اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د لندۍ ۲۴ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٦ کال د غبرګولي ٢۸ مه

د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلميار په مشرۍ د يادې جرګې د سې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې د يو عنوان قانون او يو عنوان نړيوال سند د تصويب او تصديق سربېره د عمومي غونډو او کمېسيونونو کاري رپوټونه واوريدل شول.


27-Saratan96-JAL1.JPG


خو د غونډې په پيل کې فضل هادي مسلميار د خپل پلار د فاتحې په مراسمو کې د دولتي چارواکو او د هېوادوالو د پراخ ګډون څخه قدرداني څرګنده کړه او د دارالانشا د عمومي رئيس او د يادې دارالانشا د کارکوونکو اود امنيتي ځواکنو له هڅو او کوښښونوڅخه یی مننه وکړه.

دغه راز مسلم يار د شهيد محمد سالم ايزديار په نوم د ذنبق څلورلارې د نومولو په اړه د جمهور رئيس له خوا د مشرانو جرګې د وړانديز له منظورۍ څخه هم خبر ورکړ.

د مخابراتي خدمتونو قانون د ځينو موادو د تعديل او زیاتوالي طرحه چې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسيون او په نورو کمېسيونونو کې څیړل شوې وه،د سناتورانو حاجي لطف الله بابا، محمد رحيم حسن يار او ګلالۍ اکبري له خوا غونډې ته وړاندې او د رايو په اکثريت تصويب شوه  او هم د کرهڼې او حياتي علومو د نړيوال مرکز اساسليک چې د نړيوالو چارو کمېسيون او نورو کمېسيونونو کې تر مطالعې لاندي نيول شوی و د سناتورانو لطيف خان ژوندي، سيد صفي الله هاشمي او فوزيې سادات له خوا غونډې ته وړاندي او تصديق شو.

د غونډې په آزادو بحثونو کې يو شمېر سناتورانو د هغو آوازو په اړه چې ګواکي د مزار شريف د مولانا جلال الدين بلخي هوايي ډګر کې د آلمانيانو له خوا د جمهوري  رياست لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم وړونکې الوتکې ته د ناستې اجازه نه ده ورکړې شوې، وويل په هغه صورت کې که دا خبر سم وي؛دهیواد ملي حاکميت د بهرنيانو له خوا نقض شوی، بايد مسئول ارګانونه د دي خبر د کره والي  په اړه معلومات وړاندي کړي؛خو د ملي جنبش حزب د مشرتابه غړو څخه سناتور عبدالله قرلق دغه مسله يوه آوازه وبلله، ويې ويل چې په نږدي راتلونکې کې به د جمهوري رياست لومړی مرستيال هېواد ته راستون شي.

27-Saratan96-JAL2.JPG

همدا راز په غونډه کې سناتورانو د پاکستاني پوځيانو له خوا د ډيورنډ فرضي ليکې په اوږدو کې د اغزن سيم د نصب څخه خپلې اندېښنې بيان کړې او د بين الپارلماني اتحاديې په ادرس يي د اعتراضي ليک د استولو غوښتنه وکړه، تر څو دغه هېواد د غير قانوني سرغړونو څخه ډډه وکړي او زياته يې کړه، پاکستان همدا راز د نړيوالې ټولنې د ذهنونو د غولولو او د درې اړخيزه توافقنامې خلاف له همغږۍ پرته، په سرحدي سيمو کې په يو اړخيزه توګه پوځي عمليات پیل کړي چې بايد د افغانستان حکومت د هېواد د سرحدونو په ساتلو کې پریکنده هڅې وکړي او نړيواله ټولنه او په ځانګړې توګه د امريکا متحده ايالات دي د پاکستان د سرغړونوله امله په دي هیواد باندي اړین  فشارونه وارد کړي.

د مشرانو جرګې غړو د هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونو سرښندنو څخه د ملاتړ تر څنګ وويل، ياد ځواکونه بريالي شول چې د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ د ترهګرو له منګولو څخه وژغوري او اړتيا شته چې د ټولو سيمو او په ځانګړې توګه د بغلان ولايت چې دمګړۍ په کې سخته جګړه روانه ده چاڼيز عمليات پيل او يادو سيمو ته اساسي پاملرنه وکړي.

د ولسي جرګې د غړي ميرداد نجرابي د څرګندونو بي بنسټه بلل، د پوهنې وزارت په ګډون په زيات شمیر وزارتونو او خپلواکو اداروباندي د پراختيايي بودجې په نه لګولو نيوکه، ننګرهار  کې د يو ديني عالم د وژنې غندل او ځينې نور مسايل د نن ورځې په غونډه کې مطرح شول.

فضل هادي مسلميار د مطرح شويو بحثونو په جمع بندۍ کې د هېواد د لوړپوړو چارواکو د سفرونو پر همغږۍ د ټينګار تر څنګ وويل، د مخالفينو له منګولو څخه د ناوې ولسوالۍ بیرته ترلاسه کول د هېواد د دفاعي او امنيتي ځواکونو لاسته راوړنه ده، هيله مند يو چې د بغلان په ګډون ټولو سيمو کې هم لازمه پاملرنه وشي او زياته يې کړه پاکستان چې سرحدي سيمو کې پوځي عمليات په لاره اچولي د عامه ذهنونونو د منحرفولو له پاره دي،هيله مند يو چې وسله وال پوځ د پولو په ساتلو او د ترهرګرو د راتګ څخه د مخنيوي له پاره هيڅ راز هڅې او کوښښونه ونه سپموي.

مسلم يار په ډيورنډ کرښه کې د پاکستان سرغړونو ته د اشارې په ترڅ کي وويل،ددي سرغړونو په اړه مو څو ځلي خپل مخالفت اونیوکو غږ پورته کړي دي او بيا هم د بهرنيو چارو وزارت په مشورې او همغږۍ دغه مسله څيړو او خپل اعتراض اړونده مرجع ته ليږو او زياته يې کړه، امنیتي مسئولان د هېوادوالو او په ځانګړې توګه د ديني عالمانو د امنيت د ټينګښت مسئوليت لري،چې بايد په دي برخه کې اړین تدبيرونه ونیول شي او زياته يې کړه دا چې د روان کال د لومړي اجلاس وروستۍ ورځې دې،یوازي څو عنوانه محدود قوانين چې د ولسي جرګې څخه راستول شوي نور ټول قوانين او نړيوال سندونه د مشرانو جرګې له خوا تصويب او تصديق شوي او اړوندې مراجعو ته ليږل شوي دي.

دغه راز لومړي نايب محمد علم ايزديار چي د غونډې ديوې برخي مشری يي کوله وويل د غبرګولي او چنګاښ مياشتې د افغانستان د خلکو د جهاد د يو شمېر سردارانو د شهادت سره برابري دي  چې کولاي شو د قوماندان علاوالدين خان، علامه سيد اسماعيل بلخي او صفي الله افضلي څخه يادونه وکړه او هم د روان کال په همدې مياشتو کې د هېواد ګڼ شمېر امنيتي منسوبينو او عدالت غوښتونکو په بېلا بېلو پېښو کې خپل ځانونه له لاسه ورکړي دي او دغه راز د شهيد محمد سالم ایزدیارپه نامه د زنبق څلورلارې د نومولو په تړاويي له جمهور رئيس،مشرانوجرګې او د سړکونو د نومونې له کمېټې څخه مننه وکړه.

27-Saratan96-JAL3.JPG

ايزديار هغو آوازو ته په اشارې سره چې ګويا د جنرال دوستم وړونکې الوتکې ته د ناستې اجازه نه ده ورکړل شوې وويل، په هغه صورت کې که دغه خبر کره وي، ملي حاکميت نقض شوي،ځکه تر اوسه هيڅ محکمې د جنرال دوستم په اړه حکم نه دي صادر کړي او بايد د افغانستان د ناوړه وضعيت په خاطر د يادې موضوع پر وړاندې له احتياطه کار واخيستل شي.

 د غونډې په وروستۍ برخه کې د دويم نايب ډاکټر محمد آصف صديقي په مشرۍ د شپاړسمې دورې د اووم کال په لومړي اجلاس کې د یولسګونوکمېسيونونو کاري رپوټونه وړاندې شو چې د ددي رپوټونوبشپړ متن به د کمېسيونونو د خبرونو په رديف کې خپور شي.

وروسته د اجندا سره سم د شپاړسمې تقنيني دورې د اووم کال دلومړي اجلاس د کړنود رپوټ لنډیز د مجلس د منشي دنايب ډاکټر فيصل سميع له خوا وړاندي شو چې په دي رپوټ کي راغلې دي په دي موده کي شپږ دېرش عمومي غونډې، د کمېسيونونو ٤٦٢ غونډې او د ريسانو د کمېټې دولس غونډې جوړي شوي دي او شپږ عنوانه قوانين او نهه عنوانه معاهدي، نړيوال ميثاقونه، پروتوکولونه او موافقتنامې تصويب او تاييد شوي دي.

همدا راز په دي موده کې د وزيرانو او نورو حکومتي چارواکو په ګډون ٥٣٨ ځلې عمومي غوڼدو او کمېسيونونو کې مسئولين استجواب شوي دي او د خلکو او حکومتي ادارو سلګونو شکايتونو او عرض پاڼو ته رسيدګي شوي ده، د دي رپوټ پر بنسټ مشرانو جرګې بېلا بېلو برخو کې دوه دېرش مورده پيغامونه، اعلاميې او پريکړه ليکونه صادر کړي دي او يولس ځلې د مجلس پلاويو له ولايتونو او کابل ميشتو ادارو څخه څارنه کړي ده.

27-Saratan96-JAL4.JPG

د نن ورځې د غونډې په جوړېدو سره وپتييل شوه چې سناتوران دي د هېواد د اساسي قانون د حکم سره سم د روان کال د زمري د مياشتې د لومړې نېټې څخه د اوړي د يوې نيمې مياشتينۍ تعطيل په موده کې دي په خپلو ولايتونو او سيمو کې له خپلو موکلينو سره ليدنې او کتنې وکړي، او د دوي غوښتنې، ستونزې او وړانديزونه دي راټول او راتلونکې اجلاس ته دي وړاندي کړي. د غونډې رئيس او سناتورانو د دي تر څنګ چې د مشرانو جرګې د دارالانشا د لوي رئيس او کارکوونکو څخه تقدير څرګند کړ د امنيتي مسئولانو يې وغوښتل چې په مرکز او ولايتونو کې د سناتورانو او ټولو هېوادوالو د امنيت په ټينګولو کې هر اړخيزه تدابير ونيسي.