اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د لړم ۱ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۶ کال د تلې ٣ مه

د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم يار نن په کابل کې د اروپا اتحاديې د نوي سفير ښاغلي ميادون پير سره د ملي شورا په مقر کې د پيژندګلوۍ کتنه وکړه.

په دي کتنه کې چې د نړيوالو چارو د کمېسيون رئيس لطيف خان ژوندي، د پارلمان يو شمېر غړو او د مشرانو جرګې د دارالانشا لوي رئيس هم حضور درلود، د پارلمانونو تر منځ د اړيکو د ټينګښت او د پارلماني پلاوو د تګ راتګ، د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو، د افغانستان او اروپایې اتحاديې تر منځ د صادراتي فرصتونو او هم د افغانستان د راتلونکو ټولټاکنو په اړه خبری شوې.

ښاغلي ميادون پير همدا راز له افغانستان سره د اروپايې اتحاديې د لا زياتو مرستو او پاملرنو څخه ډاډ ورکړ او څرګنده يې کړه چې د اروپایې اتحاديې سفارت به په دايمي توګه په افغانستان کې فعال وي او د دي اتحاديې د ځانګړي استازي له لارې به سيمه ييز مسايل څيړل کیږي.

نوموړي د افغانستان دټولټاکنودخپلواک کمیسیون په تخنيکي برخه کې د اروپا اتحاديې پر همکاريو اومرستود ټينګار تر څنګ،د مشرانو جرګې د رئيس څخه وغوښتل چې اروپایې اتحاديې ته ستاسود سفر په مهال به د ځينو پارلماني مهمو مسايلو په اړه دیو اوبل نظريې واوریدل شي.

3-Mizan96-MUL1.JPG

د مشرانو جرګې رئيس افغانستان سره د اروپا اتحاديې د ګټورو مرستو څخه مننه وکړه، ويې ويل چې د هیواد په بېلا بېلوسکتورونواو په ځانګړې توګه د کانونو د استخراج په برخه کې د پانګونې زمينې برابري دي او هيله لرو چې د اروپا اتحاديې پانګوال له دي فرصته ګټه واخلي.

د مشرانو جرګې رئيس همدا راز د سولې او ثبات او ديموکراسۍ بهير د لاپياوړتيا په برخه کې د افغانستان او اروپا اتحاديې تر منځ د پارلماني پلاويو تګ راتګ ګټوروباله او ويې ويل چې مشرانو جرګه تل د په وخت ټاکنو پر جوړېدو ټينګار کړي دي او تل د رڼو او عادلانه ټاکنو د په لاره اچولو غوښتونکې ده او ټاکل شوې د جرګې راتلونکې عمومي غونډه کې د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون له مسوولانوسره خبرې اترې ولرو او زموږ په راتلونکو ټاکنو کې د اروپا اتحاديې تخنيکي مرستې ګټورې دي.

په پاي کې د مشرانو جرګې رئيس وړاندي وکړ چې يو شمېر اروپايي هېوادونه په افغانستان کې سفارت خاني نه لري او زموږ هېوادوال د رسمي سفرونو په وخت د ويزې د ترلاسه کولو په موخه له ستونزو سره مخ وي که چيرې پدي برخه کړنې ترسره شي ګټور به وي، د اروپا اتحاديې سفير ډاډ ورکړ چې دغه مسله به د اروپا اتحاديې په ناسته کې مطرح کړي.