اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د لندۍ ۲۳ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د۱۳۹۶ کال د تلې ١٦ مه

د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلميار په مشرۍ د يادې جرګې د سې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې د دوو تقنيني فرمانونو د تصويب سربېره، د هېواد د روانو مسايلو په اړه خبرې وشوې.

16-Mizan96-JAL1.JPG

د نفتو او ګازو(هايدروکاربونونو) قانون د ځينو مواد د تعديل او ډيرښت په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان چې د معلولينو او عامه هوساينې د چارو په کمېسيون کې تر څېړنې لاندي نيول شوې وو، د کمېسيون د مرستيال او غړو له خوا وړاندې او تصويب شو.

همدا راز د افغانستان د علومواکاډمۍ قانون په اړه د جمهور رئيس تقنيني فرمان چې د ديني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زدکړو او  نورو کمېسيونونو کې تر څېړنې لاندي نيول شوې وو، د کمېسيون د رئيس او غړو له خوا وړاندې او د رايو په اتفاق تصويب شو. په غونډه کې سناتورانو د سام ناستې د بريالۍ تيريدو څخه خوشي او پايلو څخه يې ملاتړ وکړ، ويې ويل چې د غه ناسته د افغانستان وګړو ته يوه لويه لاسته راوړنه وه، بايد د چارو مسئولان هغه ستونزې چې د دولت په بېلا بېلو برخو کې پيژندلي دي د خپلو نړيوالو همکارانو سره په همکارۍ حل کړي، ځکه په دي ناسته کې څرګنده شوه چې نړيواله ټولنه په لازمه توګه په خپلو ژمنو عمل نه دي کړي.

خو د غونډې په آزادو بحثونو کې سناتورانو پاکستان ته د هېواد د جمهور رئيس محمد اشرف غني د احتمالي سفر په اړه د خپلې نظريې مطرح کړې او ويې ويل تجربو ښودلې چې د دواړو هېوادونو تر منځ د پلاويو بدلول ګټور نه دي ثابت شوي او پاکستان تل په دي برخه کې د نړيوالې ټولنې د غولولو په موخه تاکتيکي چلند کړي او دم ګړۍ چې د نړيوالې ټولنې فشار لاندي دي غواړي بيا هم په چل او فريب سره ځان د سولې همکار وښايي چې اړتيا شته د هېواد جمهور رئيس که ياد هېواد ته سفر کوي له احتياطه دي کار واخلي او د موضوع په اړه دي د سياسيون او پوهو خلکو نظريې واوري او پري دي عمل وکړي ځکه د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د شلو ځلو زيات پاکستان ته سفر کړي چې هيڅ د ليدو وړ پايله يې نه درلوده بلکې پاکستان د مخکې زيات په خپله خاوره کې د ترهګرو په پياوړي کولو او چاغلو اجراات کړي ځکه څو ورځې  وړاندې د ياد هېواد لوي درستيز افغانستان ته سفر وکړ او د سفر وروسته يې د هېواد په سرحدي سيمو راکټي بريدونه زيات کړل.خو فضل هادي مسلميار د پاکستاني پلاوي سره د کتنې او پاکستان ت ه د ولسمشر د احتمالي سفر د جزئياتو په اړه د هېواد جمهور رئيس سره د ملي شورا د دواړو مجلسونو د ريسانو ، سياسي او جهادي رهبرانو د مشورتي ناستې څخه رپوټ وړاندي کړل، ويې ويل چې په دي کتنه کې د ملي او هېوادنيو مهموو مواردو په اړه بحث شوې او څرګنده شوې د ه چې د سياسيون، جهادي رهبرانو او ملي شخصيتونو سره د مشورو وروسته به پاکستان ته د سفر په اړه پريکړه وکړي او هم وويل شول چې د پاکستان لوي درستيز ژمنه کړي چې طالبانو ته به فشار  ورکړي تر څو د خبرو په موخه د افغانستان د سولې بهير ته غاړه کيږدي.

16-Mizan96-JAL2.JPG

سناتورانو د ښوونکې د نړيوالې ورځې له امله د هېواد ټولو استادانو ته چې په ناڅيزه امتيازونو سره د هېود د بچيانو په روزنه او پالنه بوخت دي مبارکي وويله، او څرګنده يې کړه کومې ژمنې چې د معاشونو د زياتوالي او استوګنې نمرو د وېش په موخه ورکړل شوي دي د عمل جامه نه اغوستي او د دي تر څنګ په روان کال کې د ښوونکې ورځې څخه څرنګه چې لازمه ده لمانځنه ونه شوه، بايد د افغان حکومت د ښوونکو د معاشونو په زياتوالي او د وي ته د بلاکونو او يا هم ځمکو د وېش په برخه کې لازم تدابير ونيسي تر څو د هېواد ښوونکې په آرام فکر سره د هېواد د راتلونکو جوړونکو په روزنه او پالنه لاس پورې کړي.دغه راز د مجلس يو شمېر غړو د ارزګان ولايت چورې ولسوالۍ کې د ملي اردو منسوبينو تلفاتو څخه نيوکه وکړه، ويې ويل بايد په وخت او لازمې مرستې دي ځواکونو ته رسول شوې واي تر څو د تلفاتو مخنيوي شوې  وي، خو د ارزګان ولايت سناتور په يادې ولسوالۍ کې د جګړې په اړه رڼا واچوله او ويې ويل، د چورې ولسوالۍ کې د طالبانو بريدونه په شا تمبول شوي او د دي تر څنګ چې دښمن ته درانه زيانونه اوښتي د هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونه د مخکې تګ په حال کې دي او د ارزګان د والي او د چورې ولسوالۍ د امنيه قوماندان په وړاندي د لاسوهنې ډکې توطيې جريان لري په داسي حال کې چې د ارزګان ولايت د والي کړنې د تقدير وړ دي.سناتورانو د ماليې وزارت څخه په کلکه نيوکه وکړه چې تل ياد وزارت ملي بودجه کې د مشرانو جرګې مشورتي نظرياتو ته پاملرنه نه کوي، او خبردارې يې وکړ په هغه صورت کې چې د راتلونکې کال د ملي بودجې مسوده کې د دوي ليدلوري او مشورتي نظريې ځاي نه شي مجلس به د بودجې د مسودتې په اړه بحث ونه کړي.

ملي مسايلو او په ځانګړې توګه  ټولټاکنو کې د هېواد د سياسي جريانونو له خوا د هېواد د لوړو ګټو په پام کې نيولو ټينګار، د مواصلاتو او مخابراتو کمېسيون کې د کابل ښاروالۍ د سرپرست د نه حضور څخه نيوکه، د ايران له خوا د سوريې جګړې ته د افغان ماشومانو په لېږد نيوکه، د پاکستان له خوا تورخم بندر کې د ستونزو رامنځته کول، د ناامنيو زياتوالې څخه د بدخشان ولايت د خلکو سختې اندېښنې او د وېره اچوونکو شتون څخه د وردوج او يمګان ولسواليو نه پاکول او يادو مواردو کې د سيمه ييزې ادارې نيمګړتيا، د حامد کرزي د نړيوال هوايي ډګر د شاوخوا د امنيت په ټينګښت ټينګار، د هوايي دهليز په جوړېدو او نړيواله کچه د جمهور رئيس د لاسته راوړنو څخه ستاينه، د بين الفغاني سولې په موخه ټينګار، د دولت زيو سرتاسري قومي شورا د جوړېدو او فعاليت څخه هرکلې چې په همدې ورځو کې کابل ښار کې پرانيستل شوه، د بي مورده رخصتيو څخه نيوکه، نظامي پستونو کې د وړو کسانو په ګمارنه تينګار، د کابل ښار د پوليسو د لاسته راوړنو او نيمګړتياو څخه يادونه، د بلک هاک څرخکو ته د هېواد د هوايي ځواک سمبالولو څخه هرکلې، د مشرانو جرګې پلاوي سره سويس کې د افغان سفير د ناسم چلند، مزارشريف ښار کې د سره صليب روغتون په بيا ځلي فعاليت ټينګار، د ناامنيو زياتوالې څخه د جوزجان اوسېدونکو اندېښنې او ځينې نور مسايل وو چې مطرح شول.

د مجلس رئيس ياد موارد جمع کړل، څرګنده يې کړه چې د هېواد د جمهور رئيس احتمالي سفر د دوي له خوا يواځي د پرنسيپ له مخې تائيد شوي دي چې د اثر ګذاره برخې او مشورو وروسته به په دي برخه کې لازمې پريکړې وشي.مسلميار د وېره اچوونکو ډلو د ملاتړي په توګه د پاکستان د پيژندګلوې په موخه د نړيوالې ټولنې او امرکيا متحده ايالاتو د قناعت د برابرولو او د جمهور رئيس له هڅو او اقداماتو او د ياد هېواد د فشار لاندي راوړلو څخه قدرداني څرګنده کړه او ويې ويل چې د افغانستان د خير او فلاح او جګړې د لمنځه وړو له پاره په سر کې د پاکستان د ولت سره سوله بايد وشي او ټينګار يې وکړ چې حکومت دي له دي فرصت څخه د هېواد د سولې او ټيکاو په برخه کې عظيمه ګټه واخلي تر څو د افغانستان خلک د خپلو عزيزانو په غم کې پاتې نه شي.

د مشرانو جرګې رئيس څرګنده کړه چې افغانستان هيڅکله پاکستان ته ستونزه نه ده جوړه کړي بلکې دا د پاکستان استخباراتي سازمان دي چې تل د افغانانو د وينو د تويدو په هڅو کې دي او هيله ده چې نور په هوش راشي او په افغانستان کې د جګړې له دوام لاس پورته کړي. فضل هادي مسلميار د پاکستان د بهرنيو چارو وزير وروستۍ خبرې چې ويلي يې دي د خپل هېواد سربېره يې ايران او روسيه هم د طالبانو څخه ملاتړ کوي د خواشيني وړ وبللې او ويې ويل چې دا ډول موارد د اندېښنې وړ دي چې که چيرې يوه ترهګريزه ډله د جګړې لاس په سر شي بله يې خپلو ويرو خپرولو ته دوام ورکوي.

16-Mizan96-JAL3.JPG

د مجلس رئيس ملي بودجه کې د مشرانو جرګې د مشورتي نظر وړاندي کول د هېواد اساسي قانون سره سم وباله او ويې ويل، بايد د مجلس مشورتي نظر ته درناوي وشي او د بودجې په ترتيب کې ورڅخه لويه ګټه واخيستل شي، ټينګار يې وکړ چې د ملي اقتصاد کمېسيون دي د دي موضوع په اړه د ماليې وزارت سره خبري وکړي. همدا راز مسلميار سويس کې ميشت د افغان سفير د ناسم چلند په اړه نيوکه وکړه او ويې ويل چې سفارت امتياز نه بلکې مکلفيت دي او مسئولين يې بايد د هېواد ټولو اتباعو ته لازم خدمتونه وړاندي کړي او د مصئونيت او امتيازونو کمېسيون ته يې دنده وسپارله چې دغه موضوع په جدي توګه وڅيړي او رپوټ دي عمومي غونډې ته وړاندي کړي.

د غونډې رئيس د ارزګان ولايت کې رامنځته شوې پېښه د اندېښنې وړ وبلله، د شهيدانو کورنيو سره د خواخوږۍ د څرګندولو تر څنګ د دفاعي کمېسيون ته دنده وسپارل شوه چې ياد ولايت ته سفر وکړي او د شهيدانو کورنيو سره د مجلس د غمشريکۍ د څرګندولو تر څنګ د پېښې د رامنځته کېدو څرنګوالي او حقايق وڅيړي. د مشرانوجرګې رئيس زياته کړه په داسي حال کې د ښوونکې ورځې له امله مبارکي وايو چې دوي د ناڅيزو حقوقو او امتيازونو څخه برخمن دي او د خپل ژوند د ښه والي له پاره يې کار نه دي او د ديني کمېسيون ته دنده وسپارل شوه چې د پوهنې او لوړو زدکړو وزارتونو مسئولانو سره په همکارۍ د استادانو ستونزو ته تر يو بريده رسيدي وکړي.