د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر
د۱۳۹۶ کال د چنګاښ ٢٠ مه
د ملي شورا مشرانو جرګه د جمهور
رئيس د کاکا او په بنګله دېش هېواد کې د افغانستان د پخواني سفير اکمل غني احمدزي
د مړيني له امله خپل د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب د هېواد جمهور رئيس، د مرحومي کورنۍ
او ټولو خپلوانو ته تقديموي.

انالله واناالیه
راجعون
مرحوم اکمل غني احمدزى د جنرال عبدالغني خان زوي
چې د ١٩٣٤ ميلادي کال د جولاي په شلمه د کابل ولايت کې زيږيدلي دي، او د هېواد د تحصيل
کړو او وتلو ديپلوماتانو له جملې څخه وو او خپل عمر يې د هېواد د ګټو او د بهرنيو
دولتونو سره د افغانستان د اړيکو د ټينګښت په برخو کې تير کړ، د افغانستان مشرانو
جرګه د نوموړي له خدمتونو څخه د يادونې تر څنګ نوموړي ته فردوس جنت او پاتې کسانو
ته يې د جميل صبر هيله کوي. په درنښت
د ملي شورا د مشرانو جرګې دويم نايب
ډاکټر محمد آصف صديق