اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د لړم ۱ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د۱۳۹۶ کال د  تلې ١٠مه

د مشرانو جرګې کمېسيونونو نن په بېلا بېلو موضوعګانو غونډې او  بحثونه وکړل.

د حاجي محمد حنيف حنفي په مشرۍ د شکايتونو د اورېدو د کمېسيون په غونډه کې د کابل ښاروالۍ د سلاکارانو څخه د يو تن د وظيفوي ناوړه دندې او د نوموړي له خوا په شنه ساحه کې د لوړپوړيزي ودانۍ د جوړېدو په اړه د کابل ښاروالۍ د بلاکونو د اوسېدونکو شکايت، د پدوله دښتنې په ساحه کې د کورونو د تخريب په اړه د چهلستون د اوسېدونکو شکايت، د بريښنا، د ويشل شويو ملکيتونو د استرداد، د څښاک اوبو د نشتوالي او ځينو نورو مسايلو په اړه د کلاى زمان خان د اوسېدونکو سيمه ييزې ستونزې د کابل ښاروالۍ معين اويوشمير نورو مسؤلينو ، دافغانستان بريښنا شرکت مرستيال او د کابل بريښنا رييس، د اوبو رسولو عمومي رياست مرستيال او د کابل اوبو رسولو رئيس سره مطرح شول.

په غونډه کې د بحثونو وروسته پريکړه وشوه چې د يادو بلاکونو د اوسېدونکو د شکايت په موخه دي د کابل ښاروالۍ سرپرست او د يادې ادارې سلاکار د کمېسيون راتلونکې غونډې ته حاضرشي تر څو دي ستونزې او د کلاي زمانخان د اوسېدونکو د ملکيتونو استرداد ته لازمه رسيدګي وشي او هم د يادې ادارې مسئولان چې د نن ورځې غونډه کې يې حضور درلود د امکاناتو سره سم يې د چهلستون د اوسېدونکو د ستونزو د حل په تړاو د همکارۍ ژمنه وکړه.

همدا راز د بريښنا شرکت او اوبو رسولو مسئولانو ژمنه وکړه چې د مقرراتو په رڼا کې به د کلاي زمان خان د اوسېدونکو شکايتونو ته رسيدګي وکړي.

10-Mizan96-Shikayat.JPG

دغه راز په غونډه کې د سيمه ييزو ارګانونو ادارې د ښارواليو برخې د مسئولانو، د هرات ښاروال او د هرات د ارګ هوټل د مسئول سره د ياد هوټل وي آي پي برخه کې د څلرويشتو ساعتونو له پاره د شلو زرو افغانيو د اخيستو په اړه راغلي شکايتونه مطرح او په اړه يې بحث وشو، يادو مسئولانو د څرګندونو د وړاندي کولو تر څنګ وويل، د شخصي هوټلونو د جواز ورکړې مسئوليت د کسبه ګرو اتحاديې پورې تړاو لري خو د دولتي هوټلونو مسئوليت د اطلاعاتو او فرهنګ او سوداګرۍ وزارتونو په غاړه دي چې بايد د يادو ادارو مسئولان د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه وړاندي کړي چې له امله يې کمېسيون وپتييله چې دغه مسله دي په راتلونکې ناسته کې د اړوندو مسؤلانو سره وڅېړل شي.

د غونډې په پاي کې د عدليې وزارت د تدارکاتو رئيس د نيمروز ولايت د عدليې رياست د رغاونې په اړه معلومات وړاندي کړل او ويې ويل، د يادې ودانۍ د داوطلبۍ چارې به تر يوې اونۍ تکميل او ورسته به د يادې ودانۍ عملي کار پيل شي.

د محمد هاشم الکوزي په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنيت د کمېسيون په غونډه کې د کورنيو چارو وزارت د سرحدي پوليسو اداري رييس مل پاسوال محمد عيسي افتخاري او د هرات ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو مدير عبدالواحد ايزديار د خپلو يو شمېر کاري چارو په ا ړه د سناتورانو پوښتنې ځواب کړي.

په پيل کې د هېواد د سرحدي پوليسو اداري رييس د څرګندونو د وړاندې کول تر څنګ وويل، چې د روان کال د مرغومي تر وروستيو به د هېواد سرحدي ځواکونه چې شاوخوا شل زره تنه کيږي د خپلو وسلو او واسطو سره ملي دفاع وزارت ته انتقال شي چې په دي برخه کې د ګمارل شوي کمېسيون له خوا د ولسمشر د فرمان سره سم په کلکه کار روان دي، خو د هوايي ډګرونو د امنيت نيول د پخوا په شان د کورنيو چارو وزارت له خوا نيول کيږي.نوموړي د نشه يي توکو قاچاق سره د مبارزې، تخريبي وسايلو، د ټپيانو د انتقال او درملنې، اداري فساد سره د مبارزې د څرنګوالي او د يادې ادارې د اصلاحي طرحو په اړه د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه وړاندي کړل، خو کمېسيون د نوموړي څرګندونو د قناعت وړ ونه ګڼلي او ټينګار يې وکړ چې په راتلونکې ناسته کې دي د ياد بنسټ رييس ارکان د سناتورانو پوښتنې ځواب کړي.

 دغه راز عبدالواحد ايزديار د خپلو کاري چارو په برخو کې د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړل او ويې ويل، لسګونه تنه قاچاق وړونکې د نشه يي توکو په تړاو نيول شوي او په زندان کې دي او د تيزابو په ګډون د نشه يي توکو ګڼ شمېر مواد چې د نشه يي توکو د جوړولو په موخه ترې ګټه اخيستل کيږي د امنيتي ځواکونو له خوا کشف او ضبط شوي چې يو شمېر يې سوځول شوي هم دي او زياته يې کړه چې په ټوليز ډول هرات کې شپيته زره تنه په نشه يي توکو روږدي دي چې د حکومت سربېره يو شمېر خصوصي کلينيکونو کې هم په نشه يي توکو روږدي کسان درملنه کوي چې بايد د کلينيکونو په ډېرښت او نورو برخو کې لازمه پاملرنه وشي.

10-Mizan96-Dfai.JPG

د کميسيون مرستيالې مېرمن ليلما احمدي په مشرۍ د ديني، کلتوري، پوهنې او د لوړو زدکړو چارو د کمېسيون په غونډه کې د قلعه فتح الله سيمه کې ځانمرګې بريد هغه هم د څارويو په واسطه چې د څو تنو ماتم کوونکو ژوند يې واخيست، په کلکو ټکو وغندل شو او د هېواد په بېلا بېلو څنډو کې د محرم د لسمې د مراسمو ترسره کولو څخه چې د ورورولۍ پيغام يې لره، هرکلې وشو. د غونډې په بله برخه کې د نشه يي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان اسلامي جمهوريت د کورنيو چارو وزارت او ازبيکستان جمهوريت تر منځ موافقتنامه د مطالعې وروسته تاييد شوه.

10-Mizan96-Farhangi.JPG

د مولوي غلام محۍ الدين منصف په مشرۍ د تقنيني، عدلي او قضايي چارو د کمېسيون په غونډه کې د مالي محاسبينو قانون په اړه د جمهور رئيس ٢٥١ ګڼه تقنيني فرمان په اړه بحث وشو او وپتييل شوه چې د عدليې او ماليې وزارتونو د کارپوهانو نظريې او ليدلوري دي د کمېسيون د تلې د پنځلسمې نېټې د شنبې ورځې په ناسته کې واوريدل شي.

 د غونډې په بله برخه کې د نشه يي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان اسلامي جمهوريت دکورنيو  چارو وزارت او ازبيکستان جمهوريت تر منځ موافقتنامه مطالعه او د بحث پاتې برخه د کمېسيون راتلونکې ناستې ته وځنډول شوه.

10-Mizan96-Adli.JPG

د مېرمنې شفيقې نوروز خېل په مشرۍ د ښځو چارو، مدني ټولنې او بشري حقونو د کمېسيون په غونډه کې د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت او بي پولې ډاکټرانو تر منځ د ميلمه هېواد موافقتنامه د مطالعې وروسته د  غړو له خوا تاييد شوه.

10-Mizan96-Zanan.JPG

د الحاج محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبايلو او سرحدونو د چارو د کمېسيون په غونډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت او بي پولي ډاکټرانو تر منځ د ميلمه هېواد د موافقتنامې د تاييد سربېره، د مشرانو جرګې د دارالانشا د عمومي رياست د کورنيو يو شمېر کړنلارو په اړه بحث او لازمې پريکړې وشوې.

د غونډې په بله برخه کې د کمېسيون غړو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څخه د څارنې سازمان د رپوټ خپرولو څخه خپلې اندېښې چې په کې ويل شوي دي د ايران امنيتي ځواکونه افغان ځوانان د سوريې جګړې ته ليږي، څرګنده کړه او د ايران حکومته يې وغوښتل تر څو د دوي د لېږد څخه ډډه وکړي او وويل شول چې د افغانستان حکومت بايد د خپلو اتباعو حقوقو د هېواد څخه بهر په پام کې ونيسي او د غه موضوع د ديپلوماتيکو لارو وڅيړي.

10-Mizan96-Aqwam.JPG

د نثار احمد حارس په مشرۍ د معلولينو او عامه هوساينې د چارو د کمېسيون غوڼدې په هېواد کې د محرم د لسمې د مراسمو د امنيت د ټينګښت په موخه د امنيتي ځواکونو د مېړانو او اتلوليو څخه د تقدير تر څنګ د ماسټرۍ پروګرامونو، دولتي او خصوصي لوړو زدکړو موسسو او د بهرنيو هېوادونو تحصيلي بورسونو ته د معلوليت لرونکو، نابينايانو او د شهيدانو د وارثانو د نه ګډون په اړه د يادې شورا له خوا راستول شوې عريضې او يو لړ ستونزې د لوړو زدکړو وزارت معين او يو شمېر ريسانو او د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت د شهيدانو چارو د معينيت سرپرست سره په بحث کې مطرح شوې.

ورپسې د لوړو زدکړو وزارت علمي معين په دي اړه وويل، ټولې تحصيلي بورسيې چې د هېوادونو له خوا دي وزارت ته ورکول کيږي، د بورسيو د کړنلارې او د هر ولايت د وګړو سره سم ويشل کيږي او د افرادو د پيژندې په برخه کې اقدام کيږي خو د معلولو افرادو د ونډې په برخه کې د لوړو زدکړو وزارت رول نه لري بلکې د معلوليت لرونکو افرادو د حقوقو او امتيازونو قانون سره سم د دوي ونډه په سلو کې اووه سلنه ده او په ليکلي ډول د کار، ټولنيزو چارو او شهيدانو او معلولينو وزارت څخه غوښتنه کيږي تر څو په شرايطو برابر کسان معرفي کړي، ورپسې د ياد وزارت له خوا د وړاندي شويو نوملړ سره سم راتلونکې اجراات کيږي خو په عمومي کانکور کې د معلولينو او شهيدانو د وارثانو له خوا هيڅ کوم خنډ نه شته او دوي کولا‌ى شي د کانکور د نورو داوطلبانو په شان ازموينه کې ګډون وکړي.

نوموړي زياته کړه، په دي وروستيو کې د لوړو زدکړو د دوام، ليليو کې د ګډون او د اړوندو لايحو او کړنلارو په کتو سره نورو تحصيلي پروګرامونو کې د لار موندنې په موخه د معلوليت لرونکو او شهيدانو د وارثانو له پاره د جمهوري رياست د عالي مقام د لارښوونې او د لوړو زدکړو وزارت د مشرتابه د ځانګړې پاملرنې له مخې د پام وړ اسانتياوې په پام کې نيول شوي چې په نهايي کېدو سره به د لازمو او هر اړخيزو مرستو او همکاريو شاهدان  و اوسو.

10-Mizan96-Rifai.JPG

په پاي کې د لوړو زدکړو وزارت علمي معين په خصوصي لوړو زدکړو موسساتوکې د شته يو لړ ستونزو  دمنلو ترڅنګ غونډې ته وړانديز وکړ تر څو يو پلاوى د دوو تنو سناتورانو او د کار او ټولنيزو چارو وزارت د واکمنو استازو په ګډون وګمارل شي تر څو د لوړو زدکړو وزارت مشرتابه معلوليت لرونکو افرادو ته لازمې زمينې برابري کړي او هغه ستونزې چې د دوي په لاره کې دي وڅيړي او په حل کې يې لازم اقدام وکړي.

د غونډې په جمع بندۍ کې د کمېسيون رييس دولتي او خصوصي تحصيلي بنسټونو کې د تحصيلي کيفيت د لوړولو په برخو کې د لوړو زدکړو وزارت د ځينو مسئولينو د فعاليتونو د تقدير تر څنګ ټولو دولتي ادارو او په ځانګړې توګه خصوصي لوړو زدکړو موسسو کې د معلوليت لرونکو افرادو او د شهيدانو د وارثانو د حقوقو او ا متيازونو قانون د غوره پلي کېدو ټينګار وکړ او د لوړو زدکړو وزارت کې د معلوليت لرونکو افرادو د ستونزو د پيژندلو او څېړنې په موخه د پلاوي د ګمارلو او د يادو ستونزو ته دحل لارو د موندو څخه هرکلې وکړ.