اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د لندۍ ۲۴ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د۱۳۹۶ کال د زمري ١٥ مه

سرپل ولايت کې د ترهګرو د نه بخښوونکې جنايت د غندلو په مناسبت د ملي شورا د مشرانو جرګې اعلاميه:

بسم الله الرحمن الرحيم

15-Asad96-Payam.jpg

د ملي شورا مشرانو جرګې د ټوليزو رسنيو له لارې په خواشينۍ سره خبر ترلاسه کړ چې ترهګرو د سرپل ولايت د ميرزا اولنګ سيمې د نيولو وروسته د ښځو او ماشومانو په ګډون د سيمې پنځوس تنه هزارګان نيولي او وروسته يې په ډزو وژلي چې د وينې څښوونکو دغه جنايت کارانه عمل د ټولو اسلامي او انساني موازينو خلاف دي.

د ملي شورا مشرانو جرګه د وحشي صفته ترهګرو د دغه نه بخښوونکې جنايت د غندلو تر څنګ، د شهيدانو له پاره د فردوس جنت، ټپيانو ته د سملاسي روغتيا او د قربانيانو کورنيو ته د لايزال رب له دربار څخه د جميل صبر غوښتنه وشوه، څرګنده شوه چې دا څووم ځل دي چې بي هويته او مزدوره وېره اچوونکې په مقدسو ځايونو کې په جنايت کارانه اعمالو لاس پورې کوي څرنګه چې څو  ورځې مخکې د هرات ښار بکرآپاد کې داسي زړه بوږنوونکې عمل ترسره کړي وو، اړتيا شته چې د هېواد د عالمانو شورا او د اسلامي هېوادونو کنفرانس د دا ډول زړه بوږنوونکو اعمالو پر وړاندې پټه خوله پاتې نه شي او هم ټينګار وشو چې امنيتي مسئول ارګانونه دي چپ نه پاتي کيږي او د دي ډول جنايت کارانو د نيولو او مجازاتو سربېره دي د وسله والو طالبانو د ټکولو او د دوي شتون څخه د سيمو په پاکولو کې کوټلي ګامونه پورته کړي تر څو ټول هغه کسان چې د دوي په محاصره کې دي وژغورل شي.

ويل کيږي چې د سيمې استخبارات سخت په کوښښ کې دي چې په قومي او مذهبي جګړو په پيلولو سره افغانستان يو ځل بيا کورنيو جګړو کې ښکېل کړي نو افغان ولس او دولت مسئوليت لري تر څو د هېواد د دشمنانو د دغې فتنې د شنډولو په برخه کې عملي تدابير ونيسي، ومن الله توفيق

 

د ملي شورا د مشرانو جرګې رئيس

فضل هادي مسلميار