اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د لندۍ ۱ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٦ کال د لړم د مياشتې ٦

د مشرانو جرګې کمېسيونونو نن په بېلا بېلو موضوعګانو غونډې او بحثونه وکړل.

د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسيون په غونډه کې د ننګرهار ولایت او په ځانګړې توګه د پچیراګام ولسوالۍ د بیځایه شوو او جګړه ځپلو اوسیدونکو ته د مرستې رسولو په اړه د کډوالو وزارت د پاليسۍ له معين  او د ماليې وزارت د بودجې له اجرائيه رئيس سره ، پداسې حال کې چې د نوموړي ولسوالۍ يو شمېر اوسیدونکې هم حاضر وو؛خبرې وکړې .

د غونډې په پیل کې د کډوالو د چارو وزارت مسوولینود خبرو په ترځ کې وویل چې  د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د ١٣٩٦يم مالي کال کې درویشت ملیونه او څلورسوه پنځوس زره افغانۍ په پراختيايي پروژې د پوهاوي ورکولو،د ياد ولايت د کورنيو بيځايه شويو د ميشتېدو،د بيځايه شويو د ثبت او راجستر، انتقال او د اداري لګښتونو په برخو کې د جمهوري رياست د عالي مقام د منظورۍ وروسته  د ياد ولايت مستوفيت حساب ته انتقال کړي او دم ګړۍ د ننګرهار ولايت د کډوالو چارو رياست د پچيراګام ولسوالۍ د بيځايه شويو د استازو د غوښتنې او د ياد ولايت د بېړنيو حالاتو کمېټې د هوکړې او د ولايت د مقام د حکم پر بنسټ بيځايه شويو باندې د دې پیسو د وېش غوښتونکي دي او په دې اړوند د ماليې وزارت د بودجې مسئول څرګنده کړه چې ياده موضوع نن د ماليې وزارت مشرتابه په غونډه کې د پرېکړې په موخه مطرح کيږي چې په دې برخه کې د کمېسيون قناعت حاصل نه شو او کمېسيون ټينګار وکړ تر څو ژر تر ژره دي له بيځايه شويو سره مرسته وشي او د کډوالو چارو وزارت ته يې دنده وسپارله تر څو د شنبې ورځې پورې د خپلو اجراآتو څخه کمېسيون خبر کړي.

6-Aqrab96-Mukhabirat.JPG

د غونډې په بله برخه کې د ټولګټو وزارت د څارنې او ساتنې معين، د ماليې وزارت د بودجې رئيس، د ټولګټو وزارت د سړک جوړونې رئيس، د ننګرهار ولايت د ټولګټو رئيس، د هلال بلال او سباوون شرکتونو رئيسانو څخه د هلال بلال شرکت د شکايت د رسيدګۍ په تړاو،دا چې د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ د سړک د رغاونې له پلوه يونيم ميليون افغانۍ د ١٣٩٣يم کال راهيسې تر اوسه د ټولګټو وزارت باندې پاتې دي او ياد وزارت نه دى توانيدلي چې خپل پور ادا کړي. او همدا راز د ياد ولايت د شمشاد سړک د رغاونې له پلوه درې ميليونه او څلور سوه زره افغانۍ د هارون سباوون شرکت څخه پوروړى دى چې تر اوسه د ټولګټو وزارت له خوا نه دي ورکړل شوي، د دې تر څنګ د ننګرهار ولايت شرکتونه د اړوندو ادارو د پيسو د ورکړې په موخه د کمېسيون غونډې ته رابلل شوې وو چې په دې اړوند د ټولګټو وزارت معين د پورونو موضوع ومنله او څرګنده يې کړه چې د ماليې وزارت د پور د ورکړې په برخه کې د ټولګټو وزارت سره همکار نه دى، او په دې برخه کې د ماليې وزارت د بودجې برخې مسئول څرګنده کړه چې دغه موضوع د ماليې وزارت د مشرتابه په غونډه کې د پريکړې په موخه مطرح کيږي چې په دې برخه کې هم د کمېسيون قناعت حاصل نه شو.

د نورستان د مرکزي عمومي سړک تګلوري کې د يوه پاخه کانکريټي پله د جوړېدو د پور له پلوه د نورستان ولايت د ټولګټو رياست ته د تخصيص د نه لېږد په اړه د ريحان صافي ساختماني شرکت د عرض پاڼې په تړاو دا چې ياد شرکت توانيدلي چي نوموړی پل د قرارداد سره سم د اته ملیونه دوه سوه څلویښت زره افغانيو په لګښت پاى ته ورسوي خو د وزارت له خوا تر اوسه شرکت ته يادې پيسې نه دي ورکړل شوي. د يادې عرض پاڼې په اړوند د ټولګټو وزارت معين څرګنده کړه چې د ماليې وزارت د پور د ورکړې په برخه کې د ټولګټو وزارت سره همکاري نه کوي او څرګنده يې کړه چې موضوع به د ټولګټو وزارت مشرتابه په غونډه کې مطرح کړي تر څو وروستۍ پريکړه وشي چې په دې اړه هم د کمېسيون قناعت حاصل نه شو.

د دې تر څنګ د نجيب الله نورستاني عرض پاڼه دا چې په ١٣٩٥يم کال کې يې د ياد ولايت د وانت وايګل ولسوالۍ د کانتيوا او د لويديځ نورستان د واورو پاکولو قرارداد چې شاوخوا ٩٣ کيلو متره کيږي د نه سوه اوه اتیا زرو افغانيو مجموعي قيمت په مقابل کې د نورستان ولايت د ټولګټو رياست او د ولايت د مقام له خوا قرارداد کړى خو تر اوسه د ياد رياست له خوا د تخصيص د نشتوالي له امله حواله نا اجراا پاتې ده. د يادو عرض پاڼو په اړوند د ټولګټو وزارت معين څرګنده کړه چې موضوع به د ټولګټو وزارت د مشرتابه په غونډه کې مطرح کړي تر څو په اړوند يې وروستۍ پرېکړه وشي او په دې اړوند هم د کمېسيون قناعت حاصل نه شو.

د ډاکټر محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبايلو، سرحدونو او کوچيانو د چارو د کمېسيون په غونډه کې د ډيورنډ کرښې په اړه د قومونو او قبايلو چارو وزارت ستراتيژي چې د افغان حکومت رسمي دريځ به څرګند کړي، بحث وشو او وپتييل شوه چې نه افغان حکومت او نه هم ولسونه دغه ليکه په رسميت پيژني خو پاکستان يې په بېلا بېلو پلمو د رسميت پيژندلو په هڅه کې دى، د اغزن تار غځول ولسونه نه شي بيلولې اوحکومت بايد يادې برخه کې ديپلوماتيکي هڅې وکړي، همدا راز د ډيورنډ ليکې په اړه لويې دوديزې جرګې رابللو ته اړتيا ده او دا کار يواځي هغه وخت شونې دى چې افغانستان د بشپړ ټيکاو څخه برخمن وي، دم ګړۍ پاکستان د ډيورنډ پرليکه د اغزن تار د غځولو لړۍ پيل کړې چې موخه يې د تروريزم مخنيوى دى خو ياد هېواد د دا ډول کړنو په ترسره کولو سره د يادې ليکې د رسميت پيژندلو په کوښښ کې دى، د موضوع په تړاو له حکومته وغوښتل شول تر څو په دى برخه کې جدي اقدامات وکړي. همدا راز د طبيعي پيښو سره د مبارزې ادارې د رپوټ پر بنسټ د غور ولايت شاوخوا اويا زره کورنۍ د خوراکي توکو له کمښت سره مخ او د خپلو کورونو بيځايه شوي، ياد شمېر خلک اړ دي تر څو د ژوندي پاتې کېدو له پاره د خپل کور وسايل وپلوري او خپله ګذاره په وکړي، دا په داسې حال کې ده چې د روان زيږديز کاله تر اوسه د جګړو له امله شاوخوا ٢٥٩ زره کورنۍ د خپلو کورونو بيځايه شوي او په دې توګه د هېواد د جنوب او جنوب ختيځو سيمو څخه درويشت سلنه کورنۍ بيځايه شوي چې ګڼ شمېر يې د هلمند او کندهار ولايتونو دي او له دغې شمېر څخه ٦٧ زره کسان د جګړو د امله له خپلو کورونه بېځايه شوي چې د کمېسيون غړو د حکومت او نورو نړيوالو ټولنو وغوښتل تر څو د يادو کډوالو سره هر اړخيزه مرستې وکړي. په پاى کې يو شمېر راغلې عرض پاڼې او مکتوبونه د څېړنې وروسته اړوندو ادارو ته واستول شوې.

6-Aqrab96-Aqwam.JPG

د کمېسيون د مرستيالې مېرمنې طيبې زاهدي په مشرۍ د معلولينو او عامه هوساينې د چارو د کمېسيون په غونډه کې د افغانستان د غوره ليک سياليو شپږم پړاو کې د شاهين آسمايي ټيم د برياليتوب له امله مبارکي وويله او زياته يې کړه چې دغه د لوبو لويې نندارې د خپلو ښېګڼو تر څنګ نړيوالو ته د افغانستان د خلکو د رښتينې همغږۍ او يووالي صحنه نندارې ته وړاندې کړه. دغه راز په غونډه کې د روزنتونونو، معلولينو او شهيدانو د وارثانو او د مکروريانونو د خلکو د عرض پاڼو په اړه خبرې وشوې، لازمې پرېکړې وشوې. د غونډې په پاى کې د سمنګانو ولايت د دره صوف ولسوالۍ د ډبرو د سکرو په کان  کې د امنيتي ګواښونو او ستونزو په اړوند بحث او پرېکړه وشوه تر څو د کمېسيون پلاوى په ياد ولايت کې د شته ستونزو د څېړنې په موخه سفر وکړي او له نږدې سيمه وګوري او د امنيتي مسئولينو په تفاهم د يادې موضوع حل لارې وپلټي.

6-Aqrab96-Rifai.JPG

د کمېسيون د مرستيال سيد صفي الله هاشمي په مشرۍ د نړيوالو چارو د کمېسيون  په غونډه کې افغانستان کې د اروپا اتحاديې د نوى استراتيژۍ په اړه د بحث تر څنګ، افغانستان، پاکستان او هند هېوادونو ته د امريکا د بهرنيو چارو وزير د وروستي سفر په اړه چې د آسيا په جنوب کې د امريکا د متحده ايالاتو د استراتيژۍ په رڼا کې ترسره شوې، بحثونه وشول. د کمېسيون غړو وويل چې يواځي ديپلوماتيک فشارونه کفايت نه کوي، ځکه پاکستان ښودلې چې د وېره اچوونکو سره د مبارزې په برخه کې رښتيني نه دى، بايد لا زيات فشارونه په دغه هېواد وارد شي تر څو د تروريستي ډلو د سمبالولو، روزنې، روزنيزو مرکزونو او پټنځايونو د ملاتړ څخه لاس په سر شي او د دغه وېره اچوونکو ډلو مشران تر عدلي او قضايي څېړنو لاندې ونيول شي.

6-Aqrab96-Bio.JPG

د الحاج قاري مير حاتم تره خېل په مشرۍ د ولايتي شوراګانو، مصئونيت او امتيازونو د کمېسيون په غونډه کې د ملي شورا د امنيتي مسايلو او د مشرانوجرګې د دارالانشا د عمومي رياست د مالي او اداري چارو په اړه بحث وشو، وپتييل شوه چې د ملي شورا د امنيتي چارو رئيس او د دارالانشا د مالي او خدماتو چارو رئيس دي د کمېسيون په يوې غونډه کې د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړي.

6-Aqrab96-Emtiazat.JPG

د الحاج محمد حنيف حنفي په مشرۍ د شکايتونو د اورېدو د کمېسيون په غونډه کې د اوليف ګروپ کمپنۍ د مسئولينو ناسم او دوه ګوني چلند په اړه راغلى شکايت چې د حامد کرزي د نړيوال هوايي ډګر د امنيت د ټينګښت مسئوليت په غاړه لري چې ويل کيږي يو شمېر افراد چې د وي آي پي برخې څخه د استفادې مستحق نه دي، د پيسو په بدل کې د يادې برخې څخه ګټه پورته کوي چې موضوع د حامد کرزي د نړيوال هوايي ډګر سرحدي قوماندان، د ډګر ملکي رئيس، د تشريفاتو مسئول او د يادې کمپنۍ استازي سره مطرح شوه. يادو مسئولينو د معلوماتو د وړاندي کولو تر څنګ د خپلو فعاليتونو ځانګړتياو څخه وويل، د وي آي پي برخې څخه د ګټې اخيستنې څرنګوالي د چارو ادارې رياست کې تر څېړنې لاندي دي. د کمېسيون غړو د مسئولينو د څرګندونو په پام کې نيولو سره ټينګار وکړ چې د هوايي ډګر وي آي پي برخې څخه د استفادې کړنلار بايد په يوشان ډول پلي شي.د غونډې په بله برخه کې د اونکس ساختماني شرکت د پيرودونکو پرله پسې شکايت چې تېر کلونه يې د خپل نظر لاندي اپارتمانونه په يادې پروژه کې د ټولو قسطونو په ورکولو سره پيرلي دي، خو د څو کلونو په تيرېدو ورته اپارتمانونه، نه دي سپارل شوي چې موضوع د ياد شرکت مسئولينو سره مطرح شوه، مسئولينو ياد شرکت پورې د تړلو ځينو پروژو د کاناليزاسيون ستونزې د پروژو د ځنډ اساسي علت وباله، خو د کمېسيون غړو د مسئولانو يادې څرګندونې د نه قناعت وړ وګڼلې، څرګنده شوه چې د شرکت مسئولين دي په وخت سره د عارضينو د قناعت ترلاسه کولو په برخه کې اقدام وکړي، له دي پرته به موضوع د قانوني لارو وڅېړل شي.همدا راز په غونډه کې د بخښنې او تخفيف فرمانونو د طي مراحلو د پيچلتيا، د محبوسينو دوسيو ته د رسيدګي د پڅ بهير، د څرخي پله زندان کې د يوه زنداني د فزيکي چلند له امله د يوه محبوس وژل او د کابل توقيف ځاي کې د ربړونې د شتون په اړه آوازو څخه راغلي شکايتونه د محابس د عمومي رياست اداري مرستيال، د کابل د توقيف خانې د قوماندان او د څرخي پله جېل د امنيتي مرستيال په حضور مطرح شول.د محابس د عمومي رياست مرستيال د بښنې او تخفيف فرمانونو د ځانګړتيا په اړه وويل چې په دي وروستيو کې د جمهوري رياست د حکم سره سم د ياد فرمان د پلي کدېو واک تر پنځو کلونو پورې څارنوالې ته سپارل شوې دي. نوموړي هم د محبس د امنيتي تدابيرو، د محبس دننه د يو قتل او د يوه ناورغ بندي د تيښتي په اړه چې د درملنې په موخه يې افغان جرمن روغتون ته مراجعه کړې وه څرګندونې وکړي.

6-Aqrab96-Shikayat.JPG

دغه راز په غونډه کې د درنو جرمونو سره د مبارزې د رئيس او د کورنيو چارو وزارت د پيژندوال نه حضور تر نيوکې لاندي ونيول شو، پريکړه وشوه چې تر څو د امنيتي چارو لوي معين او ياد اشخاص د کمېسيون په راتلونکې غونډه کې حاضر او د کميسيون غړو ته معلومات وړاندي کړي.