اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د لندۍ ۱ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٦ کال د لړم د مياشتې ٨

د مشرانو جرګې د کمېسيونونو د نن ورځې په غونډو کې يو لړ موضوعګانې وڅېړل شوې.

د معلولينو او عامه هوساينې د چارو د کمېسيون غونډه د نثار احمد حارس په مشرۍ او د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري معين او د کورجوړولو تصدۍ د رئيس په ګډون جوړه شوه.

په غونډه کې د کمېسيون رئيس او غړو د قصبې په ساحه کې د روغتون د جوړېدو لپاره د عامې روغتيا وزارت لوري ته د کور جوړولو تصدۍ د شاوخوا دولس جريبه ځمکې د نه لیږد په اړه د يادې سيمې د اوسېدونکو پر له پسې شکايتونه مطرح کړل.  د کور جوړولو تصدۍ رئيس وويل دغه اداره چمتو ده تر څو د جمهوري رياست مقام د حکم سره سم عامې روغتيا وزارت ته د ځمکې د انتقال په برخه کې اقدام وکړي ؛خوپه خواشينۍ سره د يادې سيمې شاوخوا نهه جريبه ځمکه د کوچيانو له خوا غصب شوې او که چېرې د عامې روغتيا وزارت د پاتې ځمکې د تصرف په برخه کې سملاسي اقدام ونه کړي د پاتې برخې د غصب احتمال هم شتون لري. ورپسې د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري معين د خبرو په ترڅ کې  څرګنده کړه چې ژر تر ژره به د يادې ځمکې د تثبيت په موخه تخنيکي پلاوى قصبې ته واستوي او له دې وروسته چې ځمکه د عامې روغتيا وزارت ته انتقال شي، د قصبې په سيمه کې به د روغتون د رغاونې په موخه لازم اقدامات وشي. په پاى کې د کمېسيون رئيس عامې روغتيا وزارت ته د ځمکې د انتقال په موخه د کور جوړونې د تصدۍ رياست له مرستو څخه د مننې د څرګندولو تر څنګ ،د ياد وزارت له مسئولينو وغوښتل هېوادوالو ته د روغتيايي غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه خپلې هڅې زياتې کړي او هم دي ژر تر ژره خپل تخنيکي پلاوى د ځمکې د تثبيت په موخه نوموړي سيمې ته واستوي او د خپلو اجراآتو پايلې دي له کمېسيون سره شريکي کړي.

8-Aqrab96-Rifai.JPG

د کمېسيون د مرستيال ګل احمد اعظمي په مشرۍ د شکايتونو د اورېدو د کمېسيون په غونډه کې د ننګرهار ولايت د خېوې ولسوالۍ د اوسېدونکو شکايت واورېدل شو. دوى وايي چې په ١٣٩١ کال کې د سيمه ييزو مشرانو له خوا  محمد اکرم د  سيمه ييزو پوليسو د قوماندان په توګه د کورنيو چارو وزارت ته پيشنهاد  او د ياد وزارت له خوا منظور شو او خلک هم د امنيت د ټينګښت په برخه کې له نوموړي څخه راضي وو ؛خو په همدې ورځو کې د کورنيو چارو وزارت بل شخص چې د خلکو د تاييد وړ نه دى ،د دې دندې لپاره ګمارلی چې بايد په دې اړوند له سره غور وشي. کمېسيون د دوى د شکايتونو د اورېدو پر بنسټ پرېکړه وکړه چې ژر تر ژره دي دغه ستونزه د کورنيو چارو وزارت له امنیتي معين او  يا د ياد وزارت د سيمه ييزو پوليسو د رئيس سره شريکه کړاي شي.

دغه راز په غونډه کې د کورنيو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي رئيس او د يادې ادارې تخنيکي مرستيال سره د مراجعينو پر وړاندې د ياد رياست د يو شمېر ملکي او پوځي مامورينو د ناسم چلند څخه راغلي شکايتونه مطرح شول. يادو مسئولانو د څرګندونو د وړاندي کولو تر څنګ وويل، يو شمېر کارکوونکې چې پر وړاندې يې مستند شکايتونه موجود وو  پر وړاندې يې د کړنلارې سره سم چلند شوى دى او زياته يې کړه چې په دې اداره کې اساسي ستونزه د تشکيل کمښت دی، هيله مند يو چې په دې برخه کې لازمه پاملرنه وشي.کمېسيون د مسئولانو د څرګندونو په اورېدو سره پرېکړه وکړه چې د کمېسيون پلاوى دي د پاسپورټ رياست څخه څارنه وکړي. په پاى کې د زابل ولايت د اوسېدونکې عزت الله د ملکيت په اړه د محکمې د حکم د نه پلي کېدو په هکله د نوموړي شکايت د عدليې وزارت د حقوقو عمومي رئيس سره مطرح او پرېکړه وشوه چې عارض شخص دي عدليې وزارت ته مراجعه وکړي تر څو قناعت يې حاصل کړاي شي.

8-Aqrab96-Shikayat.JPG

د حاجي لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسيون په غونډه کې د مخابراتي خدمتونو د محصول قانون چې د ولسي جرګې له خوا لغوه شوى دى، بحثونه وشول او وپتييل شوه چې د مخابراتو وزارت سرپرست، د اترا ادارې رئيس او د ماليې وزارت واکمن استازى دي د کمېسيون د شنبې ورځې غونډې ته حاضر شي. دغه راز غونډې په هېواد کې د مخابراتي  خدمتونو، وړاندې کولو کې د عمومي ستونزو په اړوند بحثونه وکړل، وپتييل شوه چې د اترا ادارې رئيس او د افغان بيسيم، روشن، ام ټي ان، اتصالاتو، افغان تيلکام او سلام تيلکام مخابراتي شرکتونو مسئولان دي د کمېسيون يوې غونډې ته د څرګندونو په موخه حاضر شي. د غونډې په بله برخه کې د ر بيع الله نومي عرض پاڼه دا چې د کډوالۍ وروسته د نوموړي تره عرفي سند برابر کړى او د نوموړي موروثي ځمکه يې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته وقف کړې خو عارض غواړي په يادې ځمکه کې چې د کابل په شهرنو سيمه کې موقعيت لري، په منل شويو معيارونو پوهنتون ورغاوي او هم دوو محکمو يې په ګټه پرېکړه کړې ده، بحث وشو او وپتييل شوه چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او ا داري معين او اړوند مسئولين او د عدليې وزارت د قضاياوو رئيس دي د کمېسيون د دوشنبې ورځې د لړم د پنځلسمې نېټې په غونډه کې حاضر او د موضوع په تړاو دي څرګندونې وکړي. په پاى کې د استوګنې سيمو کې د ترافيکي ګڼې ګوڼې په اړه د کابل ښار د اتمې ناحيې د اوسېدونکو د شکايت په اړوند بحث او وپتييل شوه چې د کابل د امنيه قوماندانۍ سرپرست او د اړوندې حوزې آمر دي د راتلونکې اونۍ د چهارشنبې ورځې په غونډه کې ګډون او د موضوع په اړه دي معلومات وړاندي کړي.

8-Aqrab96-Mukhabirat.JPG

د کمېسيون د مرستيال سيد صفي الله هاشمي په مشرۍ د نړيوالو چارو د کمېسيون په غونډه کې ،افغانستان ته د هندوستان د مرسته شويو غنمو د لېږد په اړه د نوموړي هېواد  د خلکو او دولت څخه مننه څرګنده شوه، د ياد بندر د پرانيستلو د کمېسيون غړو د سوداګرۍ په برخه کې د چابهار بندر پرانيستل يو لوى بدلون وباله او د هندوستان د بهرنيو چارو وزيرې ميرمن شوشما سواراج له څرګندونو څخه چې ويلي يې دي(( موږ د خنډونو د ليري کېدو په موخه د خپلې جغرافيې او افکارو څخه په ګټې اخيستنې سره هوايي دهليز پرانيسې او دا چې د پراختيا په موخه يې هڅې کوو تر څو د اوبو لارې هم طي کړو او يو بل ته ورسيږو)) ملاتړ وشو او وويل شول، هر ګام او هڅې چې افغانستان ته د سوداګريزو کالو د لیږد رالیږد بهير د اسانتيا او چټکتيا سبب شي او هم  د پاکستان اړتيا څخه هېواد وژغوري ستاينه او تقدير کوو. د غونډې په دويمه برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان د امنيت شورا د تحريمونو کمېټې رئيس سره د ملي يووالي حکومت د اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د کتنې په اړه بحث وشو او د طالبانو په تروريستي ډلې د لا زياتو فشارونو او د ملګرو ملتونو سازمان د تحريمونو نوملړ کې د دغې ډلې د مشر ملا هيبت الله د نوم د ځايولو په اړه د حکومت غوښتنو څخه هرکلې وشو تر څو دې برخې ته پاملرنه او عملي اقدام وکړي.

8-Aqrab96-Boi.JPG

د کمېسيون د مرستيالې مېرمنې روشن آرا الکوزۍ په مشرۍ د قومونو، قبايلو، سرحدونو او کوچيانو د چارو د کمېسيون په غونډه کې دولسې جرګې طرحه د مخابراتي خدمتونو د تنظیم قانون د لغوې په اړه بحث ترسره شو او همدا راز په غونډه کې وویل شول چې د ايران له لارې افغانستان ته د هندوستان هېواد د غنمو د صادراتو پيل به هېواد د اقتصاد له پلوه لا پياوړي کړي، د غونډې په پاى کې کمېسيون ته يو شمېر راغلې عرض پاڼې او مکتوبونه تر څېړنې لاندې ونيول شوې او د اجرااتو په موخه اړوندو ادارو ته واستول شول.

8-Aqrab96-Aqwam.JPG