اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د لندۍ ۳ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتی دفتر

د ۱۳۹۶ کال د زمري ٣١ مه

د مشرانو جرګې ریيس فضل هادي مسلم يار نن د يو شمېر سناتورانو او دنوموړي جرګې د دارالانشا دلوی رییس په  ملګرتیا د هېواد د امنيتي وضعيت په اړه د ملي دفاع وزارت د سرپرست اونوماند وزیر څرګندوني  د یاد وزارت په مقر کي واوریدلي.

په پيل کې د ملي دفاع وزارت سرپرست ډګرجنرال ارکانحرب طارق شاه بهرامي د مشرانو جرګې رئيس اوغړو ته د ښه راغلاست په ترڅ کي  د امنيتي ميړنیو ځواکونو دجګړه ييز مورال په لوړولو کې د مجلس هميشنې ملاتړ ګټور وباله، څرګنده يې کړه چې دهیواد په بیلا بیلو نا امنه سیموکی د دښمن د ټکولو او لمنځه وړو په موخه دقيق او پلان شوي عمليات ترلاس لاندې دي اوپه ټاکل شوې مهال به په لاره واچول شي.

31-Asad96-MUL1.JPG

 د ملي دفاع وزارت سرپرست  زياته کړه چې د هېواد اتلو ځواکونو د ننګرهار په چپرهار، خوګياڼو او پچيراګام ولسواليو کې د داعش تروریستي ډلې ته درانه زيانونه اړولي او د يادو وحشيانو د سوق او ادارې مرکزونه يي له منځه وړي، چې په دي بریالیتوبونو کې د سيمې د اوسېدونکو همکارۍ هم د ستايلو وړ ده او ددفاع وزارت یادو سیمو کې میشت امنیتی منسوبینوته يو لړ مکافات هم  د هڅونې په موخه په پام کې نيولي دي همداراز یې ژمنه وکړه چې د مشرانو جرګې د رییس او غړو د منني پيغامونه او نيکې پيرزوينې به د دي وزارت د اوپراسيون رياست له لارې د ملي اردو ټولو قطعاتو او جزوتامونوته ورسوي اواتلانوته  ته به ډاډ ورکړل شي چې مشرانو جرګه د تل په څېر له دوی څخه ملاتړ کوي.

ورپسې د مشرانو جرګې ریيس فضل هادي مسلم يار د خپلو خبر په ترڅ کې قول اردو ته د کمانډو فرقې د لوړیدو او د ملي دفاع وزارت سرپرست ته  دترفيع له امله مبارکي وويله او د هېواد د امنيتي ځواکونو اتلان يې د ملي نواميسو او د هېوادوالو د ځان او مال برحقه مدافعان وبلل چې په مېړانې سره په تودو سنګرونو کې د پردي پالو او اجيرو ترهګرو پر وړاندې جګړه کوي او زياته يي کړه مشرانو جرګه د خپلو اتلانو سرښندنوته د قدر په سترګه ګوري؛چې په مناسب وخت کې به پخپله د امنيتي ځواکونو فعالیتونه او کړنې د جګړي په لومړﺉ کرښې کې وګوري اوهغوﺉ سره به لازمې سلا مشورې ولري .

په همدې توګه فضل هادي مسلم يار ختيځو ولايتونو او په ځانګړې توګه ننګرهار ولايت کې  د زړه ورو امنيتي ځواکونو د سرښندنو او اتلوليو څخه په نيکۍ يادونه وکړه او ژمنه يې وکړه د ملي شورا مشرانو جرګه به په مناسب فرصت کې د دوي د ميړانو څخه تقدير او ستاينه وکړي.