اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د لندۍ ۱ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۶ کال د لړم ٧ مه

د مشرانو جرګې د رئيس فضل  هادي مسلميار په مشرۍ د يادې جرګې د يکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې د مجلس د پلاويو د رپوټونو د اورېدو سربېره، د هېواد د روانو مسايلو په اړه نظريې وړاندې شوې.

7-Aqrab96-JAL1.JPG

د اجندا سره سم سناتور ډاکټر زلمي زابلي د څرخي پله جېل څخه د مجلس د استول شوي پلاوي رپوټ وړاندي کړ، ويې ويل چې د مجلس درى غړيز پلاوي د څرخي پله جېل او د ځانګړو جرمونو محبس څخه څارنه وکړه او د درملو د کمښت او روغتيايي کلينيک د جوړېدو، د جمهوري رياست د بښنې او تخفيف فرمانونو د طي مراحلو د مغلق والي او دي بهير څخه د  ملي او نړيوال امنيت پر وړاندې د جرايمو او نشه يي توکو د محبوسينو د محروم والي، عدلي او قضايي ارګانونو کې د دوي د نسبتي دوسيو د په وخت نه څېړنې چې حتي ځينې دوسيې د څو کلونو راهيسې نه دي مکملي شوي چې شمېر يې ١٨٥٠ دوسيو ته رسيږي او د محاکمو د وروستۍ پريکړې په تمه دي، غذايي مينو کې د بدلون، د اوبو ګرمولو سيستم د فعاليت د پيل، د نشه يي توکو او کورني او بهرني امنيت جرايمو د زندانيانو تبديلۍ کې د محدوديتونو د حل او ځينې نورو مسايلو په اړه د زندانيانو ستونزې او وړانديزونه واوريدل او زياته يې کړه چې د څرخي پله جېل کې ٩٥٠٠ زندانيان شتون لري چې اتلس سوه تنه يې د نشه يي توکو په کيس کې نيول شوي، درې اويا تنه نور د ايران هېواد زندانونو څخه انتقال شوي او بي برخليکه دي، دوه سوه تنه د زيات عمر لرونکې او يو شمېر نور په ناعلاجه ناروغيو اخته دي. ډاکټر زلمي زابلي په دي رپوټ کې د زندانيانو د ا عتصاب له پاي ته رسيدو څخه يادونه وکړه او ويې ويل، بايد د محبوسينو د ستونزو د څېړنې په موخه ځانګړې محکمه او روغتيايي کمېسيون د ولسمشر په فرمان جوړ شي او د نشه يي توکو د محبس اداره کې له سره غور وشي، د زيات عمر لرونکو او ناعلاجه ناروغو زندانيانو له پاره دي روغتيايي کمېټه جوړه شي او هم اړتيا شته چې د مشرانو جرګې پلاوى ټول مشکلات او وړانديزونه د ولسمشر سره د کتنې په ترڅ کې مطرح کړي.

همدا راز په غونډه کې د چک هېواد څخه د مشرانو جرګې د نړيوالو چارو د کمېسيون د پلاوي رپوټ د کمېسيون د مرستيال سيد صفي الله هاشمي له خوا وړاندي شو.په رپوټ کې راغلي دي: د مشرانو جرګې پلاوي په هغې ناسته چې د دفاع او بهرنيو چارو وزارتونو مرستيالانو، د ياد هېواد د پارلمان مرستيال او يو شمېر غړو سره يې درلوده، د سيمي او افغانستان د مهمو موضوعګانو، د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاريو او اړيکو د ټينګښت او د علاقې وړ مواردو باندي بحث او نظريې بدلې شوې، په دي ناستو کې د چک د دفاع وزارت مرستيال د ناټو په چوکاټ کې د دوه سوه پنځوسو تنو چکي عسکرو په اړه د خپل هېواد د تياري او د وسله وال پوځ او په ځانګړې توګه د افغانستان د هوايي ځواک د سمبالولو، ښوونې او روزنې په برخو کې د همکارۍ څخه يادونه وکړه. همدا راز د ياد هېواد د بهرنيو چارو وزارت مرستيال د دواړو هېوادونو تر منځ د ديپلوماتيکو اړيکو پر ټينګښت د ټينګار تر څنګ د تحصيلي بورسونو د ورکړې په برخه کې د مشرانو جرګې د وړانيز، د کانونو د راويستو، کرهڼې او مالدارۍ، حمل نقل او پانګونې په برخو کې د همکارۍ او صنعتي برخو کې د پانګونۍ ډاډ ورکړ. همدا راز د مشرانو جرګې پلاوى د يو شمېر افغان ديپلوماتانو سره چې په ياد هېواد کې د روزنې په ترسره کولو بوخت دي، ليدنه وکړه، د مشرانو جرګې پلاوى د دغو ديپلوماتانو روزنه چې شمېر يې اويا تنو ته رسيږي ګټور وباله، هيله يې څرګنده کړه چې دوي د روزنې وروسته وکولاي شي د هېواد د هوايي ځواک په پياوړي کولو کې ګټور واقع شي.

7-Aqrab96-JAL2.JPG

د غونډې په آزادو بحثونو کې يو ځل بيا يو شمېر سناتورانو د سملاسي دوديزي لويې جرګې د جوړېدو په اړه ډول ډول نظريې وړاندې کړي، په غونډه کې په داسي حال کې چې د مجلس يو غړي د لويې جرګې د جوړېدو په اړه نظريې وړاندې کولې د بل غړي د فزيکي بريد لاندي راغلي چې دغه عمل يې د سناتورانو تريخ غبرګون سره مخ شو او په کلکه وغندل شو چې په  پايله کې د مشرانو جرګې رئيس د لومړي نايب په مشرۍ پلاوى وګماره چې دغه قضيه په جدي توګه وڅيړي او خپل رپوټ وړاندي کړي تر څو پر بنسټ يې مقتضي پريکړه وشي.

همدا راز په غونډه کې سناتورانو د ولايتونو د ځينو قوماندانيو د اعاشې او اباتې د نه اکمال څخه په کلکه نيوکه وکړه او ويې ويل مستند رپوټونه شتون لري چې د غور ولايت پوليس د دري مياشتو راهيسې د قراردادي له خوا اکمال شوي نه دي چې دغه حالت په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم احساسيږي او عمده علت يې د ملي تدارکاتو کمېټه کې د قراردادي د اسنادو نه طي مراحل دي چې بايد دي د خواشينۍ ډک حالت ته د پاي ټکې کيښودل شي او د امنيتي ځواکونو ستونزو ته لازمه رسيدګي وشي.همدا راز په غونډه کې يو شمېر سناتورانو د حکومت د بهرني سياست په اړه نظريې وړاندې کړې او ويې ويل چې د ملي يووالي حکومت د ناټو او امريکا د حضور په اړه د سيمې د يو شمېر هېوادونو تشويش چې له دي پلوه تشويش کې دي حل کړي او دوي ته دي ډاډ ورکړي چې د دي هېوادونو حضور هيڅ وخت نورو هېوادونو ته ګواښ نه دي.

د ډيورنډ ليکې په اوږدو کې د پاکستان له خوا د اغزن تار د غځولو په موخه په حکومت نيوکه، د هلمند ولايت د اوسېدونکو د تحصن دوام څخه يادونه او د دوي غوښتونو ته نه رسيدګي، د جوزجان او فارياب ولايتونو او مواصلاتي لارو کې يې د ناامنيو زياتوالې، د المار بند په جوړېدو ټينګار، د بدخشان، تخار او کندز ولايتونو کورنيو بيځايه شويو ته رسيدګي، د ولسي جرګې کورني وضعيت څخه د اندېښنې څرګندول، د سعودي عربستان وليعهد څخه نيوکه چې ويلي يې دي ميانه رو او اعتدال اسلام ته به وګرځي په داسي حال کې چې اسلام خپله د برابرۍ او اعتدال دين دي، د تدارکاتو ملي کمېسيون کې د نورستان ولايت کې د شپږ اتيا کيلو متره سړک د جوړېدو د اسنادو په طي مراحلو ټينګار، دوبۍ کې د بهرنيو چارو وزارت د کارکوونکو مسلکي ضعف، پاکستان کې د تروريزم د پټنځايونو د تکذيب په موخه د ياد هېواد په سفير نيوکه، د ا يران او پاکستان هېوادونو څخه د  افغان کډوالو د خپلې خوښې راتګ د زمينې په برابرولو ټينګار، غزني ولايت کې د پوليسو تشکيل کمښت او د ياد ولايت ناهور ولسوالۍ د پوليسو چوکاټ کې د قانون ماتول، د مشرانو جرګې د دارالانشا د نړيوالو اړيکو رياست کارونو کې سستوالي، د کندز ولايت د مشرتابه د بي پامۍ له امله د کندز- خان آباد لارې په اوږدو کې د نه امنيت نشتوالي، د امنيتي ارګانونو د چاڼيزو عملياتو پڅوالي، د  ښوونکو استخدام کې د اداري فساد زياتوالى، درملتونونو کې د بي کيفيته او تاريخ تيرو درملو پلورل، د ودونو او غمرازۍ قانون نه پلي کېدل او د تقنيني، عدلي او قضايي چارو کمېسيون له خوا په څېړنه يې ټينګار، د تدارکاتو ملي کېټه کې د قراردادونو د تړلو په وخت د سلسله مراتبو نه مراعاتول او ځينې نور مسايلو وو چې د نن ورځې غونډه کې مطرح شول.

7-Aqrab96-JAL3.JPG

دغه راز په غونډه کې د مخابراتي خدمتونو د تنظيم قانون د لغوې طرح چې د ولسي جرګې له خوا ترسره شوې وه مجلس ته معرفي او د لا زياتو مطالعاتو په موخه ځانګړي کمېسيون ته راجع شوه.د يادو مورادو په جمع پندۍ د مجلس رئيس قانوني اعتراضات او د نظريو څرګندول د مجلس د هر غړي حق وباله، خو د مجلس پر يو غړي د بل له خوا فزيکي بريد د قوانينو، اصول او مقرراتو خلاف کار او خواشينوونکې وبلل شو او پريکړه وشوه چې د مشرانو جرګې د کورنيو دندو اصول د ٧٥ مادې سره سم دي چلند وشي چې په يادې ماده کې داسي راغلي دي((( رئيس د مجلس د نظم په موخه د اړتيا په صورت کې د مجلس کارونو کې د عمدي او دوام داره کارشکنيو، د کورنيو دندو اصولو د نقض، ولسمشر، دولتي چارواکو ته د سپکاوي ډکو خبرو او يا هم د شورا غړي او نورو اشخاصو باندې فزيکي بريد د يوې مودې له پاره د غړى د غړيتوب ځنډول چې د يوې مياشتې زيات نه وي اداري پلاوى ته وړانديز کوي. ياد غړى د اداري پلاوي د پريکړې د صدور او د جرګې د تاييد وروسته د ځنډ پرته د جرګې ويستل کيږي))) پلي شي او زياته يې کړه، هغه وخت چې پلاوى خپل رپوټ نه وي وړاندي کړي او د مجلس قناعت حاصل شوى نه وي ياده ماده به تطبيقي حالت ولري.

د مشرانو جرګې رئيس زياته کړه، مجلس په خپلو تيرو غونډو کې د دوديزي لويې جرګې په اړه خپل دريځ څرګند کړي او يو ځل بيا پرې ټينګار کوم. همدا راز د ډيورنډ ليکې په اوږدو کې د اغزن تار غځول د نه منلو وړ او وغندل شو او د عمومي غونډې د پريکړې پر بنسټ له حکومته وغوښتل شول تر څو د ممکنې لارې د پاکستان د دي ګام مخه ونيسي. فضل هادي مسلميار د غور او نورو ولايتونو کې د دوي اعاشوي موادو ته د پوليسو د نه لاسرسي موضوع د اندېښنې او شرمه ډکه وبلله، د دفاعي چارو او کورني امنيت کمېسيون ته يې دنده وسپارله چې دغه ستونزه په جدي توګه د کورنيو چارو وزارت سرپرست سره مطرح او که وليدل شي چې د تدارکاتو ملي کمېټه کې ستونزه شتون لري د رسيدګۍ په موخه دي د هېواد جمهور رئيس سره مطرح شي او زياته يې کړه چې د جوزجان، فارياب او بدخشان ولايتونو او د غزني ولايت د ناهور ولسوالۍ امنيتي ستونزې دي د ملي دفاع وزارت او کورنيو چارو وزارت مسئولينو سره مطرح او حل لارې دي وپلټل شي.

7-Aqrab96-JAL4.JPG

د يو بل خبر له مخې د کاردان خصوصي پوهنتون دوه شپيته تنو استادانو او محصلينو د مشرانو جرګې د دارالانشا د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست د روزنيزو پروګرامونوپه چوکاټ کې د عمومي غونډې بهير او د ملي شورا د نورو برخو ليدنه وکړه، چې د سناتورانو هر يو غلام محۍ الدين منصف، نثار احمد حارس، عبدالطيف نضت يار، ګلالۍ اکبري او ډاکټر ګل محمد رسولي له خوا ورته په ملي شورا کې د حکومت کړنو څخه د څارنې او د قوانينو د طي مراحلو په اړه معلومات وړاندي شول.