اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د زمري ۲۶ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د ۱۳۹۶ کال د چنګاښ ٥ مه

د افغانستان د ځوانانو پارلمان دويم اجلاس د څو عمومي ناستو د جوړېدو او په شپږ ګونو کمېټو کې د کار وروسته د پنجشنبې په ورځ پاي ته ورسيد.

دغه غونډه چې د ځوانانو د روزنيز پارلمان د رئيس آغا محمد قريشي په مشرۍ جوړه شوې وه، د نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت معين او د کوچيانو چارو خپلواک عمومي رئئس د خپلو کاري چارو په اړه د ځوانو وکيلانو پوښتنو او وړانديزونو ته ځوابونه وړاندي کړل، ډاډ يې ورکړ چې د شته امکاناتو سره سم به د شته ستونزو په حل کې له هيڅ راز هڅو او کوښښونو ډډه ونه کړي.

5-Asad96-JAL1.JPG

همدا راز د غونډې په آزادو بحثونو کې، د ځوانانو د روزنيز پارلمان غړو د خپلو سيمه ييزو ستونزو د په ډاګه کولو تر څنګ د امنيت، بيا رغاونې او نوې رغاونې، اقتصادي پراختيا او د هېواد د اوسني وضعيت څخه وويل، د ځوانانو روزنيز پارلمان په جلا کتنو کې چې په ارګ او سپينې ماڼى کې يې د هېواد جمهور رئيس محمد اشرف غني او اجراايه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره يې درلودې، پايلې يې د هيلو ډکې وي، هيله مند يو چې د ملي يووالي حکومت د مشرانو جرګې ژمنې د عمل جامه په غاړه کړي تر څو د هېواد د ځوانانو ستونزې تر يو بريده حل شي او زياته يې کړه چې د هېواد روان وضعيت د پام وړ حساس دي، اړتيا شته چې هېوادوال خپل يووالي وساتي او ځان پياوړي کړي، تر څو د سولې او هوساينې د دښمنانو له پاره ټکوونکې ځواب و اوسي.

دغه راز د ځوانانو د روزنيز پارلمان د درې ورځو په عمومي غونډو کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست فيض الله ذکي، د مشرانو جرګې د دارالانشا لوي رئيس سيد حفيظ الله هاشمي، د عامې روغتيا او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو معينانو، د مشرانو جرګې د دارالانشا د پارلماني او مسلکي چارو مرستيال تيمور شاه قويم، د يو ان اف پي ځوانانو مسئول ډاکتر مراد د يو شمېر مسايلو په اړه ځوانو استازو ته معلومات وړاندي کړل.

همدا راز په دي موده کې د ځوانانو روزنيز پارلمان چې د روغتيا، ورزش، ګډون، کارموندنې، د نشه يي توکو سره د مبارزې او پوهنې کمېټو کې راټول شوي وو، د يادو مسايلو په اړه يې تفصيلي خبرې وکړي، او د اوسني وضعيت د ښه والي په موخه يې لازمې لارښوونې وړاندي کړي، ټينګار وشو چې بايد د حکومتي مسئولانو له خوا پلي شي.

5-Asad96-JAL2.JPG

د ځوانانو د روزنيز پارلمان دويم اجلاس چې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د نمايندګۍ، د مشرانو جرګې د دارالانشا او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معينيت په تخنيکي همکاريو په لاره اچول شوي وو، لومړۍ غونډه يې د روان کال د زمري په لومړې نېټه د ملي يووالي حکومت د اجراايه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلميار له خوا د مشرانو جرګې د عمومي غونډو په تالار کې افتتاح شوه چې د جوړېدو موخه يې د پارلماني فرهنګ رواجول او پارلماني کړنو ځانګړتيا سره د دوي بلدتيا ده چې د يو سلو څلرويشتو تنو په شمېر د بېلا بېلو ولايتونو ښځينه او نارينه وو په کې ګډون کړي وو.