اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د لندۍ ۲۴ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٦ کال د تلې پنځلسمه نېټه

د مشرانو جرګې کمېسيونونو نن په بېلا بېلو موضوعګانو غونډې او بحثونه وکړل.

د حاجي صالح محمد لالا ګل په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسيون په غونډه کې د محاسبينو قانون طرحې په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان وڅېړل شو له هغه ځايه چې د يادې طرکې ځينو موادو کې تخنيکي ستونزو شتون درلود، پريکړه وشوه چې د کمېسيون په راتلونکې غونډه کې دي د مشرانو جرګې د دارالانشا د مسلکي او کارپوهانو او سلاکارانو په حضور کې په بحث کې مطرح شي. دغه راز په غونډه کې د مرکزي آسيا د اقتصادي او سيمه ييزو همکاريو هوکړه ليک مطالعه او د کمېسيون د غړو له خوا تاييد شو.

15-Mizan96-Mali.JPG

د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسيون په غونډه کې د کابل ښار درېيمې ناحيې اړوند د حميرا سلجوقي جامع جومات د عريضې په تړاو دا چې د څښاک اوبو نل يې د دوه سوه اتيا متره مربع فرعي سړک د تخريب له امله زيانمن شوى چې د سيمې اوسېدونکي يې د ترميم او رغاونې څخه عاجزه دي چې په دې برخه کې د کابل ښاروالۍ سرپرست، د يادې ادارې د ملکيتونو رئيس او د اوبو رسولو عمومي رئيس ته بلنه ورکړل شوې وه چې له دې جملې څخه يواځي د اوبو رسولو عمومي رئيس او د کابل زون د اوبو رسولو رئيس حاضر او څرګنده يې کړه چې د هغې ناستې په ترڅ کې چې د سيمې اوسيدونکو سره يې درلوده، ياده ستونزه حل شوې او ژر تر ژره به يې عملي کار پيل شي، مسئولانو د خوشحال خان مېنې د اوسېدونکو د ستونزو په اړه څرګنده کړه چې د يادې سيمې شاوخوا اويا سلنه د اوبو رسولو خدمتونو لاندي دي او په پلان کې ده تر څو د نړيوال بانک په مرسته پاتې سيمې هم تر پوښښ لاندي ونيول شي.په غونډه کې د کمېسيون رئيس د کابل ښاروالۍ د سرپرست او د يادې ادارې د ملکيتونو د رئيس د نه حضور څخه د نيوکې تر څنګ د کابل ښاروالۍ سرپرست په بې کفايتۍ تورن کړ، څرګنده يې کړه چې نوموړي د کابل ښار د درېيمې ناحيې د اوسېدونکو د همغږۍ پرته دوه سوه اتيا مترمربع فرعي سړک تخريب او د يادې سيمې د اوبو رسولو شبکه يې زيانمنه کړي او هم نوموړي د آسيايي پراختيايي بانک څخه د کارته نو سړک پروژې د پلي کېدو په موخه پيسې ترلاسه کړي او ياد سړک يې په غير معياري توګه رغولى دى او همدا راز د سړک جوړونې د يو شمېر غير معياري پروژو څخه هم يادوونه او نيوکه وشوه. د غونډې په بله برخه کې وپتييل شوه چې د ټولګټو وزارت د سړک جوړونې معين او رئيس دي د ننګرهار ولايت د ټولګټو رئيس، د ياد ولايت سکتوري رئيس، او د بهسودو پول د قراردادي شرکت مسئول دي د بهسودو پله پروژې څخه د څارونکي انجنيرانو سره يو ځاى د کابل – جلال آباد د دويم سړک د کار د پرمختګ او د ننګرهار ولايت د بهسودو پله د بي کيفيته رغاونې په اړه چې د درېيو کلونو په تيرېدو سره په غير معياري، بي کيفيته او نامناسب ډول پاى ته رسيدلي او هم يو شمېر غصبګرو د يادو بنسټونو په نه تکميل کې لاس درلود، د کمېسيون يوې غونډې ته حضور راوړي. په پاى کې وپتييل شوه چې د ١٣٩٧ کال کې د هېواد د فرعي سړکونو د بودجې د ترتيب د څرنګوالي په  اړه د کليو د پراختيا او بيا رغاونې رئيس د کمېسيون يوې غونډې ته معلومات وړاندي کړي.

15-Mizan96-Mukhabirat.JPG

د میرمن طیبه زاهدی په مشرۍ د معلولينو او عامه هوساينې د چارو د کمېسيون په غونډه کې د مالي محاسبينو قانون طرحې په اړه بحث او د يو لړ نظريو په وړاندي کولو سره تائيد شوه. د غونډې په بله برخه کې د ملي شورا د غړو او مقر د لا ښه امنيت په اړه بحث وشو او د امنيتي مسئولينو څخه د لازمو وړانديزونو د څرګندولو ترڅنګ وغوښتل شول ترڅو يادو مواردو ته خپله پاملرنه زياته کړي. د غونډې په وروستۍ برخه کې د کابل ښار د شپږمې ناحيې اړوند د سه راهي علاوالدين د خليفه صاحب د کوڅې د اوسېدونکو د عريضې په اړه چې وايي ، د استوګنې د کور تر څنګ يې د غواګانو يو فارم په غير قانوني توګه فعاليت کوي چې د سيمې د اوسېدونکو د زورونې سبب ګرځېدلى ، بحث وشو  او وپتييل شوه چې عريضه دي د حل په موخه کابل ښاروالۍ ته واستول شي.

15-Mizan96-Rifai.JPG

د الحاج محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبايلو، سرحدونو او کوچيانو د چارو د کمېسيون په غونډه کې د لاسليک شويو هېوادونو د مرکزي آسيا د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو انستيتوت د تاسيس د موافقتنامې په اړه بحث او د کمېسيون د غړو له خوا تاييد شوه. همدا راز د غونډې په بله برخه کې د لغمان ولايت د سرخکانو او بابا صاحب ښارګوټو کې د نمرو د وېش په اړه د ياد ولايت د اوسېدونکو او کوچيانو ستونزې وڅېړل شوې ، پرېکړه وشوه تر څو د لغمان ولايت د کډوالو چارو رئيس د موضوع په اړه د کمېسيون راتلونکو غونډو کې څرګندونې وکړي او همدا راز کمېسيون ته په راغلو مکتوبونو او عرض پاڼو بحث او د اجراآتو په موخه اړوندو ادارو ته واستول شوې .

15-Mizan96-Aqwam.JPG

د مولوي غلام محۍ الدين منصف په مشرۍ د تقنيني، عدلي او قضايي چارو د کمېسيون په غونډه کې د محاسبينو قانون طرحې په اړه بحث او وپتييل شوه چې د لا زيات روڼتيا په موخه دي د ماليې او عدليې وزارتونو استازي د کمېسيون يوې غونډې ته تشريف راوړي. همدا راز د ملي شورا د مشرانو جرګې د تلويزيوني شبکې د اساسليک او د دې جرګې د دارالانشا د عمومي رياست د جندر پاليسۍ په اړه بحث او د لا زياتو څېړنو په موخه راتلونکې غونډې ته وځنډول شول.

15-Mizan96-Adli.JPG

د ميرحاتم تره خېل په مشرۍ د ولايتي شوراګانو، مصئونيت او امتيازونو د کمېسيون په غونډه کې د مالي محاسبينو په اړه د جمهور رئيس تقنيني فرمان په اړه بحث او د کمېسيون د غړو له خوا تاييد شو. د غونډې په بله برخه کې د ملي شورا د امنيتي وضعيت په اړه خبرې وشوې، وپتييل شوه چې په راتلونکې غونډه کې دي د موضوع په اړه د ملي شورا د امنيتي چارو رئيس سره خبرې وشي، دغه راز په غونډه کې د مشرانو جرګې د کورنۍ کړنلارې په اړه بحث وشو، او د لا زياتو څېړنو په موخه راتلونکې غونډې ته وځنډول شوه، د غونډې په بله برخه کې راغلو عريضو ته د رسيدګۍ تر څنګ د لغمان ولايت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د ستونزو په اړه خبرې وشوې او وپتييل شوه تر څو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت مسئولان د کمېسيون په راتلونکې غونډه کې د موضوع په اړه څرګندونې وکړي.

د مېرمنې شفيقې نوروز خېل په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسيون په غونډه کې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو د وړاندي کولو معين او د ياد وزارت د نشه يي توکو د غوښتنې د کمښت رئيس د عامي روغتيا، نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت او د ښځو چارو وزارت تر منځ د همغږۍ د څرنګوالي او ځينو نورو مواردو په اړه معلومات وړاندي کړل، ويې ويل د کمو امکاناتو سره سره هر کال شاوخوا شپيته سلنه د روغتيا وزارت بودجه د هېواد په کوچنيانو او مېرمنو لګول کيږي او زياته يې کړه، په ټول هېواد کې د نشه يي توکو د روږدو کسانو له پاره شاوخوا ١٠٧ د درملنې مرکزونه جوړ شوي چې له دې جملې څخه پنځه مرکزونه په کابل کې فعاليت لري، يادو مسئولانو په دي مرکزونو کې د روږدو کسانو د درملنې او رسيدګۍ څخه يادوونه وکړه، خو زياته يې کړه چې دغه نشه يان د يوې مودې وروسته يو ځل بيا په نشه يي توکو لاس پورې کوي. په پايله کې د کمېسيون غړو د اړوندو ارګانونو وغوښتل تر څو د نشه يي توکو د کښت او قاچاق، د روږدو کسانو په راټولولو او درملنې او د اړوندو ادارو تر منځ د همغږۍ په راوړلو کې جدي هڅې وکړي.

15-Mizan96-Zanan.JPG