اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د لندۍ ۳ مه٬ ۱۳۹۶ ل

 د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۶ کال د وږي ٢١مه

د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار نن د يوې ناستې په ترڅ کې د کابل ولايت د بت خاک سيمې د يو شمېر علماو، مشرانو او سپينږيرو غوښتنې واورېدې.

21-Sunbola96-MUL1.JPG

په ليدنه کې په داسي حال کې چې د ملي شورا يو شمېر غړو هم حضور درلود دوي د خپلو سيمه ييزو ستونزو د مطرح کولو تر څنګ د پوهنې او لوړو زدکړو سکتور کې د ستونزو، تحصيل کړو کادرونو ته د کار د نشتوالي، د ځوانانو د بيکارۍ او د بت خاک سيمې د دوو تنو د خوشې کېدو څخه يادونه وکړه، څرګنده يې کړه چې دغه دوه تنه د موجب پرته د ملي امنيت له خوا نيول شوي دي. دوي په پورتنيو برخو کې د مشرانو جرګې د رئيس د جدي پام غوښتونکې شول.

ورپسې د مشرانو جرګې رئيس اوسني وضعيت ته په اشارې او د يادو ستونزو د موجه بللو تر څنګ په هېواد کې د ناامنيو زياتوالې او د بيکارۍ د لمنځه وړو په موخه د اړوندو ارګانونو له خوا د ګټور پروګرام نشتوالې په هېواد کې د عمده وو ستونزو له جملې څخه وباله، هيله يې څرګنده کړه چې حکومت بايد د کار ستراتيژي تر لاس لاندي ونيسي تر څو زموږ ځوانان مجبور نه شي چې د کار په موخه د سلګونو ستونزو سره مل بهرنيو هېوادونو ته سفر وکړي او هم يې ژمنه وکړه چې مطرح شوې ستونزې به د اړوندو مسئولينو سره شريکې او تر څېړنې لاندي به يې ونيسي.