اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د لندۍ ۲۴ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي د فتر

د۱۳۹۶ کال د  تلې ١١ مه

د مشرانو جرګې د لومړي نايب محمد علم ايزديار په مشرۍ د يادې جرګې د سې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې د درېو عنوانو نړيوالو سندونو د تصديق سربېره، د هېواد د روانو مسايلو په اړه نظريې وړاندې شوې.

11-Mizan96-JAL1.JPG

د افغانستان اسلامي جمهوريت او بي پولي ډاکټرانو تر منځ د ميلمه هېواد موافقتنامه، د شکنجې د منع او ټورو ظالمانه، غير انساني او د سپکاوي ډکو چلندونو او مجازاتو کنوانسيون او د نشه يي توکو قاچاق سره د مبارزې په برخه کې د هېواد د کورنيو چارو وزارت او ازبکستان تر منځ موافقتنامې د نړيوالو چارو کمېسيون او نورو کمېسيونونو تر مطالعې او څېړنې لاندي نيول شوې چې د لطيف خان ژوندي او سيد صفي الله هاشمي له خوا وړاندې او د رايو په اتفاق تصديق شوې.

خو د غونډې په آزادو بحثونو کې سناتورانو د هېواد جمهور رئيس او نورو چارواکو سره د پاکستان د لوي درستيز د کتنې په اړه تبصره وکړه او ويې ويل، که چېرې پاکستان په تيره په خپلو ژمنو عمل نه دي خو د نړيوالې ټولنې فشار او د جګړو په ميدانونو کې د افغان امنيتي ځواکونو سرښندنو دغه هېواد اړ کړي چې افغانستان ته رجوع وکړي او افغان چاراکو ته په کار ده تر څو د دي فرصت څخه مطلوبه ګټه واخلي او پاکستان اړ کړي چې د افغانستان په چارو کې د خپلو لاسوهنو څخه لاس په سر شي تر څو په هېواد او سيمه کې امنيت او سوله ټينګه شي او زياته يې کړه که چېرې پاکستان په خپلو خبرو او کړنو کې رښتيني وي د ترهګرو ځآلي چې په کويټه، پيښور او کراچۍ کې فعاليتونه کوي وتړي او د نړيوالې ټولنې د شرايطو سره سم خبري پيل کړي او وويل شول، اړتيا شته چې افغان حکومت د خبرو تر څنګ د مخالفينو شتون څخه د سيمو په پاکولو په موخه پراخ عمليات د ځمکې او هوا له لارې زياتې کړي.

سناتورانو په خپلو خبرو کې د امريکا د نواداي ايالت لاس و ګاس کې مرګوني بريد په اشارې سره چې ويل کيږي نهه پنځوس تنه وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي وويل، تروريزم مذهب، پوله او جغرافيه نه پيژني بايد د دي شومې پديدي پر وړاندې چې د ټول بشريت دښمنه ده جدي مبارزه وشي.په غونډه کې په داسي حال کې چې د ارزګان ولايت چورې ولسوالۍ او د باميانو ولايت شبير ولسوالۍ کې د ناامنيو څخه يادونه وشوه، وويل شول چې په همدې ورځو کې د ملي اردو ځمکني ځواکونه د هلمند ولايت کې د هېواد د هوايي ځواک له خوا موخه ګرځول شوي چې په پايله کې يې يو شمېر منسوبين شهيدان شوي چې بايد دغه مسله په جدي توګه وڅېړل شي ځکه څووم ځل دي چې ورته اعمال ترسره کيږي.په غونډه کې يو شمېر سناتورانو د ازمايښتي خپرونو د پيل له پاره د مشرانو جرګې تلويزيوي شبکې فعاليت څخه هرکلې وکړ او د دارالانشا د څلرويشت ساته هڅو څخه يې مننه وکړه، ټاکل شوې د ملي شورا د مشرانو جرګې تلويزيوني شبکه په نږدي راتلونکې دي د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلميار، د مجلس غړو او نورو حکومتي مسئولانو له خوا افتتاح کړاي شي.همدا راز يو شمېر غړو د امريکايي پوهنتون د استادې مېرمن بهاره جلالي تويتر پاڼې منسوب د يوې نشريې څخه چې ويل کيږي د نوموړې له خوا خپره شوې چې هزاره ګان جاسوس او مغول تباره دي او بايد مغولستان ته ولاړ شي، سخته نيوکه وشوه او دغه عمل يې د نفاق راوړونکې او ناسم معلومات وبلل، ټينګار يې وکړ چې مسئول چارواکي بايد په دي برخه کې رسيدګي وکړي. دغه راز په غونډه کې يادونه وشوه چې د آريانا هوايي شرکت کورنيو چارو کې د ماليې وزير او کام اير هوايي خصوصي شرکت لاسوهنې د ياد شرکت د کاري بهير د کمزورتيا سبب شوې چې بايد د دا ډول لاسوهنو مخنيوي وشي او د ياد شرکت پياوړي کول چې ملي پانګه ده اقدام وشي.سناتورانو وويل په همدې ورځو کې د بشري حقونو څارونکو په خپل رپوټ کې ويلي چې د ايران سپاه پاسداران په ايران کې افغان کډوال د نړيوالو معيارونو خلاف د سوريې جګړې ته ليږلي او بايد افغان حکومت دغه مسله وڅيړي او د هېواد په داخل او بهر کې د خپلو اتباعو له حقوقو دفاع وکړي.

11-Mizan96-JAL2.JPG

د ارګ او اجراايه رياست چاپيريال کې د بي حده سلاکارانو استخدام زياتوالې او سنا مجلس ته د ياد مورد د جزئياتو په وړاندي کولو ټينګار، د هېواد څلور دېرشو ولايتونو کې د پوليسو ځواکونو د اعاشې او اباتې قرارداد په تجديد ټينګار، د مخالفينو له خوا کندز کې د تيلفوني خدمتونو پريکون، هغو واسطو له پاره د ميکانيزم نشتوالي چې د پنځه کلن جواز درلودونکې دي، د مشرانو جرګې د تلې د پنځمې نېټې د عمومي غونډې د خبر په خپرولو نيوکه چې ويل کيږي په غير متوازنه توګه د مشارنو جرګې د دارالانشا د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست له خوا خپره شوې، د مشرانو جرګې د دارالاشنا د نړيوالو چارو رياست کې په کم کاريو او نيمګړتياو نيوکه او د دارالانشا له خوا يې په حل ټينګار، د روان خصوصي شرکت کې بي نظمۍ چې بهرنيو چارو وزارت ته د مراجعينو د اسنادو او مدارکو د طي مراحلو مسئوليت په غاړه لري، د سيمه ييزو مسئولانو له خوا مرکز ته د ناسمو رپوټونو وړاندي کول، د لومړينو توکو د بيو زياتوالي، قطر کې د طالبانو دفتر د تړلو په اړه اوازې، د جنايي جرمونو زياتوالي څخه اندېښنې، هدفي وژنو، جلال آباد کې د وسله والو تښتونو او غلاو او د يادو مسايلو په مخنيوي ټينګار او په ننګرهار کې د پوليسو زياتوالې، د بهرنيانو له خوا د تلونکو له پاره د مزاحمتونو رامنځته کول چې د ننګرهار هوايي ډګر کې ځآي پري ځاي دي، د پروان ولايت د کوهي صافي او غوربندونو کې د دښمن د خوځښتونو زياتوالي او يادو سيمو کې د وېره اچوونکو د پاکولو له پاره د عملياتو په لاره اچولو ټينګار، د عرب متحده اماراتو کې د افغان زندانيانو د بي برخليکۍ، د ننګرهار صفر دو امنيتي قطعي له خوا د کومتي درېو تنو کارکوونکو وژل او د يادې مسلې په څېړنه ټينګار، د عاشورا مراسمو د امنيت د ټينګښت له پاره د امنيتي ځواکونو څخه تقدير، د سميع الله سميع د تقدير وړانديز چې د معلولانو د خدمت کوونکو د غوره څېرې د پيژندلو سياليو کې يې لومړې مقام خپل کړي او ځينې نور مسايل وو چې مطرح شول.

د بحثونو جمع بندۍ کې د مشرانو جرګې لومړي نايب د امريکا د لاس وګاس ايالت کې مرګوني پېښتې په اشاري سره چې لسګونه تنه  يې وژلي او سلګونه يې ټپيان کړي وويلو بريد چې په هغه ځاي کې وشو وحشتناک او غير انساني دي او هيله مند يو چې د امريکا د تروريستي بريدونو پر وړاندي بي تفاوته پاتې نه شي او د ترهګرو سره د تفاوت پرته پريکنده عمل وکړي. نوموړي د محرم د لسمې د امنيت د ټينګښت په موخه د امنيتي ځواکونو هڅو او دي ځواکونو سره د خلکو د همکاريو څخه قدرداني څرګنده کړه، همدا راز د ملي اردو ځواکونو د چورلکو له خوا هلمند کې د امنيتي يوې پوستې موخه ګرځول د خواشينوونکې عمل وګاڼه او د ياد بريد د عاملينو د مجازاتو، پيژندنې او هر اړخيزه څېړنې د ټينګار تر څنګ د امنيتي ځواکونو د شهيدانو روح او کابل ښار د وروستي ځانمرګي بريد پېښې ته دعا وشوه. همدا راز د ملي يووالي حکومت د مشرانو د سلاکارانو ګمارل يې د دوي واک وباله او زياته يې کړه، اړاتيا شته د سلاکارانو په ګمارنه کې د شايسته سالارۍ اصل په پام کې ونيول شي او له دوي څخه د دندې استحصال ترسره شي نه دا چې د څو تنو د خوښۍ له پاره سلاکاران وګمارل شي.ايزديار د هېواد جمهور رئيس سره د مجلس د ريسانو کمېټې کتنې څخه هم يادونه وکړه او ويې ويل په دي کتنه کې د ملي او نړيوالو مسايلو په اړه خبرې او نظريې وړاندي شوې او هم د هېواد د جمهور رئيس له خوا د مشرانو جرګې د تلويزيوني شبکې د خپرونو د پيل حکم هم لاسليک شو.د مجلس نايب کابل ته د پاکستاني پلاوي د سفر په اړه څرګنده کړه هيله ده چې دا ځل پاکستان لوري صادق وي او د تېر په څېر چلونه ونه کړي، ځکه وليدل شول، هر وخت چې په ياد هېواد نړيوال فشار راشي خبرو ته کيني او په عين حال کې جګړې ته هم زور ورکوي، نوموړي زياته کړه د شک پرته د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر بريد هم د کابل حکومت د ضعيف ښودلو په موخه د افغانستان څخه بهير طرحه شوې وو نو اړتيا ده چې افغان دولت په ټولې هوښيارنې سره خبرې اتري پيل کړي او نبايد د هېواد د امنيتي او دفاعي ملي ځواکونو د رزمي روحيې او انګيزې د کمزورتيا سبب شي.

محمد علم ايزديار د افغانستان د يوه قوم په اړه د پوهنتون استادانو څخه د يوه څرګندونې ناسمې جملې وبللې او د يادو څرګندونو د تصحيح هيله يې وکړه له دي پرته دا ډول څرګندونې مردودي دي او مسئول چارواکي بايد په دي ډول مواردو کې لاس په کار او هيچاته د افغان ورونو قومونو د سپکاوي اجازه ورنه کړي.همدا راز د کورنيو چارو وزارت د قرارداديانو څخه د راغلي شکايت په اړه څرګنده شوه چې په دي برخه کې بېلا بېلې ستونزې شتون لري، پورته شوي غږونه چې د فساد په برخه کې د ملي تدارکاتو کمېټې کې برابري شوي خو مسئولين وايي چې د فساد مخه نيول شوي، په هر حال بايد شته اندېښنو ته د پاي ټکې کيښودل شي، نوموړي د امنيتي مسئولينو وغوښتل چې امنيتي ستونزې د پروان، باميان، ارزګان او ننګرهار ولايتونو کې شته نيمګړتياو ته دي پاملرنه او لازمه رسيدګي وشي.

11-Mizan96-JAL3.JPG

د غونډې رئيس د آريانا افغان هواي شرکت يو تاريخي شرکت او ملي موضوع وبلله او د ملي يووالي حکومت او اړوندو ادارو څخه يې وغوښتل چې ياد شرکت په جدي توګه ملاتړ کړي همدا راز ايران ته د ا فغان کډوالو د ماشومانو او ځوانانو په لېږد يې اندېښنه څرګنده کړه چې په خواشينۍ سره د دوي د بي کورۍ او کډوالۍ څخه ناوړه ګټه اخيستل کيږي او د ځوانانو د فريب سبب ګرځي چې بايد په دي برخه کې د بهرنيو چارو وزارت، د کډوالو چارو وزارت عمل وکړي او د ايراني مسئولنو چارواکو سره په اړيکه کې شي او هم يي يو شمېر مهمې موضوعګاني د څېړنې په موخه د مشرانو جرګې کمېسيونونو ته راجع کړې تر څو چارواکو سره د غونډو په ترڅ کې په بحث کې مطرح شي.