغلي ثایر او د بن په ښار کي د افغان جنرل قونسلګرۍ د نورو کارکوونکو کړنې وستایلې، زیاته یې کړه چې افغان ډیپلوماتان باید په بهرنیو هېوادونو کې د هېواد د لوړو ګټو په رڼا کي ښه استازولي وکړي او خپلو مهاجرو هېواد والو ته اړینې آسانتیاوي برابري کړي.