اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د لندۍ ۲۴ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٦ کال د چنګاښ ٢٦ نېټه

د مشرانو جرګې کمېسيونونو نن دخپلو غونډو په ترڅ کې مختلف موضوعات وڅیړل.

د کمېسيون د مرستيال ګل احمد اعظمي په مشرۍ د شکايتونو د اورېدو کمېسيون په غونډه کې د کانکور ازموينو کې د روڼوالي دنشتون  په برخه کې د افغان- سويس خصوصي پوهنتون د مسئولينو د دوه ګوني چلند، د ديپلومونو دوېش څرنګوالي او د ناچارو محصلينو تحصيلي فيس کې د ستونزو  په اړه راغلي شکايتونه د خصوصي لوړو زدکړو موسسو د ریيس او د افغان سويس خصوصي پوهنتون د ریيس په حضور کې مطرح او په اړه يې خبرې وشوې، دخصوصي لوړو زدکړو د موسسو ریيس پدې پوهنتونونو کې د ځينو ستونزو د يادونې تر څنګ زياته کړه چې د تحصيلي کيفيت، د استادانو د تحصيلي اسنادو، درسي ميتود او د لوړو زدکړو موسسو د فارغانو لست کې د روڼوالي د څېړنې په موخه جدي څارنه په جريان کې ده او دغه رياست د خپلې ځانګړې کړنلارې سره د دي ستونزې د حل په کوښښ کې ده، همدا راز یې وویل د لوړو زدکړو د ځينو موسسو دنوم په پای کې د سويس کلمې يو ځاي کول غير موجه وبلل او د يادې موضوع په څېړنه يې ټينګار وکړ.

همدا راز دعامې روغتیا وزارت مرستیال او د ياد وزارت د روغتيايي قوانينو د څېړنې رئيس چې د بي کيفيته درملو د واردیدو، د ستوماتولوژي متخصصينو تر نامه لاندي د پروتيزينو د غير قانوني کړنو او د فارياب ولايت د دوه سوه بستريز روغتون د رغاونې بهير د پڅ والي په ګډون د يو لړ موضوعګانو په اړه غونډه کې ګډون کړې وو چې د عامې روغتیا وزارت مرستیال د نهه پنځوسو پروتيزين دفترونو د تړلو څخه چې د قانون خلاف يې فعاليت درلود کمېسيون ته خبر ورکړ، زياته يې کړه چې ياد وزارت د هېواد بازارنو کې د بي کيفيته درملو د راتګ د کنټرول په موخه جدي اقدامات ترلاس لاندي نيولي چې حتي د درملو د واردونکو د يو شمېر شرکتونو جوازونه يې لغوه کړي دي، او نور معتبر شرکتونه چې ټاکل شوې خپل فعاليتونه پيل کړي د جواز ترتيبول يې د طي مراحلو په حال کې دي، همدا راز یې ژمنه وکړه چې د فارياب ولايت د دوه سوه بستريز روغتون د رغاونې د پڅ بهير موضوع به په جدي توګه تعقيب کړي.

26-Saratan96-Shikayat.JPG

د غونډې په بله برخه کې چې د کورنيو چارو وزارت د امنيتي چارو سترامنیتی معين، د لوي درستيز مرستيال او د ملي څارکرې ادارې دلوی رياست مرستيال د هېواد د لويو لارو د ناامنيو، د فارياب، غور، بادغيس او نورو ولايتونو کې د امنيتي ستونزو، او همدا راز د لويو لارو ترانسپورتي ايستګاو کې د دښمن د استخباراتو د شتون په اړه ګډون کړي وو چې د کورنيو چارو وزارت مرستیال او نورو دولتي چارواکو د لويو لارو په اوږدو کې د يو لړ ستونزو د منلو تر څنګ د لويو لارو په اوږدو کې د امنيتي ستونزو د زياتوالي عمده دلايل سيمه ييزو پوليسو سره همکاري او کليو ته د امنيتي مسئولينو پاملرنه وبلله، ځکه سيمه ييز پوليس د خلکو له منځ او کليو څخه تشکيل شوي دي نو کلي د مخالفينو د پام وړ ګرځيدلي دي چې پر دي بنسټ ځينې وختونه د هېواد په لويو لارو کې تر سترګو کيږي خو امنيتي مسئولين د هېواد د هرې نقطې څخه د دفاع مسئوليت لري او د ولايتونو د ستونزو په اړه يې ژمنه وکړه چې موضوع به وڅيړي او د يادو ولايتونو سناتوران به په جريان کې وساتي. د غونډې په بله برخه کې د اوبو رسولو لوی ریيس او د کابل د اوبو رسولو ریيس د کابل ښار د ديارلسمې ناحيې د صفا ښارګوټي د اوسېدونکو د شکايت په اړوند غونډه کې ګډون وکړ چې يادو چارواکو د څرګندونو د وړاندي کولو تر څنګ وویل د کال په همدې فصل کې د اوبو سطحې ټيټوالي د اوبو د کمښت سبب ګرځي چې د اوبو رسولو عمومي رياست د اوبو او بريښنا وزارت په همغږۍ پريکړه کړې تر څو د پخوانيو اوبو د ذېرمو ساحه لا ژوره کړاي شي چې دم  ګړۍ يې تدارکاتي مراحل جريان لري او د اوس له پاره په څلرويشتو ساعتونو کې د څلورو ساعتونو له پاره د علاوالدين ذېرمې څخه اکماليږي، کمېسيون د يادو چارواکو څخه غوښتنه وکړه تر څو د هېواد په ټولو سيمو کې د اوبو د کمښت او کاناليزاسيون ستونزې ژر حل کړي.

د حاجي لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمیسيون په غونډه کې د کور جوړونې تصدۍ حقوقي سلاکار او د خوشحال خان مېنې د ساتنې او څارنې مسئول د ښارګوټي د امنيت د ټينګښت، ساتنې او څارنې او د اوبو او بريښنا په اړوند څرګندونې وړاندې او ويې ويل، د امنيت د ښه کېدو په موخه د ١٠١ اسمايي زون قوامندانۍ سره پرله پسې غونډې ترسره شوي خو کومه مثبته پايله يې نه ده لرلې همدا راز ويې ويل دغه ښارګوټې چې درې سوه دولس واحده لري مګر درې سوه اته پنځوس عرادې موټرو لپاره ټاکلې پارکينګ بسنه نکوي، مسئولينو په ښارګوټي کې د زورواکو د شتون څخه يادونه وکړه او ويې ويل، شاوخوا ٣٦٠ ميله غير قانوني وسله په دي ښارګوټي کې شتون لري اوهم يۍ ژمنه وکړه چې د ښارګوټي د ساتنې او څارنې په برخو کې به هڅې وکړي.

په پاي کې د مسئولانو څرګندونو د کمیسيون قناعت حاصل نه کړ، پريکړه وشوه چې د ښارجوړونې چارو وزارت او د کور جوړونې تصدۍ دي د ښارګوټي ستونزو ته رسيدګي وکړي او د کومې ستونزې د رامنځته کیدو په صورت کې به يادې ادارې ځواب ويونکې  وي.

د غونډې په بله برخه کې د آريانا افغان هوايي شرکت سوداګريز مرستيال او عامل پلاوي، د کام اير شرکت حقوقي مرستيال او د ملي تدارکاتو سلاکار د روان کال د حاجيانو د انتقال بهير د قرارداد د ځنډېدو څخه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اندېښنو په اړه معلومات وړاندي کړل، ډاډ يې ورکړ چې ستونزې حل شوي او د حاجيانو لومړې الوتنه به د روان کال د زمري  دمياشتي په دويمه نېټه ترسره شي اوپه دي بهيرکې به ٣٠٢٥٠ تنه  افغان حاجيان سعودي عربستان ته وليږدول شي.

26-Saratan96-Mukhabirat.JPG

د مولوي غلام محۍ الدين منصف په مشرۍ د تقنيني، عدلي او قضايي چارو د کمیسيون په غونډه کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او اروپا اتحاديې تر منځ د ګډون او پراخووالي په اړه د همکاريو موافقتنامه مطالعه او د کمیسيون د غړو له خوا تاييد شوه.

 دغه راز په غونډه کې راغلو عريضو او مکتوبونو ته هم رسيدګي وشوه.

26-Saratan96-Adli.JPG

د ډاکټر محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبايلو، سرحدونو، کوچيانو او کډوالو د چارو د کمېسيون په غونډه کې د مخابراتي خدمتونو د تنظيم قانون د ځينو موادو د تعديل په اړه د جمهور رييس تقنيني فرمان او د مخابراتي خدمتونو د تنظيم قانون د ځينو موادو د تعديل په اړده د بحثونو سربېره، د کرهڼې او حياتي علومو د نړيوال مرکز اساسليک او د افغانستان اسلامي جمهوريت دولت او اروپا اتحاديې تر منځ د ګډون او پراخوالي په اړه د همکاريو موافقه تاييد شوه.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د ملي شورا د امنيتي چارو رياست د کشف او څارنې آمريت د غړو څخه د يو تن د ښو خدمتونو په وياړ نوموړي ته د مشرانو جرګې تقدير ليک ډالۍ شو.

د لطيف خان ژوندي په مشرۍ د نړيوالو چارو د کمیسيون په غونډه کې د کرهڼې او حياتي علومو د نړيوال مرکز د اساسليک اسناد، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او اروپا اتحاديې تر منځ د ګډون او پراخوالي په اړه د همکاريو موافقتنامه او د آسيا بنسټيزې پانګونې بانک اساسليک د کرهنې او مالدارۍ وزارت د تخنيکي معين او د بهرنيو چارو وزارت د حقوقو او معاهدو د رياست د مرستيال په حضور سره مطالعه او په اړه يې د کمېسيون له خوا بحثونه وشول. مسئولينو په دي اړه معلومات وړاندي کړل، ويې ويل چې افغانستان د کرهڼې او حياتي علومو  نړيوال مرکز کې د غړيتوب په ترلاسه کولو سره د ظرفيت د لوړولو او تخنيکي توليداتو په موخه د کرهڼې نړيوال مرکز د ملاتړ زمينه برابره شي چې په کروندګرو به مستقيمې اغيزې ولري دغه راز وویل شول چی د اروپا اتحاديه په بیلا بیلو سياسي، ټولنيزو او اقتصادي برخو کې د ښوامکاناتو څخه برخمنه ده  او د تخنيکي او علمي پلوه به افغانستان سره مرسته وکړي په پايله کې ياد اسناد د کمیسيون د غړو له خوا تاييد شوه، وپتييل شوه چې د تصديق په موخه عمومي غونډې ته وړاندي شي.

26-Saratan96-Bio.JPG

د مېرمنې شفيقې نوروز خېل په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسيون په غونډه کې د روان تقنيني کال د لومړي اجلاس د کړنو په ا ړه بحث او وپتييل شوه کوم پلانونه او پروګرامونه چې د کمېسيون د کاري حج له امله پاتي شوي دي په راتلونکې اجلاس کې به يې تعقيب او پر مخ بوزي. په غونډه کې ټاکل شوې وه چې د عدليې وزير د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د منع قانون د برخليک د روښانه کولو د څرنګوالي، د کورنۍ قانون د طرح او د ښځو او ماشومانو د زورولو قانون د اجرايي ميکانيزم د څرنګوالي په اړه حضور راوړي، خو د ځينو دلايلو پر بنسټ ونه توانيد غونډې ته تشريف راوړي.

26-Saratan96-Zanan.JPG

د قاري مير حاتم تره خېل په مشرۍ د ولايتي شوراګانو، مصئونيت او امتيازونو د کمېسيون په غونډه کې د راغلو عريضو د څېړنې سربېره، د ولايتي شورا او خلکو تر منځ د اړيکو د ټينګښت او دولت سره د ولايتي شورا د اړيکو په اړه د ننګرهار ولايت د ولايتي شورا د دويمې ربعې رپوټ مطالعه او خلکو ته د خدمت په برخه کې د يادې شورا کړنې د غړو له خوا تاييد شوې. دغه راز د غير مسئولو افرادو له خوا د پروژې تر نامه لاندي امنيتي کمربندونو څخه د انفجاري موادو د تګ او د معدني موادو د غير قانوني استخراج په اړه د نورستان ولايت د ولايتي شورا د پخواني رئيس شکايت په ا ړه بحث وشو او لازمې پريکړې وشوې.

26-Saratan96-Emtiazat.JPG