د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر
د ١٣٩٦ کال د تلې لومړۍ نېټه
د مشرانو جرګې د ری يس فضل هادي مسلم يار له خوا د يادې
جرګې په مقرکې د د رسنيو انځوريز اودتلفونی خدمتونو مرکزونه په جلا جلا توګه پرانيستل
شول.

دغه مرکزونه دمشرانوجرګې د ریس په لار ښوونه او ددي جرګې د دارالانشا په هڅو او د ملګروملتونو دپراختیايی پروګرام د ادارې په مالي
مرسته رغول شوی چې د پارلماني رسنيو د کار او د دارالانشا دلوی ریاست د اړوند
دفترونو، اداری هییت او کمیسیونونوله پاره به د نوى تکنالوژۍ څخه په ګټې اخيستنې سره
، اسانتیاوي برابرشي.

د يادو مرکزونو د پرانيستې په وخت فضل هادي مسلم يار په داسي حال کې
چې اداري پلاوي، يو شمېر سناتورانو، د مشرانو جرګې د دارالانشاء لوی ریيس سيد حفيظ
الله هاشمي، د (یوان ډي پي) استازو او ژورنالستانو حضور درلود، د انځوریزو رسنيو
اود تلفونی خدمتونودمرکزونو د تمويل له امله يي په افغانستان کی دملګروملتونو
دپراختیايی پروګرام له مسوولانو او د جوړولو په لار کي د مشرانو جرګې د دارالانشاء
د لوی ریاست له هڅو اوزیار څخه قدرداني څرګنده کړه او ويې ويل چې دغه مرکز به د
پارلماني رسنيو د کارکوونکو په چوپړ کې وي او وبه کولای شي چې په ژوندۍ بڼه او د
نيمګړتياو پرته د عمومي غونډو جريان خلکو ته ورسوي ترڅو موکلين وکولاي شي د خپلو
استازو دکړنو په اړه قضاوت وکړي.

د مشرانو جرګې د رسنيو مرکز په ژوندۍ بڼه د غږ او انځور د ثبت سربېره،د
غونډو د تالار په داخل کې تر پنځو راتلونکو تقنيني دورو پورې د غږ او انځورونو د
آرشيف ظرفيت هم لري.

دغه راز سرور روم(د کنټرول مرکز) چی هم د ملګرو ملتونو دپراختیایی
پروګرام دادارې له خوا تمويل شوی چې د انټرنيټي خدمتونو د وړاندې کولو سربېره يې د
مشرانو جرګې د ودانۍ په داخل کې د غږیزاوانځوريز ټيليفونونه د اتصال لپاره زمینې برابري
کړي دي،چی له دی لاری د ولسي جرګي له اړوند دفترونو سره هم اړیکي تامینیږی.