اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د لندۍ ۲۴ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٦ کال د چنګاښ ٢٨ نېټه

د مشرانو جرګې کمېسيونونو نن په بېلا بېلو موضوعګانو غونډې او بحثونه وکړل.

د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسيون په غونډه کې د نهمې امنيتي حوزې مرستيال د يادې حوزې په سيمه کې د پنځه جريبه ځمکې د نه وېش په اړه د فاروق نومي د شکايت په هکله د عارض په حضور ګډون وکړ او معلومات يې وړاندې کړل، ورپسې د کمېسيون غړو د وارث نومي چې ځمکه يې غصب کړي يو بي پروا شخص وباله او له اړوندې حوزې يې وغوښتل تر څو ژر تر ژره مالک ته د ځمکې د ورګرځېدو په برخه کې اقدام وکړي، د نهمې امنيتي حوزې مرستيال ژمنه وکړه چې موضوع به د لا زياتو څېړنو په موخه څارنوالې ته وليږي. د غونډې په بله برخه کې د مخابراتي شبکو د لګښتي کارتونو څخه د لس سلنه مالياتو د راټولولو په اړه بحث او وويل شول سره له دې چې د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې او ماليې وزارت په سر کې ژمنه کړي وه چې د عوايدو د راټولولو له پاره به د شپږو مياشتو په اوږدو کې بريښنايي سيستم جوړ کړي خو د دوو کلونو په تېرېدو سره نه دي بريالي شوي تر څو په دي برخه کې اقدام وکړي او د عوايدو راټولول د مخابراتي شرکتونو د رپوټ پر اساس د دولت حساب ته لیږدول کیږي، همدا راز د پراختيايي بودجې د دوه نيم سلنه عوايدو د روڼوالي نه شتون په اړه چې د مخابراتي شرکتونو دتنظیم ادارې له خوا راټوليږي، وويل شول چې راټولولوکې يې شفافیت نه دي موجود او هر کال ميليونونه ډالر د دي پر ځاي چې د دولت حسات کې واچول شي شخصي جيبونو ته زي چې د حکومت له خوا باید په جدي توګه پوښتنه وشي. په غونډه کې ټاکل شوې وه چې د لغمان ولايت ښاروال او د يادې ادارې د ملکيتونو مسئول کمېسيون ته حضور راوړي خو د نامعلومو دلايلو پر بنسټ حاضر نه شول چې د کمېسيون له خوا پرې نيوکه وشوه او د دوي نه حضور د قانون پر وړاندې بي پروايي وبلل شوه او وويل شول که چېرې د کمېسيون د شنبې ورځې په غونډه کې حاضر نه شي څارنوالې ته به وپيژندل شي. همدا راز د پرون ورځې په عمومي غونډه کې د الحاج لطف الله بابا له خوا د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسيون د شپاړسمې دورې د اووم کال د لومړي اجلاس رپوټ وړاندي شو چې په کې راغلي وو: د دي مودې په ترڅ کې يې څلويښت غونډې جوړې کړي دي او يوولس مورده تقنيني اسناد تر بحث لاندي نيول شوي دي او هم پنځوسو راغلو عريضو ته رسيدګي شوي ده او د يوسلو پنځه ويشتو په شمېر مکتوبونه يې د ا ړوندو داجرااتولپاره استولي دي. نوموړي زياته کړه ياد کمېسيون د ادارو کړنو څخه د څارنې په موخه د تراسپورت، ارشاد، حج او اوقافو، اوبو او بريښنا، ټولګټو، مخابراتو او ښار جوړونې وزارتونو، ښاروال او د کابل ښاروالۍ د ټولو مسئولينو، د ملکي هوايي چلند ادارې عمومي رئيس او د صافي، کام اير او آريانا هوايي شرکتونو مسئولينو څخه په ښارونو کې د ګڼې ګوڼې او بي نظميو، دروازو کې د غير قانوني پيسو اخيستو، د ترانسپورتي ترمينلونو د نه شتون، سړکونو کې د شته ستونزو، د ملي بس تصدۍ کې د ستونزو، د حاجيانو د انتقال او آريانا سره د ياد قرارداد د څرنګوالي، د هوايي شرکتونو له خوا د خدمتونو د وړاندي کولو، کابل ښار کې د بريښنا د عمومي ستونزو، د هېواد د حلقوي سړکونو د رغاونې د څرنګوالي، د مخابراتي محصول د راټولولو د روڼوالي د څرنګوالي، د غير قانوني سيمکارتونو او سيم باکسونو د پلورلو، د جواز پرته د لوړپوړيزه ودانيو د رغاونې، د هېواد په کچه د ښارګوټو د رغاونې د څرنګوالي، د کاناليزاسيون سيستم د ستونزو، د دولتي ځمکو د غصب، د پدوله ښارګوټي د پرمختګ د څرنګوالي، د ترانسپورتي ترمينالونو د نه شتون او د ځينې نورو مواردو د ستونزو د حل په موخه استجواب کړي دي.

د الحاج محمد حنيف حنفي په مشرۍ د شکايتونو د اورېدو د کمیسيون په غونډه کې د بريښنايي پيژندپاڼو د وېش ادارې د بشري سرچينو د رئيس په حضور د کاري تجربې په پام کې نيولو پرته د دي ادارې د دوه پنځوس تنو کارکوونکو د ګمارنې په اړه د بريښنايي پيژندپاڼو د بهير د يو شمیر کارکوونکو د شکايت په اړه چې د يادې ادارې د نوم ليکنې رياست په شان يوې مهمې او کليدي ادارې کې ټاکل شوي، خبرې او لازمې پريکړې وشوې.دغه راز د هیواد د شمال زون د امنيتي ارګانونو د متقاعدو يو شمیر منسوبينو د شکايت په اړه چې وايي د مجاهدينو د حکومت په وخت د مرکزي حکومت او د هیواد د شمال زون د جهادي يو شمیر مسئولينو تر منځ د ستونزو د رامنځته کېدو پر بنسټ د هیواد پخواني ولسمشر دغه موضوع د بغاوت وړ وبلله او فرمان يې صادر کړ چې د شمال زون ولايتونو د دولتي مسئولينو کړنې دي د دوي د خدمت په ميعاد کې نه حسابيږي چې ياده موضوع د ملي دفاع وزارت د مرستيال او د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې او اداري اصلاحاتو د واکمنو استازو په حضور مطرح شوه چې د مسئولينو په څرګندونو سره جوته شوه چې پخواني حکومت هم ياده موده په خدمت کې حساب کړي چې په دي برخه کې د اداري اصلاحاتو کمیسيون  زياته کړه، ياد فرمان د چارو اداره کې ثبت نه وو او د اعتبار وړ نه دي او بايد د تقاعد خزانې د ادارې مسئولين دغه موضوع د اړوندو ادارو د مسئولينو په هوکړې سره حل کړي.

او هم د سوداګرۍ او پوهنې وزارتونو د ملکیتونو ريسانو د پلخمري ښار  ددويمې ناحيې د اوسیدونکو د شکايت په اړوند چې وايي مخکې د پلخمري ښار د ګدام سنګي سيمه کې يو ښوونځې جوړ شوې وو خو د سوداګرۍ  وزارت په ياد ښوونځې د ملکيت ادعا لري چې يادو چارواکو د موضوع د حل په تړاو ډاډ ورکړ، د سوداګرۍ و زارت د پوهنې وزارت ته د ياد ملکيت د انتقال په برخه کې ستونزه نه لري، د کمیسيون غړو د دواړو لورو د څرګندونو د اورېدو تر څنګ د ياد ښوونځي د ملکيت د انتقال بهير په چټکتيا ټينګار وکړ.په پاي کې د سي بي آر پروسې له لارې د بستونو د نه اعلان په اړه د کليو د پراختيا او بيا رغاونې وزارت د ١٣٦ تنو انجنيرانو شکايت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسيون د واکمن استازي په حضور کې مطرح او په اړه يې خبرې وشوې چې له امله يې د مسئولينو څرګندونو د کمیسيون قناعت حاصل نه کړ، ټينګار وشو چې اړوند مسئولين بايد د عارضينو د ستونزو د حل په برخه کې اقدام وکړي.دغه راز دکمیسیون د روان تقنینی کال دلمړي اجلاس رپوټ غونډې ته وړاندې شو چې په کې ویل شوي پدې اجلاس کې د راغلو ٤٦ شکايتونو په اړه غونډې جوړي کړي دي او همدا راز په تېر اجلاس کې درې سوه دوه پنځوس ځلې دولتي چارواکي د بېلا بېلو شکايتونو په موخه استجواب شوي چې له دي جملې څخه اووه ويشت ځلې وزيران، درې څلويښت موردو کې د وزارتونو مرستيالان، پنځو موردو کې د ولايتونو واليان، اووه دېرشو مواردو کې د کابل او نورو ولايتونو امنيه قوماندانان او د امنيتي حوزو آمرين، يوسلو اووه شپېته موردو کې ريسان، اتلس ښاروالان، پنځه پنځوس موردو کې دولتي ټيټ رتبه چارواکو او همدا راز دولس سوه عارضينو او مراجعينو کمېسيون ته مراجعه کړي چې يادو مواردو ته رسيدګي شوي ده اوهم هغه قوانین چی کمیسیون ته رارسیدلي په وخت پرې اجراات شوي دي.دغه راز د اجلاس په لړ کې ياد کمېسيون په دوه سوه شپېتو عرض پاڼو بحث کړي چې له دي جملې څخه دېرش عريضې د عرايضو مديريت له خوا کمېسيون ته راجع شوي دي او پاتې دوه سوه دېرش عرض پاڼې د مشرانو جرګې د اداري پلاوي د دفترونو، سناتورانو او هغو عارضينو له خوا چې د کمېسيون غړو سره په اړيکه کې وو، کمېسيون ته راجع شوي دي. په همدې ډول  د  ولايتي سفرونو او دولتي ادارو څخه د څارنې په برخه کې د يادې جرګې د دارالانشا د لوي رياست د مشرتابه پلاوي او د البا پروژې په مالي لګښت کمیسیون يو ځل هرات ته سفر درلود چې په هغې کې درارسیدلو شکایتونو په اړه اجراات ترسره شول.

د محمد هاشم الکوزي په مشرۍ د دکورني امنيت او دفاعي چارو د کمېسيون په غونډه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست تورنجنرال ارکانحرب طارق شاه بهرامي، د کورنيو چارو وزارت د پاليسۍ او ستراتيژۍ معين پاسوال مسعود احمد عزيزي، د ملي امنيت عمومي رياست د پاليسې معين اجمل عبيدي او نورو اړوندو مسئولانو په هېواد کې د امنيتي وضعيت، د ډيورنډ فرضي ليکې په اوږدو کې د اغزن تار د غځولو په اړه د پاکستان د  تخطيو، سرحدي سيمو باندي د پاکستان د راکټونو د توغولو، د هېواد د امنيتي وضعيت او ځينو نورو مواردو په اړه د سناتورانو پوښتنې ځواب کړې.يادو مسئولانو د څرګندونو د وړاندي کولو تر څنګ وويل چې پاکستانيانو د ډيورنډ ليکې په ځينې برخو کې د خندکونو په کينلو او يو شمېر نورو سيمو کې د اغزن تار په غځولو، پوځي تاسيساتو او دي غاړې ته پرمختګونه او تخطۍ هم کړي چې د يادو مسايلو د مخنيوي له پاره ديپلوماتيکې هڅې رواني دي، هيله مند يو چې زموږ هڅې پايلو ته ورسيږي له دي پرته به نورې لارې وپلټل شي او زياته يې کړه، پاکستاني پوځيانو تر اوسه ٣٦٢٥ راکټونه د هېواد په سرحدي ولايتونو لکه پکتيا، پکتيکا، خوست، کنړ، ننګرهار او کندهار باندې توغولي چې يادو راکټونو د مالي زيانونو سربېره ځاني زيانونه او بيځايه کېدل هم درلودل چې دغه مسله څو ځلي د ياد هېواد چارواکو سره مطرح شوي ده تر څو د افغان خاورې ته د راکټونو د توغولو مخنيوي وشي ځکه د ترهګرو د تمويل، تجهيز او پټنځايونو مرکزونه د ليکې هغې غاړې ته دي او اړتيا شته چې په ملي شورا کې د خلکو د استازو، امنيتي سکتور او بهرنيو چارو وزارت د استازو تر منځ غونډه جوړه شي او د ستونزې څخه د وتو اساسي لار وپلټل شي.د هېواد امنيتي او پوځي مسئولانو د دښمنانو د ټکولو او سرحدونو په ساتلو د ټينګار تر څنګ وويل، جګړه د هېواد په نيمايي ولايتونو کې له ترهګرو سره روانه ده چې د سيمو د پاکولو له پاره پلان شوي او غير پلان شوي عمليات جريان لري او د طالبانو پوځي عمليات په زياترو برخو کې له ماتې سره مخ شوي دي او حتي په دي وروستيو کې د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ د طالبانو له منګولو وتلې او پاکه شوې ده.په همدې ډول سناتورې رڼا ترين د دفاعي چارو او کورني امنيت د کمېسيون کاري رپوټ بيان کړ او ويې ويل، کمېيسون د پام هڅې کړي او توانيدلي تر څو د امنيتي ځواکونو د سمبالولو او ظرفيت لوړونې، د ترهګرو او نشه يي توکو قاچاق وړونکو سره د جدي مبارزې، د سرحدونو د ساتلو، د نشه يي توکو د کښت د لمنځه وړ، د هېواد د هوايي ځواک د اکمالولو، د نظامي مسلکي کادرونو ګمارنې ته د پاملرنې، د هېواد د امنيتي ځواکونو د نه سياسي کېدو او نورو مواردو په برخو کې لازمې مشورې مطرح کړي.مېرمن ترين زياته کړه کمېسيون په خپلې څارنيزه برخه کې د قوانينو او امنيتي پاليسو د پلې کېدو، د هېواد د امنيتي سکتور بودجه کې د روڼوالي څخه د څارنې او د پوځي او سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د چارواکو په ګمارنې، د امنيتي ځواکونو د روزنې او سمبالولو بهير څخه د څارنې او د پوځي تحصيلي بورسونو په وېش کې د روڼوالي د رامنځته کېدو په

28-Saratan96-Dfai.JPG

 هکله کوټلي او لازم ګامونه پورته کړي دي او هم پوله ساتو ځواکونو ته د مورال ورکونې په موخه يې کندهار ولايت ته سفر کړي او د جنرال عبدالرازق او د ده د امر لاندي يو شمېر مسئولينو څخه تقدير کړي دي او هم يې د زندانيانو د ژوندانه وضعيت د ښه والي او ستونزو ته د رسيدګۍ په موخه دوه ځل د څرخي پله جېل ته تللي او هغه زندانيانو چې په اعتصاب لاس پورې کړي وو ورته يې قناعت ورکړي دي تر څو له اعتصاب لاس په سر شي، همدا راز د ملي دفاع وزارت مقر کې د ياد وزارت مشرتابه سره په ګډې غونډه کې د ياد وزارت مشرتابه ته ګټورې مشورې وړاندي شوي دي، او هم يې کابل کې ميشت د امريکا سفارت کې د نشه يي توکو سره د مبارزې قانون په اړه د بحث غونډه کې ګډون درلود.د رپوټ په دوام کې يې څرګنده کړه د دي تر څنګ چې د سردارمحمد داود خان څلور سوه بستريز روغتون باندې د تروريستې پېښې د رامنځته کېدو وروسته يې له ياد روغتون ليدنه کړي د هېواد د امنيتي يو شمېر چارواکو په حضور يې د مطبوعاتي ويديو کنفرانس له لارې د هلمند ولايت د سيمه ييزو مسئولانو سره غونډه ترتيب کړي او د شته ستونزو د حل له پاره يې هڅې کړي دي او په مجموعي ډول د اتياو زياتو چارواکو په حضور سره يې دوه څلويښت د کمېسيون غونډې جوړي کړي او بېلا بېل مسايل يې تر بحث لاندي نيولي دي چې د شپږو عنوانه قوانينو او نړيوالو اسنادو په اړه نظريې وړاندي شوي دي خو په ځينو مواردو کې کمېسيون د يو لړ ستونزو لکه د امنيتي سکتور د لوړپوړو چارواکو د نه راتګ سره هم مخ شوي دي.

د مولوي غلام محۍ الدين منصف په مشرۍ د تقنيني، عدلي او قضايي چارو د کمېسيون په غونډه کې د مشرانو جرګې د دارالانشا د تسويد او تدقيق کمېټې د درې کړنلارو د اسنادو د آرشيف کړنلارې، د پارلماني بحثونو د کړنلارې او چارواکو څخه د رابلنې کړنلارې مطالعه او وپتييل شوه د څرګندونو په موخه د کمېټې د غړو څخه يو يې په رتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.همدا راز سناتورې عزيزې مصلح د تقنيني، عدلي او قضايي چارو د کمېسيون څلورنيم مياشتينې رپوټ د پرون ورځې په عمومي غونډه کې وړاندي کړ چې په رپوټ کې راغلي دي: ياد کمېسيون د خپلو شپېتو غونډو په ترڅ کې دولس عنوانه قوانين او يو شمېر موافقتنامې طي مراحل او زياته يې کړه د کمېسيون پلاوي د نيمروز ولايت د بېلا بېلو برخو او د پوهنې وزارت، ارشاد، حج او اوقافو وزارت، کابل ښار کې يو شمېر خصوصي او دولتي پوهنتونونو او ليسو څڅه ليدنې کړي او ددوي ستونزې يې اوريدليي او د کمېسيونونو په ناستو کې يې د اړوندو مسئولانو سره مطرح کړي دي.نوموړې وويل د کمېسيونونو په پرله پسې غونډو کې يې يو شمېر وزيران، د خپلواکو ادارو او کمېسيونونو ريسان، د خصوصي لوړو زدکړو موسسو رئيس، د ازموينو عمومي رئيس، په بهر کې د لوړو زدکړو رياست سرپرست، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د څارنې کمېسيون رئيس، منشي او غړو او د نورو چارواکو په غونډو کې يې ګډون کړي دي.

28-Saratan96-Adli.JPG

د مېرمنې روشن آرا الکوزۍ په مشرۍ د قومونو او قبايلو د چارو د کمېسيون په غونډه کې د کرهڼې او حياتي علومو د نړيوال مرکز د اساسليک او د افغانستان او اروپايي اتحاديې تر منځ د ګډون او پراخوالي په اړه د همکاريو موافقتنامه د مطالعې سربېره، د ځوانانو پارلمان د فعاليت په اړه چې په نږدي راتلونکې کې افتتاح کيږي خبرې او دغه کار يې د قانون جوړونې بهير او د پارلماني اصطلاحاتو په بهير کې د ځوانانو له پاره روزنيز ګام وباله، او هم په غونډه کې د کمېسيون د اووم کال د کاري اجلاس کړنې ګټورې وبلل شوې.دغه راز د روان کال د چنګاښ د اوه ويشتمې نېټې په عمومي غونډه کې د قومونو او قبايلو چارو د کمېسيون رپوټ د محمدآجان منګل له خوا وړاندي شو چې په کې راغلي دي: کمېسيون د دي مودې په اوږدو کې پنځه څلويښت غونډې جوړي کړي او ديارلس د قوانينو طرحې، موافقتنامې او کنوانسيونونو طرحې يې څېړلې او د مجلس له خوا تصويب شوي او هم دوه ويشتو عريضو ته رسيدګي شوي او نهه عنوانه مکتوبونه يې د اړوندو ادارو عنواني استولي، نوموړي وويل، د اړوندو ادارو کړنو څخه د څارنې په موخه يې د ادارو مسئولينو، د بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال، د کاپيسا ولايت د امنيه قوماندان، د بېرته راستنېدونکو چارو د رئيس، د خوشحال خان او رحمان بابا ليسو د مديرانو، د کوچيانو د عمومي رئيس، بېلا بېلو برخو کې د ستونزو د حل په موخه د هرات ولايت د کوچيانو آمر استجواب کړي دي.

28-Saratan96-Aqwam.JPG