اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د وږي ۲۹ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۶ کال د زمري ٨ مه

د مشرانو جرګې دويم نايب ډاکټر محمد آصف صديقي نن د ميدان وردکو ولايت د کرکټ ټيم د يو شمېر لوبغاړو شکايتونه واوريدل.

8-Asad96-MUL1.JPG

په دي ناسته کې دوي په خپل ولايت کې د کرکټ لوبغالي د نشتوالي څخه يادونه وکړه، ويې ويل چې دغه ټيم د افغانستان د لسو غوره ټيمونو له ډلې څخه دي، خو تر اوسه په خپل ولايت کې د کرکټ معياري ميدان نه لري او څو ځلې يې دغه ستونزه د کرکټ بورد له مسئولينو سره شریکه کړي، خو تر اوسه په دې هکله هيڅ راز اقدام نه دي شوي.

ورپسې دويم نايب يادې ستونزې موجه وبللې، ژمنه يې وکړه چې موضوع به د اړوندو مسئولينو سره شريکه کړي.

همدا راز ډاکټر صديقي په يوه بیله ناسته کې د کورنيو چارو وزارت د درنو جرمونو سره د مبارزې رئيس مل پاسوال عبدالغيور اندرابي د خدمتونو په وياړ نوموړي ته د مشرانو جرګې تقدير ليک ډالۍ کړ چې په مننې سره ومنل شو.

7-Asad96-MUL1.JPG

د يو بل خبر له مخې د مشرانو جرګې منشي استاد طيب عطا نن په کابل کې د فرانسې سفارت د هېوادنيو چارو  له مسوول ښاغلي تيري ديود سره وکتل.

په دي کتنه کې د مشرانو جرګې منشي افغانستان سره د نړېوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د فرانسې هېواد له مرستو څخه قدرداني څرګنده کړه، ويې ويل چې د هېواد ختيځو ولايتونو او په ځانګړې توګه په کنړ ولايت کې د پراختيايي پروژو د پلي کېدو زمينې برابري دي، نړيوال دوستان کولاي شي د بيا رغاونې پروژو د تمويل په برخه کې ګټور رول ادا کړي او د ملي شورا مشرانو جرګه به په دي لاره کې همکاره وي.

8-Asad96-MUL4.JPG

ورپسې ښاغلي تيري ديود د افغان ولس سره د مرستو په اړه د خبرو په ترځ کې ډاډ ورکړ چې هېواد به يې د افغانستان په رغاونه کې له هيڅ راز هڅو څخه  ډډه ونه کړي.

دغه راز استاد طيب عطا د دوو سوک وهونکو مډال راوړونکو،عيسي يعقوب زاده او عبدالله هوتک له کړنو څخه چې د هېواد په دننه او بهر کې يې وياړلې کارنامې تر لاسه کړي، د مشرانو جرګې د تقديرليکونو په ورکړې سره وستايل.

8-Asad96-MUL2.JPG