اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د لندۍ ۱ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د۱۳۹۶ کال د لړم ٣ مه

د مشرانو جرګې کمېسيونونو نن په خپلو غونډو کې يو لړ موضوعګانې تر بحث او څېړنې لاندې ونيولې.

د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسيون په غونډه کې ټاکل شوې وه د ملي شورا د مشرانو جرګې د خبرونو د خپرولو په اړه د ملي راډيو ټلويزيون عمومي رئيس او د نوموړي ټلويزيون د خبري شبکې مسوول څرګندونې وکړي، خو يادو مسئولينو له ګډون ډډه وکړه، پرېکړه وشوه چې ياد اشخاص دي د لړم د شپږمې نېټې په غونډه کې حاضر او د موضوع په تړاو دي څرګندونې وړاندې کړي. دغونډې په بله برخه کې د مشرانوجرګې د کورنۍ کړنلارې په اړوند بحثونه وشول او يو لړ نظريې او وړانديزونه وړاندې شول. همداراز په  غونډه کې د ننګرهار ولایت په يو شمېر سيمو کې د داعش ډلې د ځاى پر ځاى کېدو او د خوګياڼیو اوشيرزاد ولسواليو د خلکو د کډوالۍ د ستونزو په اړه خبرې وشوې او د حکومتي اړوندو ارګانونو څخه وغوښتل شول تر څو په دې برخه کې شته ستونزو ته پاملرنه وکړي او د داعش ترهګرې ډلې د ځپلو په اړه دي اړین اقدامات ترسره کړي .

3-Aqrab96-Mukhabirat.JPG

د عبدالطيف نهضت يار په مشرۍ د ديني، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو د کمېسيون په غونډه کې په هېواد کې د پوهنې د عمومي وضعيت او په ځانګړې توګه ثانوي دوره کې د درسي کتابونو د کمښت، د ښوونکو د استخدام په برخه کې شته ستونزې، د موقف د تضمين، کاري تجربې او علمي کادر موقف د نشتوالي څخه د خصوصي ښوونځيو د استادانو ستونزې، د بدخشان پوهنې څخه راغلې ستونزې، د امنيتي ګواښونو څخه د استادانو د پلرونو اندېښنې او ځينو نورو ستونزو په اړوند بحثونه وشول او پريکړه وشوه چې ياد موارد دي د لړم د لسمې نېټې په غونډه کې د ښار د پوهنې رئيس او د کابل امنيه قوماندان سره مطرح او هم وپتييل شوه چې د کمېسيون پلاوى دي د بدخشان ولايت د پوهنې ستونزو ته د رسيدګۍ په موخه ياد ولايت څخه د څارنې ليدنه وکړي.

3-Aqrab96-Farhangi.JPG

د مېرمنې شفيقې نوروز خېل په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسيون په غونډه کې د کمېسيون د کاري پلان په اړه خبرې وشوې او اړین تصمیمونه ونیول شول.

د غونډې په بله برخه کې د جوزجان او هرات په ولايتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د زياتوالي  په اړه د بحث ترڅنګ  په غور ولايت کې د ښځو صحرايي محکمه په سختو ټکو وغندل شوه اود کمېسيون غړو تاکید وکړ چې  اړوند ارګانونه دي د دا ډول پیښو د کمښت په موخه ټینګې کړنې وکړي.

3-Aqrab96-Zanan.JPG

د مولوي غلام محۍ الدين منصف په مشرۍ د تقنيني، عدلي او قضايي چارو د کمېسيون په غونډه کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د عالي ادارې شکايت، د نوي ملي استراتيژۍ په اړه پشنهادي طرحې او نظريې چې مسوده يې د ملي يووالي حکومت له خوا د سام په غونډه کې وړاندې شوه چې په دې کې د اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې حقوقي ځاى تسجيل شوې نه دى، څېړنه ترسره شوه او د لا  زياتو بحثونو او وروستۍ پرېکړې په موخه موضوع راتلونکې غونډې ته وځنډول شوه.

3-Aqrab96-Adli.JPG

د ډاکټر محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبايلو، سرحدونو او کوچيانو د چارو د کمېسيون په غونډه کې د مشرانو جرګې د کورنۍ کړنلارې په اړه بحث تر سره او د اجراآتو په موخه اړونده څانګې ته واستول شوې. همدا راز د رپوټونو پر بنسټ د يوې اونۍ په اوږدو کې په دوو ولايتونو کي شاو خوا پنځلس زره تنه  بيځايه شوي، په داسي حال کې  چې د ٢٠١٧ کال له پيله تر اوسه په ټول هېواد کې ٢٩٥ زرو څخه زيات اوسیدونکي د خپلو کورونو بریښودلو ته اړ شوي دي. د ملګرو ملتونو د رپوټ پر بنسټ د يوې اونۍ په ترڅ کې د کندز ولايت د امام صېب ولسوالۍ څخه د اوو زرو تنو زيات کسان او د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ کې نژدي اته زره پنځه سوه تنه د خپلو کورونو څخه بيځايه شوي دي او په همدې موده کې ١٠٥٠ تنه د پاکستان څخه راستانه شوي دي او شاوخوا شپاړس زره تنه نور د ايران هېواد څخه يا راستانه شوي او يا هم شړل شوي  چې د ټولو مواردو په اړوند بحث او ټینګار وشو چي د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت دي د غذايي توکو د وېش، د څښاک اوبو د برابرولو، د استوګنې ښارګوټو د جوړېدو، د نمرو د وېش او د دوى نورو ستونزو ته پاملرنه وکړي، په پاى کې د راغلو عريضو په اړه بحث او د اجراآتو په موخه اړونده مراجعو ته واستول شوې.

3-Aqrab96-Aqwam.JPG

د الحاج محمد حنيف حنفي په مشرۍ د شکايتونو د اورېدو د کمېسيون په غونډه کې د يو شمېر هغو هوټلونو څخه د راستول شويو شکايتونو موضوع چې د وي آي پي برخې لرونکې دي لکه د هرات د ارګ هوټل چې ويل کيږي د څلرويشتو ساعتونو کرايه يې شاوخوا شل زره افغانۍ ده، د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواک رياست د ښارواليو د برخې مسئولينو او د کسب ګرو اتحاديې له غړو سره په بحث کې مطرح شول. د کسب ګرو اتحاديې غړو د موضوع په اړه د څرګندونو د وړاندي کولو تر څنګ د اصلاحاتو او بيو په موخه خپل وړانديزونه وړاندي کړل چې د کمېسيون د  غړو له خوا تاييد شول. همدا راز د سي بي آر پروګرام له لارې د بستونو د اعلان په اړه د ملي تدارکاتو د يو شمېر کارکوونکو شکايت د اداري اصلاحاتو د خپلواک کمېسيون مسئولينو سره وڅېړل شو او پريکړه وشوه چې ژر تر ژره ياد کمېسيون د سي بي آر بهير له اجرااتو څخه کمېسيون په جريان کې کړي. په پاي کې د کمېسيون غونډو ته د حکومتي مسئولينو نه حضور تر نيوکې لاندي ونيول شو، وويل شول، په هغه صورت کې چې په راتلونکو غونډو کې بي پامي او ناغيړي وکړي کمېسيون به د قانون سره سم چلند وکړي.

3-Aqrab96-Shikayat.JPG

د مشرانو جرګې درې کسیز پلاوى د ډاکټر زلمي زابلي په مشرۍ او په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د استازي په ملګرتيا د عمومي غونډې د پريکړې پر بنسټ د څرخي پله زندان د څارنې او څېړنې د ځانګړو جرمونو محبس څخه ليدنه وکړه.

پلاوي لومړې د څارنې او ځانګړو جرمونو زندان د رئيس او نورو مسئولانو سره وليدل او د درملو او روغتيايي کلينيک د تشکيل د کمښت، د جمهوري رياست د بښنې او تخفيف فرمانونو د پړاونو د وهلو پيچلتيا، د محبوسينو نسبتي دوسيو ته د په وخت نه رسيدګۍ څرنګه چې د جاويد نومي اړونده دوسيه د کابل ختيځ زون څارنوالۍ کې تر دوران لاندې ده او د څلور کالو راهيسې د نوموړي د استيناف محکمه نه ده دايره شوې او د ځينو نورو مسايلو په اړه يې د دوى ستونزې او وړانديزونه واورېدل.

ورپسې د مشرانو جرګې پلاوي د بنديانو استازو سره وکتل چې زندانيانو د بښنې او تخفيف څخه د بهرني او ملي امنيت پر وړاندې د جرمونو او نشه يي توکو د زندانيانو د نه برخمن کېدو، د دوى د بند په نيمايي تخفيف کې د محدوديت، د زيات عمر لرونکي او په  لاعلاجه اوساري ناروغیو اخته محبوسین ، عدلي او قضايي ارګانونو کې د دوى د نسبتي دوسيو د نه څېړنې چې حتی د ځينو دوسيو پړاونه د اوو کلونو راهيسې نه دي بشپړ شوي ، غذايي مينو کې بدلون، د اوبو ګرمولو سيستم د فعالېدو، د کورني او بهرني امنيت جرمونو او نشه يي توکو په جرم  زندانيانو تبديلۍ کې د محدوديتونو حل، د تقويتي فرمان د لغوې علت، ايران څخه د دري اويا استرداد شويو زندانيانو بې برخليکۍ چې يو تن يې د نامعلومو دلايلو پر بنسټ خوشي شوى دى، د تېرو تخفيفونو په اړه د کمېسيون د نه جوړېدو او د هغو کسانو بي برخليکي چې د حبس موده يې پوره شوې، خپل شکايتونه او وړانديزونه مطرح کړل او د خوراکي توکو کيفيت څخه يې خپل نه رضايت چې قرارداد يې د ولسي جرګې د يوه غړي له خوا شوې يادوونه وکړه.

پلاوي مطرح شوي ستونزې او د زندانيانو د اعتراض دلايل د ځانګړو جرمونو د محبس مسئولانو سره شريک او زندانيانو سره د مطلوبې رويې او انساني کرامت د خونديتوب په تړاو د مسئولانو د هڅونې تر څنګ ټينګار وشو چې په هېواد کې د شته وضعيت په پام کې نيولو سره اړتيا شته چې د ټولنې بېلا بېلې برخې چې په هر موقف کې دي د هېواد لوړې ګټې په پام کې ونيسي او د دې تر څنګ پلاوى مسئولان پوه کړل چې د لومړنيو اړتياوو د برابرولو په برخه کې د خپل توان سره سم اقدام وکړي او هم د مشرانوجرګې ليږل شوي پلاوي له بنديانو څخه وغوښتل چې د سپين ږيرو، خېرخوا اشخاصو او د محبس د ملا امام د نيکو مشورو په پام کې نيولو سره د محبس فضا د نظم د ټينګښت په برخه کې په جدي توګه کوښښ وکړي.

همدا راز په دې ليدنه کې ياد پلاوي پرېکړه وکړه چې د زندانيانو روغتيايي مسايل به ژر تر ژره د عامې روغتيا له وزير سره مطرح کړي تر څو هغو ستونزو ته چې شتون لري لازمه رسيدګي وشي او هم ټينګار وشو چې د محبس مسئولان دي د ساري ناروغۍ او زيات عمر لرونکو د جلا والي او نورو اړتياوو په برخو کې د عامي روغتيا په همکارۍ له هيڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.

په پاى کې پلاوي د زندان مسئولانو او زندانيانو ته ډاډ ورکړ چې د دوى څخه ترلاسه شوي موارد به د معقولو وړانديزونو سره يو ځاي د مشرانوجرګې په عمومي غونډه کې مطرح کړي تر څو د زندانيانو د غوښتنو د مطرح کولو په موخه د جمهوري رياست عالي مقام سره د پلاوي د کتنې زمينه برابره کړاي شي.