د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر
د ١٣٩٦ کال د غويي شلمه نېټه
د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم يار نن سعودي عربستان
کې د ميشو افغانانو يو شمېر استازو سره د
خپل کار په دفتر کې وکتل او د دوي غوښتنې يې واوريدې.

په دي کتنه کې چې په ملي شورا د خلکو يو شمېر استازو هم حضور درلود، دوو
تنو هېوادوالو د نورو په استازيتوب سعودي عربستان شاهي هېواد کې ميشت د افغانانو
ستونزو څخه يادونه وکړه او ويې ويل، سلګونه افغان کورنۍ چې تېر کلونه د پاکستاني
پاسپورتونو په کارولو سره د کار له پاره ياد هېواد ته تللي وو ګن شمېر ستونزو سره
مخ وو او د دي تر څنګ چې افغانستان ته يې سفر نه شي کولاي او د افغاني پاسپورتونو
په لرلو سره هم د دوي ورځنې ژوند کې مزاحمتونه کيږي او د سعودي عربستان حکومت هوډ
لري تر څو يو شمېر هغه افغانان چې په ياد هېواد کې په غير قانوني توګه ژوند کوي او
ونه شي کولاي د روژې د مبارکې مياشتې تر وروستيو
د خپلو ويزو ستونزې حل کړي، له ياد هېواده شړل کيږي، سعودي کې ميشت د
افغانانو استازو همدا راز د مشرانو جرګې رئيس څخه وغوښتل تر څو د پاسپورت قانون کې
د تعديل طرحې په تاييد کې چې د طي مراحلو په موخه ملي شورا ته استول شوې ده، لازمه
پاملرنه وکړي او د دوي ستونزې دي حل کړي.
د مشرانو جرګې رئيس په خپلو خبرو کې وويل، په ياد هېواد کې د خپلو
وطنوالو د ستونزو څخه خبر يو او هڅې مو کړي تر څو د دي مجلس پلاوې د هېواد د
کډوالو د ستونزو د حل په موخه سعودي عربستان ته وليږو، فضل هادي مسلم يار همدا راز
ژمنه وکړه چې مشرانو جرګه به دي مجلس ته د پاسپورت قانون د تعديل طرحې د مواصلت په
وخت، د هېوادوالو د خير او فلاح په پام کې نيولو سره لازمې پريکړې وکړي او له دوي
يې وغوښتل چې داسي عريضه ترتيب کړي تر څو د دوي غوښتنو سره د هېواد جمهور رئيس سره
شريک کړاي شي.
دغه راز د هېواد زړه ورو امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه د مشرانو جرګې د هميشنيو ملاتړونو په لړۍ کې نن د مشرانو جرګې د رئيس
فضل هادي مسلم يار له خوا د مجلس تقدير ليکونه د کورنيو چارو وزارت د درنو جرمونو
او اداري فساد سره د مبارزې عمومي رئيس مل پاسوال عبدالغيور اندرابي، د استخباراتو
د عمومي رياست مرستيال مل پاسوال فريدون امامي او د ياد وزارت يو شمېر نور افسرانو
باندې وويشل شول او دوي ته د لا زياتو برياليتوبونو هيله وشوه.

د يو بل خبر
له مخې د مشرانو جرګې منشي استاد محمد طيب عطا نن د کنړ ولايت د ولايتي شورا رئيس
سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دي کتنه کې د کنړ د
ولايتي شورا رئيس د خبرو په ترڅ کې د ياد ولايت د سرحدي پوليسو د تمويلي او تجهيز
غوښتونکې شول او ويې ويل، دا چې کنړ د سرحدي او ستراتيژکو ولايتونو څخه، اړتيا شته
تر څو د ياد ولايت د سرحدي او محلي پوليسو د تشکيل په ډيرښت کې پاملرنه وشي،
نوموړي يو شمېر مسئولينو سره د يو شمېر پوليسو د خدمتي والي څخه يادونه وکړه او په
يادو مواردو کې يې د مشرانو جرګې د مرستې او پاملرنې غوښتنه وکړه.

ورپسې استاد طيب په دي برخه
کې خبرې وکړې، او د کنړ ولايت امنيتي ځواکونو او سيمه ييزو ادارو سره د ياد ولايت
د خلکو له همکاريو يې ستاينه وکړه، څرګنده يې کړه چې د کنړ ولايت د خلکو غوښتنې به
په مرکز کې د کورنيو چارو وزارت مسئولينو سره شريکې کړي.