اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د لړم ۱ مه٬ ۱۳۹۶ ل

دمشرانوجرګې مطبوعاتی دفتر

د۱۳۹۶ کال د تلی دمیاشتې ۱۹نیټه

دمشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یار نن په خپل کاري دفترکې دچین دولسي جمهوریت سفیرښاغلي یاوجینګ سره تودیعې لیدنه وکړه.

پدې لیدنه کې  دچین دولسي جمهوریت سفیرپه خپلو خبروکې دخپل دوه کلن ماموریت دوران کې  دمشرانوجرګې درییس دغوره سیاسي دریځونو،دنږدې همکاریو  اوښو اړیکو  څخه په قدردانۍ یاونه وکړه اوویل کله چی یوشمیرچینایان په ننګرهارکې دانسان تښتونکو لخوا تښتل شوي وو ستاسو په مرسته هغوی له بنده راخوشې شول  نوموړي چین هیواد ته دمشرانوجرګې درییس مهم اوګټور سفر هم یاد کړ اوژمنه یې وکړه چی یو ځل به بیا یې دچین هیواد دلوړپوړو چارواکو اوکانګرس سره دلیدو کاتو زمینه برابره کړي ،همداراز یې دتاریخ په اوږدوکې ددواړو هیوادونو په تاریخي ملګرتیا هم رڼا واچوله اوویل چی دچین حکومت  اوکانګرس افغانستان سره دنیکو سیاسي ،اقتصادي اوپارلماني اړیکو غوښتونکی دی. نوموړي زیاته کړه باورلرم  چي دمشرانوجرګې رییس به دچین له نوي  سفیرسره هم  ټینګې کارنده اړیکې ولري.

ښاغلي یاوجینګ څرګنده کړه افغان ولس سوله غوښتونکی او دپرمختګ خوښونکی ولس دی اوهم غواړي چی دخپل هیواد ترڅنګ په خپلو ګاونډیو هیوادونو کې امنیت ټینګ وي او په ډاګه یي کړه داچی پاکستان ته دسفیرپه توګه په دنده ګمارل شوی  اوپدې وروستیو کې کابل –اسلام آباد سیاسی اړیکي سړي شوي دي،هڅه به وکړي چي دیاد هیواد دچارواکو ته قناعت ورکړي چی دافغانستان اودسیمې دامنیت دټینګښت لپاره دې رښتیني ګامونه پورته کړي.

19-Mizan96-MUL2.jpg

ورپسې دمشرانوجرګې رییس  دښاغلي یاوجینګ دغوره خدمتونو او نیکو کړنوڅخه ستاینه وکړه او ویې ویل دچین هیواد تل دیو باثباته، مستقل او پرمختللي افغانستان غوښتونکی دي  او زیاته یې کړه ستا دماموریت په دوران کې ددواړو ملګروهیوادونو په خاصه توګه دافغانستان دمشرانوجرګې او دچین دکانګرس ترمنځ روابط په هړاړخیزډول پراخ او ښه شی ول،دمجلس رییس  دافغانستان دولس او دمشرانوجرګې  په استازیتوب مننه وکړه اوزیا ته یې کړه چې ته لومړنی ډیپلومات یې چې  کاري مودې دپای ته رسیدو وروسته د ددې مجلس لخوا ستایل کیږې.

فضل هادي مسلم یار زیاته کړه دچین هیواد  له دي انتخاب  څخه هرکلی کوم چي ښاغلی یاوجینګ یې پاکستان ته دسفیرپه توګه ګمارلی اوډاډه یم چې تاسو به  په خپل کاري دوران کې په ښه توګه درک کړې چې زمونږبیګناه هیواد وال دهغو تروریستي ډلولخوا چې دپاکستان لخوا تمویل اوروزل کیږي په شهادت رسیږي،هیله ده دافغان مظلوم ولس داغږ بدرګه کړې او دهغه سیاسی اواقتصادي نفوذ چې دچین جمهوریت یې پرپاکستان لري ګټه واخلې ترڅو هغوی دافغانستان په داخلي چاروکې دلاس وهنې او دترهګرو دملاتړڅخه لاس په سر اوپه سیمه کې دسولې دټیکاو لپاره کاروکړي،مسلم یار وویل افغانستان هیڅ کله هم دیو ناامنه پاکستان غوښتونکی ندی مګر دیاد هیوا استخباراتي شبکه تل دافغانستان دویجارﺉ په هڅه کې دې مګر اوس ددې وخت تللی چی یو هیواد دې ترهرګرۍ او وژنې خپل دبهرني سیاست موخې وګرځوي اودګاونډیو په ناامنه کولو دې ځانته امن وغواړي.

دمجلس رییس زیاته کړه دیوه خپلواک هیواد په توګه دا دافغانستان حق ده چې هیوادونو سره نیک سیاسی،اقتصادي او هراړخیز روابط وساتي اوکه پاکستان هم باالمثله عمل ته حاضروي باید دترهرګرو له تمویل اوتجهیز څخه لاس په سرشي او هم دې دترهرګرو پټنځایونه لمنځه یوسي او پرې دې  ږدي چی افغان ولس دسولې په نړۍ کې ساه واخلي ددې پرته به یوه ورځ پاکستان هم په هاغه اورکې چې بل يي کړي دي وسوځي.

په پای کې دمشرانوجرګې تقدیرلیک اونښان دمجلس درییس لخوا نوموړي ته ډالۍ او په نوي ماموریت کې ورته دزیاتو بریاووهیله وشوه، به مقابل کي ښاغلي یاوجینګ دا دځان لپاره داعزاز ځای دوباله چې دمشرانوجرګې لخوا وستایل شو او ژمنه یې وکړه چې دمجلس درییس غوښتنې به دځان سره ولري او دپاکستاني چارواکوسره به یې شریکوي او هم یې دچین دتاریخي دیوال تابلو دمشرانوجرګې رییس ته ډالۍ کړه .