اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د لړم ۱ مه٬ ۱۴۰۰ ل

 

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۶ کال دزمري دويمه نیټه

د ملي شورا د مشرانو جرګې اعلاميه:

2-Asad96-Elamya-Pashto.jpg

د ملي شورا مشرانو جرګه د تروريستي پرله پسې ترهګريزو پېښو د کابل د درېيمې امنيتي حوزې په اړوند د نن ورځې د موټر بم د چاودنې په ګډون د غور ولايت د( تيوره) ولسوالۍ د عامو خلکو د وژنې، د وېره اچوونکو له خوا په بدخشان ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو د وژنې او د بهرنيو ځواکونو له لورې د ننګرهار ولايت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د يوې سيمې بمبارول او همدا راز د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د پوليسو د يوې قرارګاه بمبارول هغه ناوړي او زړه بوګنونکي پیښې دي چې له امله يې زموږ سلګونه ملکي او نظامي هېوادوال شهیدان او ټپيان شول او د پام وړ زيانونه يې رامنځ ته کړي، خپل ژور خفګان او خواشيني څرګندوي.

د ملي شورا مشرانو جرګه په داسي حال کې چې ځان د يادو پېښو په ویراو خفګان کې ځان شريک بولې، پر عاملينو او طرحه کوونکو يې نفرت وايي، او د دغې خونړيو پېښو د قربانيانو پاتې کسانو له پاره د جميل صبر، شهيدانو ته فردوس جنت او ټپيانو ته د سملاسي روغتيا دعا ګاني کوي.

د ملي شورا مشرانو جرګه ټينګار کوي چې حکومت د پېښې د رامنځته کېدو څخه مخکې د اجيرو او تالي څټو دښمنانو د بريدونو په کشف او شنډولو کې خپل مسئوليتونه او مکلفيتونه ترسره او بهرني ځواکونه چې تل ړانده بريدونه ترسره کوي مخنیوی دي وکړي، متضررينو ته دي جبران خساره ورکړي او هغه سيمې چې د جګړې زيانمنيږي او يا هم تر محاصرې لاندي دي، ژر تر ژره دي لازمې نظامي مرستې وليږي اواجازه دي نه ورکوي له دي زيات زموږ خلک د خپلو عزيزانو په د لاسه ورکولو او عامه ملکيتونو د ورانولو شاهدان واوسي، همدا راز ټينګار کوي چې حکومت او د هېواد امنيتي ځواکونه دي د هېواد د معلوم الحاله دښمنانو ناولې پلانونه دي خنثی او د دوي په ټکولو او لمنځه وړو کې دي په وخت او هراړخيزه ډول هڅې وکړي.

د مشرانو جرګې اداري پلاوى