اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د لندۍ ۳ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۶ کال د وږي ٢٠ مه

د دوبنيو تعطيلاتو وروسته د ملي شورا د مشرانو جرګې کمېسيونونو خپلې لومړنې غونډې جوړې او د بېلا بېلو موضوعګانو په اړه يې بحثونه وکړل.

د لطيف خان ژوندي په مشرۍ د نړيوالو چارو د کمېسيون په غونډه کي د سهيلي آسيا لپاره د امريکا د متحده ايالاتو ستراتيژۍ تر څېړنې لاندي ونيول شوه ، او په دي اړه يې دا ډول نظريې وړاندې کړي، د هېواد په روان وضعيت کې له يوې خوا پر پاکستان فشار واردول او له بلې خوا د تروريزم د ملاتړي په توګه د پاکستان په ډاګه کول او همدا راز په ترهګرو ډلو د نړيوالو ځواکونو د هوايي بريدونو زياتوالې د دغې ستراتيژۍ د مطلوبو پايلو څخه وګڼل شوې او هيله څرګنده شوه  چې په بېلا بېلو برخو کې د نړيوالو دوستانو عملي ملاتړ به د افغانستان د خلکو د باور کچه لوړه کړي.

20-Sunbola96-Bio.JPG

 د غونډې په بله برخه کې ميانمار کې د دردوونکې پېښې څخه چې له امله يې نږدې درې سوه زره مسلمانان کسان بي کوره شوي اوهم په ناوړه ډول شمير په شهادت رسيدلي څخه انديښنه څرګنده شوه او د نړېوالې ټولنې او په ځانګړې توګه ددي انساني فاجعې پر وړاندې داسلامي هېوادونو چپه خوله پاتې کېدو څخه خواشيني څرګنده کړه او د مسلمانانو پر وړاندې د ميانمار هېواد د پوځي ځواکونو دغه عمل په کلکه وغندل شو او د ملګرو ملتونوڅخه وغوښتل شول  تر څو په يادې موضوع کې مداخله وکړي او د يادو ځواکونو مخه ونيسي او  همدا راز د افغان حکومته وغوښتل شول تر څو پدي په اړه غور وکړي او د نورو هېوادونو تر څنګ د کړکيچ د حل په موخه د ديپلماتيکو لارو هڅې وکړي.

همدا راز کمېسيون د تېر اجلاس له کړنو څخه رضايت څرګند کړ او د لازمو بدلونونو په راوړلو سره يې د نويو پروګرامونو د اجرا په اړه ټينګار وکړ.

 په پاي کې د مېرمن نانسي دوپري شخصيت څخه چې په افغانستان کې يې بي ساري خدمتونه وړاندي کړي، په نيکې يادونه وشوه او د نوموړې مړينه يې يوه تشه وبلله او په افغانستان کې د نوموړې د نه ستړري کېدونکو کوښښونو څخه قدرداني څرګنده شوه.

د مولوي غلام محۍ الدين منصف په مشرۍ د تقنيني، عدلي او قضايي چارو د کمېسيون په غونډ کې د علومو اکاډمۍ قانون په اړه د جمهور رئيس (٢٥٤) ګڼه فرمان تر څېړنې لاندي ونيول شو او د کمېسيون د غړو له خوا د ياد فرمان په ځينو مواردو نظريې وړاندې شوې، د ياد قانون ځينې برخې چې لا زيات وضاحت ته يې اړتيا درلوده، يادداشت او پريکړه وشوه تر څو د علومو اکاډمۍ رئيس او د عدليې وزارت د تقنين رئيس د څرګندونو په موخه د کمېسيون يوې غونډې ته راوبلل شي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې راغلي مکتوبونه چې د دوبنيو تعطيلاتو په جريان کې کمېسيون ته رااستول شوي وو، مطالعه او لازمې پريکړې وشوې.

20-Sunbola96-Dfai.JPG

د کمېسيون د منشي ميربهادرشاه  واصفي په مشرۍ د ديني، کلتوري، پوهنې او د لوړو زدکړو چارو د کمېسيون په غونډه کې د شهيدانو د اونۍ په مناسبت د هېواد د شهيدانو روح ته چې د ملي نواميسو، خپلواکۍ او هېواد ساتنې څخه د دفاع په لاره کې يې خپل ځانونه له لاسه ورکړي او په شهادت رسيدلي، دعا وشوه.

د غونډې په بله برخه کې د کاپيسا ولايت د علماي کرامو شورا د رئيس په شهادت رسول په سختو ټکو وغندل شول او د حکومت د مشرتابه او په ځانګړې توګه د ياد ولايت د محلي اداري مسئولينو وغوښتل شول تر څو موضوع تر څېړنې لاندي ونيسي او د دغه لوي جنايت عاملين د قانون منګلو ته وسپاري.

 په پاي کې د هېواد نيکمرغۍ ته د دعا تر څنګ د راغلو رسمي اسنادو او کمېسيون ته په راغلو عريضو بحث وشو او د پريکړې په اصدار سره بېلا بېلو مراجعو ته واستول شوې.

20-Sunbola96-Farhangi.JPG

د کمېسيون د مرستيالې مېرمنې روشن آرا الکوزۍ په مشرۍ د قومونو، قبايلو، سرحدونو او کوچيانو د چارو د کمېسيون غونډې په هېواد کې د امنيتي وضعيت په اړه د بېلا بېلو ولايتونو څخه د رپوټونو د وړاندې کولو تر څنګ د امريکا د متحده ايالاتو د نوى ستراتيژۍ په هکله خپلې نظريې څرګندې کړي او ويې ويل، د هېواد دفاعي او امنيتي زړه ورو ځواکونو د لوي اختر په ورځو کې په ښه توګه امنيت نيولې وو او د کمېسيون له خوا وستايل شول او همدا راز زياته يې کړه چې د امريکا د نوى تګلارې وروسته د دښمن پر وړاندې بريديز عمليات پيل شوي چې بايد د عملياتو په وخت د ملکي تلفاتو څخه د مخنيوي په موخه له کامل دقت څخه کار واخيستل شي.

 د غونډې په بله برخه کې د پښتو ژبې د وتلي ليکوال، شاعر او د کابل پوهنتون د پخواني استاد سعد الدين شپوڼ چې خپل ټول عمر يې د افغانانو په خدمت کې تېر کړ او نوموړې د څلور اتيا کلنۍ په  عمر د ناروغۍ له امله وه ومړ، د کمېسيون غړو د نوموړي په مړينه خواشيني څرګنده کړه او د هېواد له پاره يې يوه لويه ضايعه وبلله او د نوموړي دکورنۍ، همکارانو او د افغانستان د تاريخ او فرهنګ ټولو مينه والو ته يې د ډاډګېرنې مراتب څرګند کړل.

20-Sunbola96-Aqwam.JPG

د مېرمنې شفيقې نوروز خېل په مشرۍ د ‌ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسيون په غونډه کې د افغانستان، تاريخ او لرغون پيژندونکې مېرمنې پرنسي دوپري مړينه چې د خپل عمر زياته برخه يې د افغانستان د تاريخي او ادبي آثارو د ساتلو له پاره يې خدمتونه کړي تسليت وويل شو، په همدې ډول د شهيدانو اونۍ څخه هم يادونه وشوه او د هېواد د ملي يووالي، ځمکنۍ بشپړتيا، ملي حاکميت او خپلواکۍ په برخو کې د ټولو شهيدانو ځايګاوې د ستايلو وړ وبلل شوې. د کمېسيون غړو د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د ښځو او کم عمر نجونو پر وړاندې د تاوتريخوالي د زياتوالي څخه اندېښنه څرګنده کړه او له مسئولو ادارو يې وغوښتل چې د دغې شرمناکې پديدې پر وړاندې ګړندۍ مبارزه وکړي.

20-Sunbola96-Zanan.JPG