اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د لړم ۱ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٦ کال د تلې څلورمه نېټه

د مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې د ټاکنوخپلواک کمېسيون د دارالانشاء رييس د راتلونکې کال د ټاکنو د جوړېدو په اړه معلومات وړاندي کړل.

4-Mizan96-JAL1.JPG

په غونډه کې د ياد کمېسيون د دارالانشاء د ریيس امام  محمد وريماچ څخه سناتور محمد حسن هوتک او نورو غړو د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو د ترسره کیدو په موخه د مناسبو بسترونو د نشتوالي، د ټولټاکنو مرکزونو د امنيت د ټينګښت او د بودجې د تمويل، د یاد کمېسيون د غړو او د ټاکنيزو کمېسيونونو تر منځ د همغږئ نشتون، ناامنو سيمو کې د راي ورکونې مرکزونو د ارزونې د څرنګوالي، د کمېسيون پر غړو د حکومت اغيز، د وسايلو قراردادونو کې لاسوهنې، د اروپايي اتحاديې لخوا مرسته شويو وسايلوکې دلاس وهنو په اړه ګنګوسې او ځينو نورو مواردو په اړه يو لړ پوښتنې مطرح شوې.

 ورپسې امام محمد وريماچ  په خپلو خبرو کې وويل: ټولټاکنې يوه ملي پروسه ده، او د ټولو خلکو، حکومت، سياسي حزبونو، مدني ټولنو او رسنيو همکارۍ ته اړتيا لري چې سل ګونه د رايې ورکونې مرکزونو د کړنو پايلې د جي پي اس او جي آي اس سيستمونو له لارې تر ارزونې لاندي نيول شوي دي چې دوه دېرش ولسوالۍ د لوړ امنيتي ګواښ په نسبت له دي بهير پاتې دي چې د حل لارو د موندلو او ارزونې په موخه يې هڅې رواني دي.

وريماچ زياته کړه، د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټولټاکنو د جوړېدو نېټه د راتلونکې کال د زمري شپاړسمه له هغې وروسته وټاکل شوه چې حکومت او نړيوالې ټولنې د بودجې او نورو اړتياو پريکنده ژمنه وکړه چې زموږ د کړنو په جريان کې د کمېسيون غړو تر اوسه ٣٤ پريکړې په بېلا بېلو برخو کې صادري کړي دي او د دوي تر منځ د نظريو اختلافونه به هيڅکله د کاري بهير خنډ نه شي.

نوموړي د ټولټاکنو د اړتيا وړ وسايلو د قرارداد په اړه وويل چې د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون تخنيکي ټيم، د کانکور جوړونې ادارې او د نفوسو د احوال د ثبت ادارې چې د دي وسايلو څخه دوي هم په خپل وخت سره ګټه اخيستې شي، دي پايلې ته ورسيدل چې د رايې ورکونې د روڼوالي په موخه د ملي تدارکاتو کمېټې له لارې ٤٥٠٠ د بايمتريک دستګاوې په مقيد ډول وپيرل شي چې په پيل کې ديارلسو کمپنيو تياري څرګند کړ خو د وړانديزونو (آفر) پرانيستې په ورځ يوه کمپنۍ حاضره شوه تر څو ياد وسايل برابر کړي چې ديادې کمپنۍ اسناد تر اوسه ترڅيړنو لاندي دي او کوم قرارداد له دوي سره نه دي لاسليک شوې.

4-Mizan96-JAL2.JPG

نوموړي د ټولټاکنو مرکزونو د امنيت د ټينګښت او د اړوندو ارګانونو او خلکو د مسئوليت د څرنګوالي په اړه هم څرګندونې وکړي او ويې ويل چې د رايې ورکوونکو نوملړدچمتو والي وروسته  به راي ورکونې پرته له يو مرکز څخه  ونشي کولاي چي نورو مرکزونو کې راي وکاروي او هم به پخواني د رايې ورکونې کارتونه باطل او موقت کارتونه به وويشل شي، نوموړي زياته کړه چې د پخوانيو غړو څخه د کمېسيون اړوند ټول موټر او وسايل راټول شول او د ناوړه ګټې اخيستنې په برخه کې د دارالانشاء درییسانو څخه د يوه تن رييس غږيز پيغام  د څېړنو په موخه د هېواد د لويې څارنوالې ادارې ته استول شوئ دي.

نوموړي د ټاکنو حوزو دکوچني (د يوې څوکۍ) کېدو په اړه وويل، شاوخوا څلور مياشتې وړاندې د دولسو ولايتونو د ټاکنيزو حوزو د کوچني کولو طرح کابينې ته واستول شوه خو تر اوسه د حکومت او يا کمېسيون له خوا وروستۍ پريکړه نه ده شوې خو داسي ښکاري چې دغه پريکړه د ټاکنو د اعلام شوې نېټې او وخت د کمښت له مخې عملي اړخ نه لري.

د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار په اوسنيو شرايطو کې د هېواد په دولسو ولايتونو کې د دې ډول طرحې پلي کول دوه ګونې چلند وباله او ويې ويل د هېواد اوسنيو شرايطو ته په پام نبايد ياده طرحه پلې شي او که چېرې حکومت او يا کمېسيون يې اراده ولري بايد د انتخاباتي حوزو دکوچنيوالي طرحه په ټول هېواد کې عملي شي.

محمد وريماچ د مشرانو جرګې له رئيس څخه وغوښتل تر څو ددې جرګې يو کمېسيون ته دنده وسپاري چې د ټولټاکنو خپلواک کمېسيون سره همکاره وي ترڅو دستونزو دحل او د کاري چارو د ښه والي په موخه خپل نظريات، وړانديزونه او مشورې وړاندي کړي چې د تقنيني، عدلي او قضايي چارو کمېسيون په دي موخه وروپيژندل شو.

سناتور انجنيرحسيب الله کليمزي بيا په دې اړه يوه بله طرحه وړاندې کړه  دا چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټولټاکنې د ١٣٩٧ کال په چنګاښ کې په لاره اچول کيږي او د ولايتي شوراګانو ټولټاکنو سره څو محدودي مياشتې او د جمهوري رياست ټولټاکنو سره يو کال فاصله لري، نو که ټولې ټاکنې په يوه وخت يعنې د ١٣٩٧ کال په چنګاښ کې ترسره شي د هېواد له پاره به د اقتصادي، سياسي او امنيتي پلوه د پام وړ ګټورې تمامي شي ځکه د هرو څو مياشتو وروسته د ټاکنو په لاره اچول د ستونزو او د لګښتونو ډک تماميږي چې ځينو غړو ورسره خپل مخالفت څرګند کړ.

دغه راز په غونډه کې د آسيايي هېوادونو د پارلمانونو ټولنيزو او فرهنګي چار په اړوند د دايمي کمېټې په ناسته کې د مشرانو جرګې د پلاوي رپوټ چې بوتان هېواد کې جوړ شوې وو د سناتور ګل احمد اعظمي له خوا وړاندي شو.

په رپوټ کې راغلي وو چې دغه ناسته د بوتان د لومړي وزير او د ياد هېواد د مشرتابه پلاوي له خوا پرانيستل شوه چې د بحثونو وروسته لاندي پريکړه ليکونه تصويب شول:

د فرهنګي پرمختيا داقداماتو پريکړه ليک، د اړيکو او معلوماتي تکنالوژۍ له لارې آسيايي اتحاد، آسيا کې د کډوالو کارګرانو د حقوقو ملاتړ او رواجول، د نړۍ مذاهبو تر منځ د بين الاعتقادي او همغږۍ ،آسيا کې د نشه يي توکو غير مجاز قاچاق سره د مبارزې ګټوره همکارۍ، سياسي چارو کې همکاري، د (اي پي اي) او آسيايي مجلسونو تر منځ تعامل.

همدا راز په رپوټ کې راغلي چې په دي اجلا س کې د برما هېواد کې د مسلمانانو دقتل عام ، تروريزم او نشه يي توکوسره مبارزه، اروپايي هېوادونو ته د ځوانانو د کډوالۍ، د اقليم د بدلون او ځينو نورو مسايلو په اړه بحثونه وشول او د دي تر څنګ د افغانستان پارلماني پلاوي د دي اجلاس په څنډه کې د ايران، کويټ، بنګلديش، بوتان او پاکستان هېوادونو پارلماني پلاويو سره د علاقي وړ موضوعګاني تر بحث لاندي ونيولي.

4-Mizan96-JAL3.JPG

دغه راز د غونډې په آزادو بحثونو کې ګرمسير سيمو او په ځانګړې توګه لغمان ولايت کې د کتابونو او مسلکي ښوونکو د کمښت څخه يادونه وشوه، وويل شول چې دغه ولايت د درسي کتابونو او مسلکي ښوونکو کمښت سره مخ دي، بايد د پوهنې وزارت يادې موضوع ته ځانګړې پاملرنه وکړي او هم د نن ورځې په ناسته کې د مرکزي آسيا سيمه ييز اقتصادي همکاريو انستيتوت د تاسيس موافقتنامه غونډې ته معرفي او د تدقيق په موخه ځانګړي کمېسيون ته راجع شوه.