اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د لړم ۱ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٦ کال د تلې لومړۍ نېټه

دمشرانوجرګې رییس فضل هادی مسلم یارنن به یوه بیله کتنه کی دځوانانو دروزنیزپارلمان دغړو ستونزې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له سرپرست پوهاند محمدرسول باوري سره شریکې کړې.

پدې کتنه کې چې دمشرانوجرګې ددارالانشاءلوی رییس سیدحفیظ الله هاشمی،دځوانانوچارومعین،دځوانانودروزنیزپارلمان رییس اودملګروملتونو دپراختیایی پروګرام استازي هم ګډون درلود، فضل هادی مسلم یاردخپلوخبروپه ترڅ کې په مختلفوبرخوکې دځوانانو رول رغنده او مهم وګاڼه او دځوانانو دروزنیزپارلمان په  راتلونکوپروګرامونو په میکانیزم، دځوانانو ددي روزنیز پارلمان  کمیسیونونوته دحکومتي چارواکود ګډون څرنګوالی،دحکومت دبشپړ ملاتړاو د دیاد پارلمان دغړو دامنیت دټینګښت په موخه باید اړینې کړنې ترسره شی اوهم یی تاکید وکړه چی داطلاعاتو اوکلتو وزارت دې هم په دې اړه خپل مسؤلیتونه ترسره کړي.

1-Mizan96-MUL5.JPG

فضل هادي مسلم یار همدارازژمنه وکړه چی دځوانانو دروزنیزپارلمان دغړو ستونزې به په خپله دحل په موخه دهیواد ولسمشرسره شریکې کړي.

په پای کې پریکړه وشوه چی دمشرانوجرګې ددارالانشا‌ء دلوی رییس سیدحفیظ الله هاشمی،دځوانانوچارومعین ډاکټرکمال سادات،دځوانانو دروزنیزپارلمان درییس آغا محمد قریشی اودملګروملتونو دپراختیایی پروګرام ددفتراستازی ډاکټرنورمحمد مراد په ګډون دې یوه کمیټه جوړه شي تر څو ستونزې اوفرصتونه په ګوته او دحل لارې دې وړاندې کړي.

د مشرانو جرګې دويم نايب ډاکټر محمد آصف صديقي نن د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالۍ د يو شمېر سپين ږيرو شکايت واوريد.

په دي ناسته کې د نورو په استازيتوب څو تنو خبرې وکړې او د خپلو سيمو د امنيت د ټينګښت او پراختيايي پروژو په پلي کېدو يې د ټينګار تر څنګ وويل چې د محمد آغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې زرګونه جريبه ځمکه چې د دولت ملکيت دی د څو تنو غاصبينو له خوا غصب شوې او سره له دي چې  د يادو ځمکو د استرداد په اړه د درې ګونو محاکمو لخوا حکم صادر شوې  مګر تر اوسه مسئولينو هيڅ راز اقدام نه دي کړي، دوي د محمدآغې ولسوالۍ امنيه قوماندان، يو شمېر امنيتي منسوبين او د ولسوالۍ د حقوقو مدير غاصبينو سره په همکارۍ تورن کړ.

1-Mizan96-MUL2.JPG

ډاکټر صديقي د يادو ستونزو د اورېدو وروسته له دوي وغوښتل تر څو خپله عريضه د مشرانو جرګې مقام ته ترتيب کړي او هم يې ژمنه وکړه چې په دي برخه کې د حکومتي اړوندو مسئولينو سره اړيکه ونيسي.

د يو بل خبر له مخې د مشرانو جرګې منشي استاد محمد طيب عطا نن د خپل کار په دفتر کې د اداري اصلاحاتو کمېسيون د سي بي آر رياست سرپرست عبدالواث سکندري سره وکتل.

په دي کتنه کې د سي بي آر سرپرست د سي بي آر پروګرامونو د پلي کېدو او د يادې ادارې د فعاليتونو په اړه معلومات وړندي کړل او په ځينو برخو کې د ملي شورا د مشرانو جرګې د همکارۍ غوښتونکې شو.

1-Mizan96-MUL3.JPG

ورپسې د مشرانو جرګې منشي په ادارو کې اصلاحات يو اصل وباله او د يادې ادارې په ټولو بهيرونو کې د لا زيات روڼوالي غوښتونکې شو.