د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر
د۱۳۹۶ کال د وږي څلور
د کابل ښار د امام زمان په جامع
جومات د وينو څښوونکو ترهرګرو د وېره خپرونکې بريد د غندلو په تړاو د ملي شورا د
مشرانو جرګې اعلاميه:
بسم الله الرحمن الرحيم

د ملي شورا مشرانو
جرګې په ژورې خواشينې او خفګان سره خبر ترلاسه کړ چې د دين او انسانيت دښمنانو
تېره ورځ د ټولو اسلامي او انساني موازينو خلاف د خيرخانې د قلعه نجارا سيمه کې
ميشت د امام زمان په جامع جومات چې د نارينه او ښځينه وو په ګډون سلګونه تنه
مسلمانان د جمعې د لمانځه په ادا کولو بوخت وو، ترهګريز او وحشيانه بريدونه ترسره
کړل چې د دغه وحشت او دهشت په پايله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه تنه
لمونځ کوونکې په بي رحمۍ سره شهيدان او ټپيان شول.
د ملي شورا مشرانو
جرګه د دغه زړه بوږنوونکې پېښې د غندلو تر څنګ، د لايزال رب له دربار څخه شهيدانو
ته د فردوس جنت، ټپيانو ته د سملاسي روغتيا او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر
دعاګاني کوي او څرګندوي چې د افغانستان عالمان، د نړۍ د هېوادونو مشران، د ملګرو
ملتونو سازمان او د اسلامي او بشري ټولنو بنسټونه د دغه ډول جنايتونو او بشري ضد اعمالو
پر وړاندې چپه خوله پاتې نه شي او زموږ د کړيدلي ولس په ژغورنه کې ګډ اقدامات وکړي
او هم مسئول ارګانونه مکلف دي چې د تروريستي بريد د طراحانو د نيولو او مجازاتو
سربېره، د هېوادوالو د امنيت په ټينګښت او په ځانګړې توګه د تکيه خانو او پاکو
ځايونو د امنيت په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي تر څو هېوادوال له وېرې پرته خپل
ديني فرايض ترسره کړي.
زموږ د خاورې دښمنان
بايد پوه شي چې په افغانستان کې د شيعه او سني افتراق ځاي نه لري، بلکې د تېرو
کلونو په ترڅ کې دغې ننګينې او اسلام ستيزانه پديدې د سيمې د وېره اچوونکو ډلو تر
منځ لکه د لشکر طيبې او د دي په شان د نورو ډلو تر منځ د استخباراتي معلوم الحال
کړيو مشرۍ لاندي او د اسلام د مبين دين دښمنان د مسلمان امت د جدايۍ او فتنې
پارولو په موخه فعاليت درلود چې دم ګړۍ د داعش تر نامه لاندي بشري ضد جنايتونه
ترسره کوي خو د افغانسان مسلمان او يو بل سره ورونه قومونه به د دغه حيوان صفته
جنايت کارانو پر وړاندې د اسلامي او ملي يووالي لوحې لاندي ودريږي او خپله مبارزه
به پرمخ يوسي. و من الله توفيق.
د ملي شورا د مشرانو
جرګې رئيس
فضل هادي مسلميار