اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د لندۍ ۲۴ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٦ کال د تلې د مياشتې اتمه

د مشرانو جرګې يو شميرکمېسيونونو نن په بېلا بېلو موضوعګانو بحثونه وکړل.

د الحاج محمد حنيف حنفي په مشرۍ د شکايتونو د اورېدو د کمېسيون په غونډه کې د هېواد د بېلا بېلو ولايتونو د ځينو ريسانو پرله پسې شکايتونه دا چې د سي بي آر بهير له لارې مياشت مخکې بريالي شوي دي خو اسناد يې تر دې دمه وروستي شوي نه دي او د ځينو مسئولانو د سليقوي علايقو په لمخې ولايتونو ته د دوي منظورئ نه دي استول شوې، دغه راز د آزادي سيالۍ د ازموينې د ورکړې پرته د هېواد د بندرونو د يو شمېر کارکوونکو د مقررۍ موضوع او د آزموينې د اخيستو پرته د ولسوالانو د سرپرستۍ موضوع باندې خبرې وشوې، وپتييل شوه چې د اداري اصلاحاتو د خپلواک کمېسيون رييس، د سيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې رييس او د ماليې وزارت معين دي د تلې د مياشتې د دولسمې نېټې په غونډه کې د ديادو موضوعاتو په اړه څرګندونې وکړي.

د غونډې په بله برخه کې د فراه ولايت کې  ددولتي ځينو سيمو د غصب او ځمکو د وېش په اړه د خلکو پرله پسې شکايتونه او د ښار داخل کې د سړکونو د رغاونې کيفيت د څرنګوالي او بيا رغاونو په اړه خبرې وشوې، وپتييل شوه تر څو د سيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې  ادارې دښارواليو معين، د فراه ولايت ښاروال او د سرحدي ځواکونو د عمومي قوماندانۍ مرستيال دي د شيخ ابو نصر فراهي اته اويا ميل بندر کميسار سره يو ځاي د روان کال د تلې د څلرويشتمې نېټې په غونډه کې د موضوع په اړه معلومات وړاندي کړي.

8-Mizan96-Shikayat.JPG

همدا راز په غونډه کې د هېواد د بندرونو د کارکوونکو د څو مياشتو معاشونو د نه اجرا او بي برخليکۍ څخه راغلي شکايتونه دا چې ويل کيږي د بندرونو اداره چې مخکې د سوداګرۍ وزارت پورې تړلي وه په دي وروستيو کې د جمهوري رياست د مقام د حکم له مخې ماليې وزارت پورې تړل شوې چې موضوع د سوداګرۍ وزارت د معين، د ماليې او سوداګرۍ وزارتونو د بشري سرچينو د ريسانو او نورو مسئولانو سره په بحث کې مطرح شوه چې د سوداګرۍ وزارت معين د ماليې وزارت ته د بندرونو ادارې د يو ځاي کېدو مراحلو د طي کولو چارو کې د ماليې او سوداګرۍ وزارتونو د مسئولينو نيمګړتياوې او ناتواني ومنله، ژمنه يې وکړه تر څو په يوې راتلونکې اونۍ کې د ماليې او سوداګرۍ وزارتونو سره په هوکړه موضوع طي مراحل او د دي ادارې تشکيل تکميل کړي او د خپلو اجرااتو څخه به کميسيون خبر کړي.

 ورپسې د کمېسيون غړو د دولتي مامورينو اقتصادي وضعيت ته په پاملرنې سره ياده موضوع غير موجه وبلله او ټينګار يې وکړ په هغه صورت کې چې د يوې اونۍ په ترڅ کې دي ستونزې ته رسيدګي ونه شي، کمېسيون به د بندرونو د کارکوونکو د معاشونو په اجرا کې د ځنډ علت د رسنيو په حضور خلکو سره شريک کړي.

 د غونډې په بله برخه کې د نيمروز ولايت د عدليې رياست ودانۍ د رغاونې د ستونزو په اړوند د ماليې وزارت د تدارکاتو رئيس په نه راتګ نيوکه وکړه، پريکړه وشوه تر څو نوموړې د کمېسيون په راتلونکې کې غونډه کې څرګندونې وکړي.

د مولوي غلام محۍ الدين منصف په مشرۍ د تقنيني، عدلي او قضايي چارو د کمېسيون په غونډه کې د قباله جاتو د ثبت او اجرا د رئيس او د ځمکوالۍ د خپلواکې ادارې د پاليسۍ او پلان د رئيس په ګډون د استملاک قانون په اړه مشورتي بحثونه وشول او د ياد قانون ځينو مادو کې د يو لړ تعديلونو تر څنګ د کمېسيون د غړو خپلې نظريې اړوند کميسيون ته واستولۍ .

د غونډې په بله برخه کې د مالي محاسبينو قانون په اړه د جمهور رئيس تقنيني فرمان مطالعه او د تاييد وړ وګرځيد، په پاي کې د استملاک قانون په تړاو د مشورې په موخه د عدليې وزارت او کابل ښاروالۍ د استازو په نه حضور سخته نيوکه وشوه.

8-Mizan96-Adli.JPG

د الحاج ډاکټر محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبايلو، سرحدونو او کوچيانو د چارو د کمېسيون په غونډه کې د پکتيا ولايت د جاني خېلو ولسوالۍ د بل خيلو قوم د مشرانو شکايت دا چې د ځمکې په سر يې د صبري قوم سره ستونزه درلوده خو د خوست، پکتيا او پکتيکا  د قومونو او مشرانو او د يوناما په منځګړيتوب حل شوې وه، څرګنده شوه چې د دوو قومونو په سرحد کې دي د ملي پوليسو پوسته جوړه او هوکړې ته ورسيدل خو په دي وروستيو کې د کمپاين په نامه امريکايي ځواکونو چاپه واچوله او د پوستې پوليسو ټولې وسلې يووړې او د کلي بي ګناه وګړي يې هم د ځان سره بيوليدي، د کمېسيون غړو يادې ستونزې واوريدې او پريکړه يې وکړه چې حکومت او په ځانګړې توګه امنيتي ارګانونه دي د بي ګناه خلکو په خوشي کولو او د پوستې د بيا فعاليت په اړه ګامونه پورته کړي تر څو د راتلونکو ستونزو مخه ونيول شي.

 همدا راز د مشرانو جرګې د يوولس عنوانه کورنيو کړنلارو په اړه چې د دارالانشا د تسويد او تدقيق کمېټې له خوا نهايي او کمېسيونونو ته د نظريو او وړانديزونو په موخه راستول شوي وو، بحث او مطالعه شول، دا چې يادو کړنلارو زياتو لوستو ته اړتيا درلوده د کمېسيون راتلونکو غونډو ته وځنډول شول تر څو په اړه وروستۍ پريکړې وشي.

8-Mizan96-Aqwam.JPG

 د غونډې په بله برخه کې د کمېسيون غړو دکابل ښار د قلعه فتح الله سيمې يوې تکيه خانې کې ترسره شوې ځانمرګې بريد چې له امله يو شمېر هېوادوال شهيدان او ټپيان شول په سختو ټکو وغنده او زياته يې کړه چې ترهګر خپلو موخو ته د رسيدو له پاره عام وګړي، مقدس ځايونه او تکيه خاني موخه ګرځوي چې د دوي دغه کړنې ديني ضد او بشري ضد جنايتونه ثابتوي، د مذهبونو يووالي او د افغانسان د خلکو پيوستون په نړۍ کې د يوې نمونې په شان ګڼل کيږي او ترهګر بايد پوه شي چې د دوي ديني ضد او بشري ضد اعمالو ترسره کول د افغانستان  د مسلمانانو په يووالي او همغږۍ منفي اغيزه نه کوي، بلکې لا يۍ ورور ګلوئ پياوړې کيږي.