اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د وږي ۲۹ مه٬ ۱۳۹۶ ل

 د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د  ١٣٩٦ کال د  زمري ١٧ نېټه

د ملي شورا د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار نن په خپله اقامتګاه کې د پاکستان له نوي سفير ښاغلي زاهد نصرالله سره د پيژندګلوۍ کتنه وکړه.

په دي کتنه کې دمشرانوجرګي رئیس د ښه راغلاست د ویلوتر څنګ؛زاهد نصرالله ته په افغانستان کي دنوِی سفیر په توګه دټاکل کیدلوله امله مبارکي وویله او څرګنده يي کړه،هیله لرم چي ستاسود ماموریت په دوران کي د دواړو هیوادونو د اړیکو په ښه والی کی مثبت او دپاملرني وړ  بد لونونه رامینځ ته شی.

17-Asad96-MUL3.jpg

مسلم یار دافغانستان او پاکستان د مسلمانو وګړو ترمنځ په اړیکو باندی درڼا اچولو ترڅنګ وویل چی دافغانستان دمسلمان ملت دجهاد په مهال ،ستاسو دهیواد وروڼو او مسلمانو خلکو،له افغان کډوالو سره د اسلامي وروولۍ او ګاونډیتوب حق په ښه توګه اداکړﺉ دﺉ،چي موږ یی منندوی یو.

دمشرانورئیس اوسني وضعيت ته په اشارې سره وويل، شرايط حساس دي؛ دواړه مسلمان او ګاونډي هېوادونه باید دتروریستانوسره دمبارزي او دسولې او ټيکاوپه لار کي اغیزمن اقدامات ترسره کړي؛ ځکه چې په افغانستان کې سوله او ثبات  په پاکستان او سيمه کي د سولي اوثبات په معنی دﺉ او ګاونډی هیوادونه د ریښتینو همکاریو او کړنو په ترځ باید نور دافغانستان څلویښت کلن ناورین ته د پای ټکی کیږدي او نور زموږ مسلمان ملت باید دجګړي په اور کي ونه وکړيږي.

مسلم یارد خپلو خبرو په دوام څرګنده کړه اړتيا شته چې د دواړو هېوادونو سياسيون د تل پاتې سولې په موخه رښتينې هڅې وکړي ځکه هيڅکله به په دي جغرافيايي موقعيت کي بدلون را نشي او بايد ستونزې په هوښیاری سره درک او دحل لاري چاري يي په همغږی او همکارۍ ولټول شي.

17-Asad96-MUL4.jpg

ورپسې ښاغلي زاهد نصرالله په داسی حال کي چي د مشرانو جرګې د رئيس خبري يی تائید اوتصدیق کولي؛ وویل چي د ډیورنډ دفرضي کرښي په اوږدو کي د پاکستاني پوځيانو له خوا د تروریستانو په وړاندي عملیات د افغان ځواکونو په همغږۍ ترسره کیږي اوڅرګنده يي کړه چي  هېواد يې تیار دي چې په پوله کي د امنيت په ټينګولو کې سلګونه  امنيتي پوستي افراز کړي، په پای کي ښاغلي سفیر دمشرانو جرګي رئیس ته بلنه ورکړه چي ددي هیواد دخپلواکۍ د اویایمه کلیزي په لمانځ غونډه کي دګډون په موخه ياد هیواد ته سفر وکړي،په دي کتنه کې د مشرانو جرګې د دارالانشا لوي رئيس سيد حفيظ الله هاشمي هم ګډون درلود.

دیوبل خبر له مخی د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار نن دیوي ناستې په ترځ کي د کابل ښار د پوليسو د دولسمې حوزې د يو شمېرامنيتي منسوبينو کړنې وستایلې.

په دي ناسته کې چې د مشرانو منشي نايب او يو شمېر سناتورانو هم ګډون درلود؛ د يادې حوزې د امنيتي منسوبينو د وروستيو لاسته راوړنو او په ځانګړې توګه د حرفوي غلو په نيولوکي  چې د لسو عرادوڅخه زيات موټرونه يې غلا کړي وو؛يادونه وشوه.

17-Asad96-MUL1.jpg

د مشرانو جرګې لومړي نايب په داسي حال کې چې د مشرانو جرګې تقديرليکونه يې د نوموړي حوزې آمر سمونوال ګل رحيم صافي او دويم ساتنمن سميع الله ته چې د غلو په نيولو کې يې مستقيم رول ادا کړي وو، ډالۍ کولې، وويل بايد غلا شوي موټرې ترلاسه او خاوندانو ته يې تسليم کړﺉ.

دغه راز د مشرانو جرګې دويم نايب ډاکټر محمد آصف صديقي نن دارالعلوم ته د محمد آغه مدرسې د ارتقا ستونزو د حل په اړه د لوګر ولايت د محمد آغه ولسوالۍ د اوسېدونکو غوښتنې د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو معين سره مطرح کړې.
د پوهنې وزارت معين دارالعلوم ته د مدرسې د ارتقا د ځانګړتياو په اړه د معلوماتو د وړاندي کولو تر څګ د يادو چارو د شرايطو په اړه رڼا واچوله او ډاډ يې ورکړ چې پلاوي به د دي مسلې د څېړنې په موخه وګماري تر څو په رڼا کې يې مقتضي پريکړې وشي.

17-Asad96-MUL2.jpg
دغه راز دويم نايب د لوړو زدکړو وزارت مالي او اداري معين سره د مسلکي استادانو د کمښت، کتابتون، د شنو ساحو د پراخوالي، د استادانو د ترانسپورتي ستونزو د حل او د پوهنتون د احاطې په ګډون د لوګر ولايت د پوهنتون يو لړ ستونزې مطرح او په دي برخو کې د وزارت د پاملرنې غوښتونکې شو چې د ياد وزارت د معين له خوا په بېلا بېلو برخو کې د همکاريو ډاډ ورکړل شو او ويې ويل د ياد پوهنتون د احاطې مسله د يادو وزارت په ماسټر پلان کې شامله ده او هم د لوګر ولايت په ګډون د ټولو تحصيلي بنسټونو کتابتونونو د تقويې په موخه يو مقدار پيسې په پام کې نيول شوي دي.