اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د لندۍ ۲۴ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د۱۳۹۶ کال د زمري لومړۍ

د ځوانانو د روزنيز پارلمان نوې پړاو نن د ملي شورا د مشرانو جرګې عمومي تالار کې افتتاح او په لاره واچول شو.

1-Asad96-JAL1.JPG

د ځوانانو روزنيز پارلمان چې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د نمايندګۍ، د مشرانو جرګې د دارالانشا او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معينيت په همکارۍ جوړ او يادې غونډه کې د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار او غړو، د ملي يووالي حکومت اجراايه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله، د کابينې يو شمېر غړو، يو شمېر سفيرانو، د مدني ټولنې بنسټونو او رسنيو ګډون کړي وو، د ځوانانو د روزنيز پارلمان د په لاره اچولو موخه د پارلماني فرهنګ رواجول او د پارلمان کاري ځانګړتياو سره بلدتيا او د پارلماني غونډو او کمېسيونونو تمرينول دي چې يادې غونډه کې د ټول هېواد څخه ١٢٤ تنو ښځينه او نارينه ځوانانو ګډون کړي او د پنځو ورځو له پاره به دوام وکړي.

1-Asad96-JAL3.JPG

د دي ناستې په پيل کې د الهي کلام د تلاوت او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي سرود د خپرولو وروسته د ځوانانو د روزنيز پارلمان رئيس آغا محمد قريشي د هېواد په مرکز او ولايتونو کې د ځوانانو د روزنيز پارلمان د کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندي او ويې ويل، د روزنيز پارلمان غړو په څو تېرو مياشتو کې د پام وړ رول ادا کړي او هم يې د روغتيا، روزنې او پالنې، نشه يي توکو سره  د مبارزې او د خپلې خوښې وړ کارونو د ترسره کولو په موخه طرحې تياري کړي، هيله مند يو چې مسئول ارګانونه دي برخو ته پاملرنه وکړي او يو شمېر لازم امکانات د دوي په واک کې ورکړي.نوموړي همدا راز د ملي يووالي حکومت تګلارې څخه ملاتړ څرګند کړ، ويې ويل چې د ځوانانو روزنيز پارلمان د هېواد روان وضعيت ته په کتو د شته حکومت پر ځاي هيڅ بديل نه ويني او ټول ځواکونه او شخصيتونه بايد د شته کړکيچ څخه د افغانستان ژغورني له پاره يوځاي او همغږي کارونه وکړي.

1-Asad96-JAL12.JPG

ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين د ځوانانو د روزنيز پارلمان د موثريت په اړه د خبرو تر څنګ وويل، د ځوانانو د پرمختګ له پاره پنځه کلنه ستراتيژي تياره شوي ده چې په پلي کېدو سره به يې د ځوانانو يو شمېر ستونزې حل او په ملي شورا کې يې د خلکو د استازو وغوښتل چې د ماشومانو د حقوقو قانون چې ملي شورا کې تر دوران لاندي دي ژر تر ژره تصويب کړي.دغه راز د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو استازي ډاکټر بانت ايند بانجي هم د ځوانانو د روزنيز پارلمان او په ټولنه باندې د ياد پارلمان د اغيزو په اړه خبرې وکړې، ډاډ يې ورکړ چې د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان د خلکو سره دي او د دا ډول ملي پروګرامونو په تمويل کې به لا زياتې هڅې وکړي.

1-Asad96-JAL11.JPG

ورپسې د ملي شورا د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار خبرې وکړې او د هېواد د چارو په ښه والي او پرمختګ يې د ځوانانو رول ګټور وباله، ټينګار يې وکړ چې نبايد ځوانان او په ځانګړې توګه د روزنيز پارلمان غړي د يو شمېر ځان پلوه سياسي مسئولين د لاس اله وګرځي، د مشرانو جرګې رئيس دغه ځوانان چې د معلولينو او هندوانو يو تن استازي په ګډون د ټول هېواد څخه راټول شوي او ديموکراسي تمثيلوي، د هېواد د سياسي او اجتماعي ژوند جوړونې دموکراتيزې له پاره څرګنده نښه وبلله.فضل هادي مسلميار زياته کړه نبايد د حکومت په داخل کې يو شمېر سياسيون د نيوکې په پلمه د افغانستان د خلکو د دښمنانو د پياوړي کېدو زمينې مساعدي کړي چې د نظام د کمزورتيا سبب شي ځکه په اوسنيو حساسو شرايطو کې د نظام له پاره بديل د وحشت او وېرې خپرولو بل څه نه دي او اړتيا شته چې ټول لوري همغږي او د نظام د ټيکاو او د دفاعي او امنيتي ځواکونو ملاتړ له پاره

1-Asad96-JAL6.JPG

 هڅې وکړي له دي پرته هغه ائتلافونه چې شخصي غوښتنې يې هدف دي او د جګړو او د وسله وال پوځ او خلکو د تلفاتو د زياتوالي لامل شي خلکو ته بي اساسه، مردود او د حقوقي او قانوني مشروعيت فاقد دي.مسلميار د هغو آوازو په اړه چې ويل کيږي د طالبانو د رهبر زوي د هېواد په يوې سيمه کې ترهګريزه بريد کړي، څرګنده کړه هيڅ مفتي نه دي ليدل شوي چې ځان وژنه په اسلام کې جايزه وګڼي او که چېرې دې امر جواز درلودې ولي يې د ترهګرو ډلو مفتيار خپله نه ترسره کوي؟ نوموړي څرګنده کړه په هېواد کې روانه جګړه ديني توجيه نه لري بلکې د سيمې او په ځانګړې توګه د آي اس آي د دوزخي سازمان د شومو مقصدونو له پاره په لاره اچول کيږي، نوموړي د اجراايه مشر او د چارو مسئولينو څخه وغوښتل، هغوي چې د بيان آزادۍ څخه په استفادې سره په مستقيم ډول د دښمنانو تروريستي بريدونه توجيه او ورڅخه ملاتړ کوي ژر ترژره دي تر څېړنې لاندي ونيسي.د مشرانو جرګې رئيس همدا راز له حکومت د دي غوښتونکې شو تر څو د حکومتدارۍ په چارو کې د ځوانانو د ونډې له پاره زمينې برابري کړي او د ښوونې او روزنې، لوړو زدکړو، روغتيا او ورزش په برخو کې د دوي د ژوند د ښه والي له پاره رسيدګي وکړي، نوموړي ټينګار وکړ چې مشرانو جرګه تل د ځوانانو څخه د ټولنې د يو فعال ځواک په شان ملاتړ کړي دي.

1-Asad96-JAL8.JPG

دغه راز په دي ناسته کې د ملي يووالي حکومت اجراايه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم ځوانانو ته په خطاب کې وويل، تاسو نن د خلکو رښتيني استازولي تمثيلوۍ او د ملي يووالي حکومت تر خپل بريد او امکاناتو ستاسو غوښتنو ته جدي پاملرنه کوي او زياته يې کړه تاسو نن د خلکو په منځ کې خپل ځاي پيدا کړي او خلک هم تاسو ته درناوي لري.د ملي يووالي

1-Asad96-JAL9.JPG

 حکومت اجرائيه مشر په داسي حال کې چې ځوانان يې د اوس او راتلونکې پانګه بلله، وويل سره له دي چې په تېرو څوارلسو کلونو کې، د ځوانانو د پرمختګ له پاره ښه زمينې برابري شوي خو دم ګړۍ تر ټولو زياتې قربانۍ ځوانان ورکوي او همدا اوس جګړه په فارياب، هلمند، بدخشان، بغلان او ځينو نورو سيمو کې په سختۍ سره روانه ده او موږ ټول مسئوليت لرو تر څو د شخصي مسايلو پورته فکر وکړو او د خلکو حقوقو ته احترام وکړۍ، او د دي ستونزې څخه د وتو له پاره لوي ګام پورته کړو.

1-Asad96-JAL5.JPG

نوموړي هيلمندي څرګنده کړه چې سياسيون دي د هېواد حساسو او اوسنيو شرايطو له مخې سم سنجش وکړي تر څو خداي ناخواسته ښه نيت چې د هېواد پر وړاندې يې لري د هېواد د ناسم وضعيت په پام کې نيولو سره، په بده واوړي او زياته يې کړه هغه کسان چې ترهګر په بېلا بېلو ډولونو پياوړي کوي، د بيان آزادي نه بلکې ملي خيانت باندې لاس پورې کوي او

1-Asad96-JAL4.JPG

 حکومت د دوي پر وړاندې بي تفاوته نه پاتې کيږي. اجراايه رئيس د ولسواليو شوراګانو، ولسي جرګې او جمهوري رياست د په وخت ټولټاکنو د جوړېدو څخه ډاډ ورکړ او ويې ويل حکومت هڅې کوي تر څو د ټولټاکنو په اړه د خلکو تللې اعتماد جبران کړي او د منلو وړ انتخاباتو زمينه مساعده کړي. غونډه د ملي يووالي حکومت اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ته د روزنيز پارلمان د مشرتابه له خوا د مننې لوحې په ډالۍ کولو او د سناتور مولوي غلام محۍ الدين منصف په دعا سره پاي ته ورسيده.

1-Asad96-JAL7.JPG