اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د وږي ۲۹ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانوجرګی مطبوعاتی دفتر

د ۱۳۹٦ لمريز كال د وږي ٩ مه 

د نيکمرغه  لوى اختر له امله دملي شورا د مشرانو جرګې د مبارکۍ پيغام:

بسم الله الرحمن الرحيم

9-Sunbola96-Payam-Pashto.jpg

د مشرانو جرګې رييس، اداري پلاوې او غړي او د يادې جرګې دارالانشا د نيکمرغه لوى اختر د مبارکو ورځو د رارسېدو له امله د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت مشرتابه، اجراائيه رئيس، د دولت د درې ګونو قواو مشرتابه او غړو،د شهيدانو  معظمو کورنيو، جنرالانو، افسرانو او د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو منسوبينو، عالمانو او حاجيانو، ګرانو مېندو، بيځايه شويو، کډوالو او د افغانستان او نړۍ ټول مسلمان او دينداره ملت ته د زړه له کومي مبارکي وړاندي کوي، او دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه هيله کوي چې زموږ هېوادوال د  اختر ورځې د امن او هوساينې په فضا کې تيري کړي او د اختر د دغې مبارکو ورځو په برکت د امن، سولې، يووالي، ورورولۍ، عدالت او يو بل منل زموږ د مظلوم ملت په ټولنيز ژوند حاکم شي.

دمشرانو جرګه دهيواد له امنيتي ځواکونو څخه په قدردانۍ سره چې تل يې د ډيرو درندو دندو په اجرا کولو سره او آن دخپلو سرنو په قرباني کولو سره يې دخلکو اودملي غونډو او دمجلسونو دامنيت په تامينولو کې يې تل اتلوالي او وړتيا ښودلې ده قدرداني څرګنده کړه او ټينګار کوي چې کشفي او امنيتي ارګانونه د اختر په مبارکو ورځو کې د خلکو، جوماتونو او تکيه خانو د امنيت په برخو کې جدي تدابير ونيسي تر څو هېوادوال په هوساينې سره خپل طاعات او عبادتونه ادا کړي.

د ملي شورا مشرانو جرګه د وحشي صفته  ترهګرو د کړنو د او د پولې د هغې لورې د استخباراتي کړيو د دښمنانه لاسوهنو د غندلو تر څنګ د يو شمېر هغو هېوادوالو څخه چې په يو ډول نه يو ډول د جګړه مارو او شرارت ګرو کړيو د تبليغاتو تر تاثير لاندي راغلي غوښتنه کوي چې د جګړې د پاي او ورور وژنې له پاره د نه پخلاکوونکې دښمن څخه د خپلو ليکو په جلا کولو سره خارج شي او د لوي اختر په رارسېدو سره چې د سولې او فداکارۍ پيغام راوړونکې دي د سولې بهير سره يو ځاي شي.

د ملي شورا مشرانو جرګه د دغه ابراهيمي اختر د مبارکو ورځو په لړ کې د هېواد ټولو شهيدانو او په ځانګړې توګه هغهو شهيدانو ته چې د کوم موجب پرته په مقدسو ځايوو او يا هم کورونو کې د وحشيانو له خوا د عبادت پر مهال په شهادت رسول شوي او هم د عدالت غوښتونکو شهيدانو ته چې د روژې په مبارکه مياشت کې د افغانستان د خلکو له پاره شهيدان شول، روح ته يې دعا وشوه او داغداره کورنيو ته يې د جميل صبر هيله او د ډاډګېرنې مراتب څرګند شول. ومن الله توفیق

د ملي شورا د مشرانو جرګې لومړې مرستيال

محمد علم ايزديار