دمشرانوجرګې مطبوعاتی دفتر
د ۱۳۹۶ کال د چنګاښ ۲۵ مه
الاقصی
جومات ته د لمونځ کوونکو د ورتګ څخه د مخنیوی په تړاو د ملی شورا د مشرانو جرګې
اعلامیه

د ملي شورا مشرانو جرګې د خبری رپوټونو له لوري خبرتیا تر لاسه کړه،چې
د صهیونیستي رژیم اشغالګرو ځواکونو د ۱۹۶۹ کال څخه را پدي خوا ،تیره ورځ د لومړی ځل له
پاره د الاقصی جومات ورتلونکې لاري تړلې او دی جومات ته يي د لمانځه د ادا په موخه
د فلسطینیانو له ورتګ څخه مخنیوی کړی.
د ملی شورا مشرانو جرګه داسرایلو دصهیونستی رژیم له خوا ،د الاقصی
جومات تړل او په یاد جومات کې د جمعې لمانځه له ادا کولو څخه مخنیوی او همدا راز دمسلمانانو
او د جومات ساتونکو سره نښته او د قدس د مفتی او د الاقصی جومات د خطیب شیخ محمد
حسین نیول يي، اسلامی مقدسو اماکنو ته سپکاوی او دنړې د میلیونونو مسلمانانو د
احساساتو راپارول وبلل، او دغه عمل یې په کلکه وغانده.
د ملی شورا مشرانو جرګه څرګندوی، که چېري مسلمه امت او په ځانګړی توګه
د اسلامی هېوادونو مشرانو یووالی درلودی، صهیونستانو به هیڅکله د دا ډول کړنو جرئت
ترلاسه کړی نه وو،چي په تیرو پنځوسو کلونو کې یی سابقه نه درلود.
د ملی شورا مشرانو جرګه په دي هکله په نړۍ کي د مسلمه امت او داسلامی
هېوادونو د یو شمېر مشرانو له غبرګون څخه د ملاتړ تر څنګ، یو ځل بیا د نړیوالې
ټولنې او اسلامی هېوادونو څخه غواړی چې د فلسطین ملت پر وړاندې د اسراییلو د خپل
سري اواسلام دښمنه رژیم کړنې دي ودروي او د فلسطین د خلکو او په ځانګړې توګه د قدس
شریف پر وړاندې د اسرایلو د لومړی وزیر د ظالمانه اقداماتو پر وړاندې مناسب دریځ اختیارکړي.