اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د زمري ۲۶ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرنو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٦ کال د چنګاښ ٢٤ نېټه

د مشرانو جرګې کمېسيونونو نن په بېلا بېلو موضوعګانو غونډې او بحثونه وکړل.

د قارې ميرحاتم تره خېل په مشرۍ د ولايتي شوراګانو، مصئونيت او امتيازونو د کمېسيون په غونډه کې د کرهڼې او حياتي علومو د نړيوال مرکز اساسليک او د افغانستان اسلامي جمهوريت او اروپا اتحاديې تر منځ د ګډون او پراخوالي په اړه د همکاريو موافقتنامه مطالعه او د کمېسيون د غړو له خوا تاييد شوې. دغه راز په غونډه کې د مشرانو جرګې د دارالانشا د عمومي رياست د مالي او اداري مسايلو په اړه بحثونه او لازمې پريکړې وشوې او هم په غونډه کې د ټول هېواد د ولايتي شوراګانو د ستونزو په اړه خبرې وشوې او په ولايتي شوراګانو کې د خلکو د استازو څخه وغوښتل شول چې د اړوند ولايت په برخه کې خپلې ستونزې او وړانديزونه توحيد او د څېړنو په موخه يې د مشرانو د ولايتي شوراګانو کمېسيون ته راوليږي تر څو له دې لارې د اړوندو مسئولانو سره د اساسي قانون د حکمونو په رڼا کې مطرح او په اړه يې لازمې پريکړې وشي.

24-Saratan96-Emtiazat.JPG

د لطيف خان ژوندي په مشرۍ د نړيوالو چارو د کمېسيون په غونډه کې د کرهڼې او حياتي علومو د نړيوال مرکز د اساسليک د اسنادو او د افغانستان اسلامي جمهوريت او اروپا اتحاديې تر منځ د ګډون او پراخوالي په اړه د همکاريو موافقتنامې په اړه بحث وشو، وپتييل شوه چې د بهرنيو چارو او کرهڼې وزارتونو اړوند مسئولان دي په راتلونکې غونډه کې د معلوماتو او څرګندونو په موخه ګډون وکړي. د غونډې په بله برخه کې افغانستان ته د آلمان جمهور رئيس د غير مترقبه سفر او د افغانستان په شمال کې د ياد هېواد سرتېرو څخه د ليدنې په اړه بحث وشو، څرګنده شوه چې د آلمان هېواد د جمهور رئيس لومړې سفر او د افغانستان چارواکو سره د دوي ليدنې څرګندوي چې ياد هېواد د افغانستان وضعيت ته پاملرنه او ژمن دي. همدا راز د کمېسيون غړو هيله څرګنده کړه چې د آلمان هېواد او نړيواله ټولنه د وېره اچونې او تروريزم سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان سره همکاري وکړي او د اوسنيو شرايطو په پام کې نيولو سره د خپلو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د اجباري ويستو څخه ډډه وکړي. دغه راز د کمېسيون غړو افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د پنځه سوه ميليونه ډالريزې بلاعوضه مرستې څخه قدرداني څرګنده کړه، هيله يې څرګنده کړه چې دغه پيسې د ښې حکومتوالۍ، اقتصادي پراختيا، د فقر د کمښت، د خدمتونو د وړاندي کولو او د خلکو د ژوند شرايطو د ښه کېدو په برخو کې ولګول شي.

24-Saratan96-Bio.JPG

د محمد هاشم الکوزي په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنيت د کمېسيون په غونډه کې د کنړ ولايت امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت په ياد ولايت کې د امنيتي وضعيت په اړه معلومات وړاندي کړل، ويې ويل چې په نوموړي ولايت کې امنيتي وضعيت په نسبي ډول ښه دي او د داعش په ګډون د ټولو ترهګرو ډلو خوځښتونه له ماتې سره مخ دي چې يواځي د دانګام ولسوالۍ په جګړه کې د دوي ١٣٣ تنه هلاک شوي دي او زياته يې کړه چې د داعش په ګډون د ټولو تروريستي ډلو خوځښتونه د کنړ په څوارلسو ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو تر کنټرول لاندي دي چې د داعش تمويل کوونکې ځينې عربان او د پاکستان استخباراتي سازمان دي او هغه کسان چې په کنړ کې د امنيتي ځواکونو پر وړاندې جنګيږي په منځ کې يې عربان، پنجابيان، چيچينيان او تاجيکستانيان شامل دي چې په دي وروستيو کې د داعش لوپوړې قوماندان له منځه تللې دي. نوموړي وويل، چاڼيز عمليات تر پلان لاندي دي او د ملي امنيت شورا او د هېواد ولسمشر د دښمنانو د ټکولو په موخه لازمې لارښوونې کړي دي چې د جګړې د اړتيا په پوره کېدو سره به عمليات پيل شي. دغه راز په غونډه کې د هلمند ولايت د ملي امنيت رياست مرستيال هم د لشکرګاه ښار کابل بانک باندې د ځانمرګي بريد د رامنځته کېدو د څرنګوالي او ځينو نورو مسايلو په اړوند د سناتورانو پوښتنې ځواب کړي. د کمېسيون غړو د مسئولانو د څرګندونو په اورېدو سره د کنړ ولايت د امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت، د هلمند ولايت د امنيت رياست د مرستيال ډګروال ميرحمزه خدمتګار او د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ د امنيه قوماندان څارمن محمد اسماعيل خپلواک له کړنو څخه د تقدير ليک په ورکړې سره ستاينه وکړه.

24-Saratan96-Dfai.JPG

د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسيون په غونډه کې د هېواد حاجيانو د انتقال قرارداد د عقد د څرنګوالي په اړه د کام اير او آريانا هوايي شرکتونو او د تدارکاتو د ملي کمېټې ريسانو ته بلنه ورکړل شوې وه خو د دوي له جملې څخه يواځي د کام اير هوايي شرکت مسئولينو حضور راوړي وو، پريکړه وشوه چې ياد مسئولين دي د کمېسيون د دوشنبې ورځې په غونډه کې حضور راوړي او د نه ګډون په صورت کې به يې پړه د ملي تدارکاتو د کمېټې د استازو په غاړه وي، همدا راز ټاکل شوې وه چې د ترانسپورت وزير او د ځمکني ترانسپورت رئيس د راغلو شکايتونو په اړه د معلوماتو د وړاندي کولو په موخه او امنيتي مسئولين، حفظ و مراقبت او د خوشحال خان مېنې د استوګنې ښارګوټي استازي په ياد ښارګوټي کې د شته ستونزو په اړه کمېسيون ته حاضر شي خو حاضر نه شول او وپتييل شوه تر څو دوي هم د کمېسيون په راتلونکې غونډه کې د څرګندونو په موخه حضور راوړي.د غونډې په بله برخه کې د پنځه جريبه ځمکې د وېش په اړه د خانزاده د زوي فاروق شکايت ته د رسيدګۍ او معلوماتو د  وړاندې کولو په موخه د کابل ښار د نهمۍ حوزې آمر او هر يو وارث، عبدالحکيم، عوض او خانزاده ته بلنه ورکړل شوه تر څو د دوشنبې ورځې په  غونډه ګډون او د موضوع په اړه معلومات وړاندي کړي. د کمېسيون غړو همدا راز د مخابراتي خدمتونو د تنظيم قانون د ځينو موادو د تعديل او ډېرښت په اړه د جمهور رئيس د ٥٣ ګڼه تقنيني فرمان په اړه بحث وکړ چې د يو لړ دلايلو وروسته يې ياد فرمان رد کړ. په پاي کې د لغمان ولايت د ښاروالۍ له خوا د ياد ولايت د مهترلام بابا ښارګوټي کې د څلور نمرو ځمکې د نه وېش په اړه د محمد يونس نومي عريضې په اړه بحث او پريکړه وشوه چې د مهترلام بابا ښاروال دي د يادې ادارې د ملکيتونو مسئول سره يو ځاي د کمېسيون د چهارشنبې ورځې په غونډه کې ګډون وکړي.

24-Saratan96-Mukhabirat.JPG

د عبدالطيف نهضت يار په مشرۍ د ديني، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو د کمېسيون په غونډه کې د کرهڼې او حياتي علومو د نړيوال مرکز د اساسليک سند مطالعه او لازمې پريکړې وشوې، د غونډې په وروستۍ برخه کې د راغلو عريضو په اړه بحث او لازمې پريکړې وشوې.

24-Saratan96-Farhangi.JPG

د مولوي غلام محۍ الدين منصف په مشرۍ د تقنيني، عدلي او قضايي چارو د کمېيسون په غونډه کې د کرهڼې او حياتي علومو د نړيوال مرکز سند مطالعه او د غړو له خوا تاييد شو، د  غونډې په بله برخه کې د خيرخانې لب جر کې ميشت د صفا ستي د اوسېدونکو حقوقي شکايت د عارضينو د استازو په حضور مطالعه، پريکړه وشوه تر څو موضوع د قانون سره سم د اجرااتو په موخه سترې محکمې ته واستول شي او هم د کورنيو چارو وزارت څخه وغوښتل شول چې د دي ستونزې حل پورې دي د يادې سيمې د اوسېدونکو د جلب او مزاحمت څخه مخنيوي وکړي. همدا راز په غونډه کې د افغانستان د حقوقپوهانو اتحاديې رياست او د ياد رياست اجرائيوي رئيس ته بلنه ورکړل شوې وه تر څو د خپل اجرائيوي رئيس له خوا د مشرانو جرګې غړو ته د سپکاوي په اړوند وضاحت او معلومات وړاندي کړي، خو دوي غونډې ته حاضر نه شول. کمېسيون د عدليې وزارت څخه غوښتنه وکړه تر څو يادې ادارې سره د قانون سره سم چلند وکړي.د غونډې په بله برخه کې د دواړو مجلسونو ګډ پلاوي چې د تقنيني کمېيسونونو له غړو جوړ شوې دي، د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون د نهمې مادې د تعديل او د څلورمې مادې د ورستي پراګراف د اختلافي موضوعګانو په اړه بحث او نظريې بدلې کړې، پريکړې وشوې.

24-Saratan96-Adli.JPG

د حاجي صالح محمد لالا ګل په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسيون په غونډه کې د ١٣٩٦ مالي کال د عادي او پراختيايي بودجې ضميمې په توګه د دونرونو نوي مالي مرستو په اړه د ماليې وزارت ليک تر بحث لاندي ونيول شو. په غونډه کې وويل شول چې د ماليې وزارت د وړانديز او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د کابينې د تصويب سره سم د ملي دفاع، کورنيو چارو وزارت، کرهڼې او مالدارۍ وزارتونو پراختيايي او عادي بودجه کې مبلغ په پام کې نيول شوې چې د ملي شورا منظورۍ ته اړتيا لري. غونډې د ماليې وزارت د راستول شوي ليک د مطالعاتو وروسته،پريکړه وکړه چې د ماليې وزارت او يادو ادارو مسئولان دي د لا زياتو څرګندونو په موخه د کمېسيون په يوې ناسته کې حضور راوړي.

24-Saratan96-Mali.JPG