اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د لندۍ ۲۴ مه٬ ۱۳۹۶ ل

 د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۶ کال دتلې ٨ مه

د مشرانو جرګې دويم نايب ډاکټر محمد آصف صديقي نن د لوګر ولايت د دارالمعلمين د يو شمېر استادانو شکايتونه واوريدل.

په دي کتنه کې چې يو شمېر سناتورانو هم حضور درلود يو تن د نورو په استازيتوب خبرې وکړي او ويې ويل د لوګر ولايت د دارالمعلمين رييس چې مخکې يي په ارزګان ولايت کې دنده ترسره کوله، د اداري فساد په تور څارنوالې ته معرفي شوۍ ؤ خو سره  له دي هم يو کال کيږي چې په لوګر ولايت کې ګمارل شوي او د دي تر څنګ چې مديريتي نيمګړتياوې لري د شته لايحې خلاف يې د دارالمعلمين علمي شورا لغوه او د ديپارتمنتونو د آمريتونو بستونوته يې د منظورۍ د اخيستو په موخه داسي کسان معرفي کړي دي چې په شرايطو برابر نه دي چې له دي کار سره د يو شمېر استادانو معنوي حقوق ترپښو لاندې شوي او علمي ترفيع ګانې يې نه دي اجرا شوي.

د مشرانو جرګې دويم نايب د يادو شکاياتونو د اورېدو وروسته، د لوګر ولايت د دارالمعلمين استادانو سره ژمنه وکړه چې په دي اړه به د پوهنې وزارت اړوند مسئولينو سره په اړيکه کې شي.

د يو بل خبر له مخې د مشرانو جرګې دويم نايب د پکتيا ولايت د سناتور په شتون کې د ياد ولايت د يو شمېر اوسېدونکو ستونزې واورېدې.

دوي د خبرو په ترڅ کې يو شمېر ولسواليو کې د نامنيو د زياتوالي، د مواصلاتي لارو د کرېړ، د روغتيايي مرکزونو د جوړېدو او پياوړتيا، د پوهنې وضعيت ته د پاملرنې او په خپلو سيمو کې د بيځايه شويو ستونزو ته رسيدګي او د وېره اچوونکو راتګ څخه د مخنيوي په موخه د سرحدي ځواکونو د پياوړي کولو څخه يادونه وکړه، او د مشرانو جرګې د پاملرنې غوښتونکي شول.

ډاکټر صديقي يادې ستونزې موجه وبللې او له دوي سره يې ژمنه وکړه چې د پکتيا ولايت شته ستونزې به د مشرانو جرګې د ځانګړو کمېسيونونو له لارې وڅاري.