اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د لندۍ ۳ مه٬ ۱۳۹۶ ل

 د مشرانو جرګې مطبوعاتي د فتر

د۱۳۹۶ کال د وږي ١٣ مه

ميانمار کې د روهنګيايي مسلمانانو د عام وژنې او ټکولو په تړاو د ملي شورا د مشرانو جرګې اعلاميه:

بسم الله الرحمن الرحیم

13-Sunbola96-Elamya-Pashto.jpg

 ملي شورا مشرانو جرګې تازه اطلاعات ترلاسه کړي چې د ځمکې او هوا له لارې د ميانمار هېواد پوځيانو په بي رحمه بريدونو کې د روهنګيايي ميشت سلګونه مسلمانان په ناوړه توګه وژني او برمته کوي يې او دغه نسل وژنه او جنايت اوس هم په پراخه کچه په ياد هېواد کې روانه ده او زرګونه تنه چې د خپلو کورونو څخه په جبري توګه شړل شوي کورونه او جوماتونه يې سول کيږي. مسلمان بي کوره شوي او فراريان بشري مرستو ته هيڅ راز لاسرسې نه لري او په هغه صورت کې چې دغه واقعي بيځايه شويو ته رسيدګي ونه شي خپل ځانونه به د ولږې او تندې له امله له لاسه ورکړي.

د نارينه وو، مېرمنو او ماشومانو سوځول او حتي د برما په مسلمانو مېرمنو ډله ييز تېرې او د دوي د جايدادونو سوځول د نفرت او پيغور ځاي چې د نن ورځې په متمدنې نړې کې د خاورينې کرې په يوې څنډه يعنې ميانمار کې د دي هېواد په مسلمانو اوسېدونکو ورپيښيږي او تر ټولو درمنده دا د ه چې د ملګرو ملتونو سازمان، اسلامي هېوادونه او د بشري حقوقو مدافعين د دغه زړه بوږنوونکې پېښې په غبرګون خپل غږ څرنګه چې په کار دي نه پورته کوي.

د ملي شورا مشرانو جرګېه د دغه زړه بوږنوونکې پېښې د غندلو تر څنګ د نړيوالې ټولنې او اسلامي هېوادونو غوښتنه کوي چې دغې تراژيدۍ ته دي د پاي ټکې کيږدي او د خودکامه، فاشيست او جنايت کاره برمايانو چارواکو مخه دي ونيسي او هم د ملي شورا مشرانو جرګه د افغان حکومته غواړي چې د آسيا زړه کې د يو مسلمان هېواد په توګه دي د ميانمار د مسلمانو اوسيدونکو د کتلوي وژنې او شړلو پر وړاندې پټه خوله پاتې نه شي او په مناسب دريځ دي غوره کړي.

د ملي شورا د مشرانو جرګې رئيس

فضل هادي مسلميار