اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د لړم ۱ مه٬ ۱۳۹۶ ل

 د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د۱۳۹۶ کال د  زمري ١١ مه

د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار نن د هېواد نابغه سباوون ننګرهاري د تقدير ليک او نښان په ډالۍ کولو سره وستايه.

د مشرانو جرګې رئيس په داسي حال کې چې سناتور عبدالطيف نهضت يار او د يادې جرګې د دارالانشا لوي رئيس سيد حفيظ الله هاشمي هم حضور درلود، سباوون ننګرهاری يې بااستعداده شخص او د هېواد  معنوي پانګه وبلله، ويې ويل تاسود یولسو کلونو په عمرد پیښور د لوړو زدکړو په بنسټونوکي تدريس،دا څرګندوي چې د فوق العاده ذکاوت او لوړاستعداد څخه برخمن او رښتينی نابغه یاست.

11-Asad96-MUL1.JPG

مسلم يار سباوون د افغان ولس وياړلې هستۍوبلله، ويې ويل اړتيا شته چې ستاسو له تجربو څخه د ګټې اخيستنې په موخه يو علمي مرکز جوړ شي،تر څو ځوانان ورڅخه ګټه پورته کړي او زیاته يې وکړ چې د ځوانانو د روزنيز پارلمان په راتلونکې پړاو کې به ګډون وکړۍ او دیوه توضیحي بحث په ترځ کې به  د ځوانانو دپارلمان غړوته دخپلو عملي لاسته راوړنو په هکله معلومات وړاندي کړﺉ .

د مشرانو جرګې رئيس زياته کړه، د دي خاورې د علم او پرمختګ دښمنان به هيڅکله ستاسو د پوهی اولياقت، استعداد او ذکاوت د ځواکمنتيا زغم ونه لري، هيله ده چې د خپلې کورنۍ سره يو ځاي هیواد ته راستون شي او ډاډ درکوم چې په هیواد کې به تاسو ته د مناسب او غوره ژوند شرایط برابرشي .

سباوون ننګرهاري په داسي حال کې چې په پیښور کې يي د خپلو فعاليتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندي کول د افغان ولس د تود هرکلي او د مشرانو جرګې د معنوي ستاینې څخه يې قدرداني او مننه څرګنده کړه.

11-Asad96-MUL2.JPG

د کتنې په پاي کې فضل هادي مسلم یار د مشرانوجرګې  تقديرلیک او مډال په ډالۍ کولو سره دا تنکی نابغه وستایه او هم يي داساسي قانون او د مشرانو جرګې د کورنيو دندو د اصولو په ګډون،څو ټوکه کتابونه نوموړي ته اهدا کړل،ورپسی سباوون ننګرهاری دمشرانوجرګې د رییس او نورو په ملګرتیا دعموي غنډواو رییسانوکمیټې تالارونه، کتابتون،دمطبوعاتوتالاراو دمشرانو جرګې له نورو برخو څخه لیدنه وکړه چی داړوند مسولینوله لوري ورته معلومات وړاندي شول.