اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د لړم ۱ مه٬ ۱۳۹۶ ل

دمشرانوجرګې مطبوعاتی دفتر

د۱۳۹۶ کال د تلې ۱۶نیټه

د مشرانو جرګې د غړي حاجی محمدعیسی خان شینواری د مړيني له امله د مشرانو جرګې دخواخوږۍ او غمرازی پيغام

د ملي شورا مشرانو جرګې رئيس، اداري پلاوي، غړو او د یادي جرګې دارالانشاء لوی  ریاست  په ژورې خواشينۍ سره خبر ترلاسه کړ چې د شینوارو دقوم مخور،متنفذ او مصلح شخصیت او ددي مجلس غړی سناتور حاجی محمدعیسی خان شینواری د ورپیښې ناروغۍ له امله نن دپنځه اتیا کلنی  په عمر په کابل کې له نړۍ څخه سترګې پټی کړي .

انالله و انا اليه راجعون

16-Mizan96-Payam.JPG

د ملي شورا مشرانو جرګه د سناتور شینواری  مړينه  يوه تشه بولي، او خپل ژور خفګان او خواخوږي د خدای بښلي  کورنۍ، خپلوانو،دوستانو،دشینوارومتدین قوم او دننګرهار ولایت پتمنو ولسونو ته څرګندوي همداراز د لوي خداي(ج)له دربار څخه مرحوم شینواري ته فردوس جنت او پاتې کسانو ته يې د زغم غوښتنه کوي.

مرحوم شینواري د مشرانو جرګې د فعالو غړو څخه وو او تل يې ددې جرګې په غونډو او نورو ناستو کې د هیواد دلوړو ګټو په بنسټ خپلي نظريې وړاندې کولي اود خپل ژوند په اوږدو کي يي دقومی مشر په توګه د ملي يووالي ټينګښت، ديني ورورولۍ او د افغانستان د کړيدلي ولس د هوساينې په لاره کي نه ستړیکیدونکي هلي ځلې کړي دي.

سناتور حاجی محمدعیسی خان شینواري دمیر افضل خان زوی و او په ١٣۱۱ لمريز کال کې د ننګرهار ولایت دشینوارو ولسوالی دغني خیلو دکلي په يوه دين داره کورنۍ کې زيږيدلي وو او د ملي شورا مشرانو  جرګې په پنځلسمې او شپاړسمې دورو کې ېې د انتصابي سناتور په توګه خپله دنده په پوره ایمانداری او وطندوستی ترسره کوله..روح دي ښاد او ياد دي تل پاتي وي.

دملی شورا دمشرانوجرګې رییس

فضل هادي مسلم یار