د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر
د۱۳۹۶ کال د زمري لسمه
د مشرانوجرګې
ډاډګېرنې پيغام
بسم الله الرحمن
الرحيم

د ملي شورا مشرانو
جرګې او د يادې جرګې دارالانشا په ژورې خواشينۍ سره خبر ترلاسه کړ چې په ولسي جرګه
کې د نورستان د خلکو استازې ډاکټر پروين نورستاني پرون د کابل- جلال آباد دلويې
لارې په اوږدو کې د ترافيکې پېښې له امله له دي فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړي.
انا لله و انا اليه
راجعون
د ملي شورا مشرانو
جرګه د ډاکټرې نورستاني مرګ يوه ستره
ضايعه ګڼي او د شهیدې کورنۍ،خپلوانو، ولسي جرګې او د نورستان مجاهد ولس ته د
ډاډګېرنې اوغمشریکی د څرګندولو تر څنګ؛شهيدې میرمن نورستانۍ ته د منان خداي(ج)له
دربار څخه د فردوس جنت غوښتنه کوي.
ډاکټر پروين نورستاني
په ملي شورا کې د وتلو اوزړه سواندو شخصيتونو څخه وه چې تل يې د هیواد والو او په
ځانګړي توګه دنورستان ولایت دخلکوڅخه په ښه توګه استازيتوب کړی دی . روح دي ښاد او ياد دي تل پاتې وي.
د ملي شورا د مشرانو
جرګې رئيس
فضل هادي مسلميار