اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د زمري ۲۵ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٦ کال د غويي  ٢٦  نېټه

معترض سناتوران چې شمېر يې شپږ ويشت تنو ته رسيده، د مشرانو جرګې منشي او نايب منشي سره يې يو ځاي د بريښنايي پيژندپاڼو د وېش کارکوونکو د استخدام ازموينې بهير کې د بي عدالتۍ او د نن ورځې غونډې ته د اړوندو مسئولينو د نه حضور په اړه يې خپل اعتراض د مطبوعاتي کنفرانس له لارې څرګند کړ.

په دي کنفرانس کې استاد محمد طيب عطا د مجلس منشي او د مشرانو جرګې منشي نايب ډاکټر محمد فيصل سميع او سناتورانو د بريښنايي پيژندپاڼو د وېش کارکوونکو د استخدام ازموينې بهير کې د بي عدالتۍ په اړه وويل چې د يادې ازموينې پوښتنې په دواړو رسمي ژبو نه وي بلکې يواځي په دري ژبه مطرح شوې وي او دا باعث شوه چې يو شمېر پښتو ژبي داوطلبان ونه شي کولاي په پوښتنو پوه شي او په پايله کې يې خپل د برياليتوب چانس له لاسه ورکړي دي. دوي د مجلس د نن ورځې غونډې ته د اړوندو مسئولينو نه حضور هم شته ادعاو باندې دليل وباله چې له همدې امله يې عمومي غونډه ترک کړي او مطبوعاتي کنفرانس يې د خپلو موکلينو د اساسي حقوقو د ټينګښت له پاره جوړ کړي دي ځکه د بېلا بېلو ولايتونو ګڼ شمېر ځوانان چې په پښتو ژبه يې خبري کولي د ازموينې بهير کې له جدي ستونزو سره مخ شول چې ګڼ شمېر شکايتونه يې د مشرانو جرګې عنواني راستولي دي  او دي مجلس د خپلو څېړنو وروسته له حکومته وغوښتل تر هغه وخته چې دي ستونزې ته رسيدګي ونه شي د ازموينې د پايلې اعلان دي وځنډول شي او هم يې موضوع د دوو عمومي غوندو په اجندا کې ونيوله خو يادو چارواکو د مشرانو جرګې عمومي غونډه کې ګډون ونه کړ او د مجلس د غړو اندېښنو ته يې ځواب ورنه کړ. دغې سناتورانو وويل چې د اداري اصلاحاتو کمېسيون مشر نادر نادري په څو دندو بوخت دي او نه شي کولاي د ياد کمېسيون چارې پر مخ يوسي او هم يې دغه ملي بهير کم نيولي دي.

26-Sawr96-Kanfrans.JPG

په دي مطبوعاتي کنفرانس کې معترضو سناتورانو څرګنده کړه چې اعلان شوې پايلې ورته د منلو وړ نه دي او حکومت بايد دغه بهير لغوه او بيا ځلي ازموينه دي په دري او پښتو ژبو واخيستل شي او هم يو شمېر د ازموينو د اخيستونکو د محاکمې غوښتنه هم وکړه.

سناتورانو څرګنده کړه تر هغه وخته چې د دوي د موکلينو غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه کړل شي د مجلس عمومي غونډو کې به ګډون ونه کړي او خپلو ولايتونو ته به ولاړ او خلکو ته به مراجعه وکړي ځکه د پيژندپاڼو د وېش بهير يو ملي بهير دي او خلک په دي برخه کې ډېر حساس دي او که چېرې پاملرنه ونه شي راتلونکې مسئوليت يې د حکومت او مسئولينو په غاړه دي همدا راز د ولسمشر څخه وغوښتل شول تر څو د سملاسي فرمان له لارې د دي ازموينې بهير لغو اعلان کړي.

په دي کنفرانس کې سناتورانو ټينګار وکړ چې مشرانو جرګه تل کوښښ کوي د ملت او حکومت تر منځ مناسبه فضا رامنځته کړي خو د حکومت له خوا دي مورد ته چنداني پاملرنه نه د ه شوې بلکې د يو شمېر مغرضه کړيو له خوا ملي پروسو او په ځانګړې توګه د بريشنايي پيژندپان، وېش ته قومي، سمتي او ژبني بوي ورکوي چې د دا ډول اعمالو تکرار د هيچا په ګټه نه دي، دوي هر ډول تعصباتو ته لمن وهل د دښمن ژرندې باندې د اوبو تړلو په معني وبلل او افغانستان يې د ټولو افغانانو ګډ کور په مساوي حقوقو سره وباله او ولسمشر او اجراايه رئيس يې وغوښتل چې دي موضوع ته رسيدګي وکړي.