اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د لندۍ ۳ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د۱۳۹۶ کال د وږي ٦ مه

د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار نن د يو شمېر هېوادوالو غوښتنې او شکايتونه واوريدل.

6-Sunbola96-MUL1.JPG

په پیل کی د کابل ښار يو شمېر موټر پلوروونکو خپل شکايت څرګند کړ، ويې ويل چې د ولسي جرګې پخوانې غړى نجيب الله کابلي د دوي څخه شاوخوا يو ميليون ډالر پوروړې دي، خو د ورکړې يې ډډه کوي او زياته يې کړه چې په دي اړه د نوموړي د نيولو حکم د عدلي او قضایی ارګانونو له خوا صادر شوي دي، خو نوموړې پوليس عدلي ارګانونو ته نه حاضروي او خبردارې يې ورکړ که چېرې غوښتنو ته يې رسيدګي ونه شي، په لاريونونو به لاس پورې کړي.

د مشرانو جرګې لومړي نايب زغملو ته د شکايت کوونکو د رابللو تر څنګ د کابل ١٠١ آسمايي زون قوماندانۍ سرپرست سره د ټيلفوني اړيکې په ترڅ کې ياده مسله مطرح کړه چې د ياد زون د قوماندانۍ له خوا ډاډ ورکړل شو.

همدا راز د مشرانو جرګې لومړي نايب د يوې جلا ناستې په ترڅ کې د فراه ولايت پخواني والي سناتور محمد عمر شيرزاد سره د هېواد د روانو مسايلو او په ځانګړې توګه د امنيت د ټينګښت او امنيتي بنسټونو سره د خلکو د همکاريو په اړه خبرې اترې وکړي.

6-Sunbola96-MUL2.JPG

محمد علم ايزديار مشرانو جرګه او فراه ولايت کې د محمد عمر شيرزاد له خدمتونو څخه يادونه وکړه، ويې ويل چې اثر ګذاره شخصيتونه کولاي شي تر څو د هېواد امنيتي ارګانونو سره د خلکو همکارۍ جلب او پراخې کړي او د خلکو په ملاتړ سره به امنيتي ارګانونه د هېواد د دښمنانو د عزايمو د دفع په برخه کې خپل ملي رسالت ادا کړي.