اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د لړم ۱ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٦ کال د وږي ٢٨ مه نېټه

د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار نن د تخار ولايت د رستاق ولسوالۍ د يو شمېر ځوانانو شکايتونه واوريدل.

په دي ناسته کې څو تنو د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او ويې ويل چې په دي ولسوالۍ کې طالبان حضور نه لري خو خلک د غير مسئولو وسله والو کسانو د کړنو څخه تنګ شوي دي  اوله دې ډلې ېې  محمد نومې په تښتونو، غلاو، زورواکۍ، تيري او ربړونو تورن کړ او ويې ويل، د دوو کلونو راهيسې د رستاق ولسوالۍ د ګذر اوسېدونکې د محمد نومې او د ده د اړوندو کسانو ګواښ او زورونې لاندي دي او همدا راز نوموړي او زوي يې د لوي اختر په لومړې ورځ د سيمې د اوسېدونکو څخه دوه تنه د موجب پرته ووژل چې په دي برخه کې د ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ او نور سيمه ييز مسئولين خبر دي، خو د نوموړي د نيولو په برخه کې هيڅ اقدام نه دي شوى، نوموړو په يادې ولسوالۍ کې د غير مسئولو وسله والو د بي وسلو کولو او د محمد نومي او د ده د زوي د نيولو او محاکمې غوښتونکې شول.

28-Sunbola96-MUL2.JPG

د مشرانو جرګې لومړي نايب د يادو مواردو څخه د خواشينۍ او د زيانمنو کورنيو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره، د يادو قضيو پر څېړنې د ټينګار تر څنګ ژمنه وکړه چې غوښتنې به يې د  اړوندو امنيتي مسئولينو سره شريکې او موضوع به د مشرانو جرګې د اړوندو کمېسيونونو له لارې وڅيړي.

دغه راز د مشرانو جرګې لومړي نايب د ملي اردو د تحرکاتو لوا د قوماندان او د يادې لوا د ارکان د رئيس کاري رپوټ واوريد.

په دي ناسته کې په داسي حال کې چې د دفاعي چارو د کمېسيون رئيس محمد هاشم الکوزي هم حضور درلود، د يادې لوا قوماندان بريد جنرال غلام سخي فيضي وويل، د يادې لوا منسوبين د هېواد د سولې او ټيکاو د دښمنانو د ټکولو او محاربوي فعاليتونو کې د فعال حضور سربېره، د هېواد بېلا بېلو ولايتونو ته د پوهنې وزارت اړوند شاوخوا ١٤٠٠ ټنه درسي کتابونو انتقال کړي دي.

28-Sunbola96-MUL1.JPG

د مشرانو جرګې لومړي نايب د هېواد په بېلا بېلو څنډو کې د ترهګرو او وېره اچوونکو په ټکولو کې د هېواد د امنيتي ځواکونو د نقش  او عالي مورال څخه ستاينه وکړه.

همدا راز ايزديار د يوې ناستې په ترڅ کې په سعودي کې ميشت د افغان کډوالو د استازي حاجي نقيب الله سره وکتل، او په ياد هېواد کې يې د افغانانو ستونزو ته د رسيدګۍ په موخه د نوموړي کړنې وستايلې.