اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د زمري ۲۶ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د۱۳۹۶کال د وري ٢٨ مه

د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسيون په غونډه کې د کابل ښار د پنځمې ناحيې په سړکونو کې د موټرو د ګڼې ګوڼې او د سړکونو په اوږدو کې د لاس پلورونکو د شتون په اړه راولاړې شوې ستونزې د پوليسو د پنځمې امنيتي حوزې له آمر، د يادې ناحيې د ترافيکو حوزې آمر او د پنځمې ناحيې د مارکيټونو د تنظيم له مدير سره مطرح شوچی د پوليسو حوزې آمر وويل، د کوټې سنګي، کمپنۍ او د قمبر څلورلارې د سيمو امنيتي سروې شوې،پداسي حال کي چې پنځمه ناحيه درېيمې او څلورمې ناحيو سره پرته ده، په پام کې ده تر څو د يادو ناحيو دټولو مسئولينو سره د غوره نظم له پاره د واحد او ګډ پلان د رامنځته کولو په موخه ګډې غونډې جوړې او هم د موټرو د غلا څخه د مخنيوي په موخه پروګرامونه تر لاس لاندي نيول شوي دي. د مارکيټونو د تنظيم مدير د لاس پلورونکو د ګڼې ګوڼې اساسي ستونزه د وزګارتيا شتون وباله او هم يې د موټرو له پاره د تم ځايونو د نشتوالې او د لاس پلورونکو د ځاي پر ځاي کولو له پاره د مناسب ځاي د نشتوالې څخه يادونه وکړه. د کمېسيون غړو يو ځل بيا د کابل ښار د پنځمې ناحيې مسئولينو څخه وغوښتل تر څو د دوي اړوندو سيمو کې د ستونزو د ليري کولو په موخه عملي اقدامات وکړي او د درېيمې او شپږمې حوزې، ناحيو او د ترافيکو مديريت په همکارۍ، واحده طرح رامنځټه کړي تر څو د اوسېدونکو ستونزو ته رسيدګي وشي .

د غونډې په بله برخه کې د وصل تيليکام، ام ټي ان او اتصالاتو مخابراتي شرکتونو ريسان او د اترا ادارې استازې چې د يو شمېر ستونزو لکه د اړيکو د بيو د لوړوالي، شپنيو کڅوړو کې د ستونزو او ځينو سيمو کې د مبايل سګنال د نه شتون په موخه رابلل شوي وو خو غونډې ته يواځي د وصل تليکام استازي حضور راوړي وو او ځينې معلومات يې مطرح کړل؛خو د نورو مسئولينو نه حضور د کمېسيون د غړو تر سختې نيوکې لاندي ونيول شو، وويل شول چې مخابراتي شرکتونو د خدمتونو د ټيټ کيفيت تر څنګ ګڼې ستونزې هېوادوالو ته رامنځته کړي دي او د شرکتونو د مسئولينو د پرله پسې نه حضور په اړه د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت او په پارلماني چارو کې د دولت وزارت څخه وغوښتل تر څو راتلونکې غونډې ته دوي حاضر کړي له دي پرته به کمېسيون د مطبوعاتي کنفرانس له لارې د دوي ټولې ستونزې، نيمګړتياوې، شته تشې له هېوادوالو سره شريکې کړي.

28-Hamal96-Mukhabirat.JPG 

د غونډې په بله برخه کې د متقاعد ډګروال حبيب الله نومي عريضه دا چې اته دېرش کاله يې د هېوا ملي اردو کې خدمت کړي او په ١٣٨٤ کال کې تقاعد ته سوق شوي خو پنځوس کاله کيږي چې په کابل ښار کې په کرايي توګه ژوند تيريوي او د رحمان مېنې په ساحه کې د يو اپارتمان د وېش په برخه کې د ښارجوړونې چارو وزارت د احکامو په لرلو سره د ياد اپارتمان په ترلاسه کولو نه دي بريالي شوي، کمېيسون د عريضې په اړه د بحث وروسته موضوع د اړيکو له مخې د ښارجوړنې چارو وزارت ته واستوله.

په پاي کې د موټرو د نمبر پليټونو په وېش کې د ځينو ستونزو په اړه بحث وشو، وپتييل شوه تر څو د کورنيو چارو وزارت د ترافيکو لوی رئيس د کمېيسون يوې غونډې ته حضور راوړي.

د ډاکټر محمد آجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبايلو او سرحدونو د چارو د کمېسيون په غونډه کې د سرحدونو او قبايلو وزارت د جرګو معين او د هېواد د ټولو ولايتونو د سرحدونو له ريسانو سره د کمېسيون دتیري ناستې په پايلو باندي ، خبري وشوي او ټينګار وشو چې په نږدي راتلونکې کې به د کمېسيون پلاوې  د ننګرهار، کنړ او لغمان ولايتونو ستونزې له نږدې وڅيړي .

د غونډې په بله برخه کې وويل شول پاکستان غواړي چي د پکتيکا ولايت دانګور اډې په سيمه د ډیورنډ دلیکي په صفري نقطه کې تاسيسات ورغوي چې بايد د افغانستان حکومت د ديپلوماتيکو لارو څخه په يادې سيمه کې د پاکستان له خوا د تاسيساتو د رغاونې مخه ونیسي.

همدارازدغونډي په هلمند ولايت کې د سړک د غاړي د ماين چاودنې له امله د ملکي افرادو په وژنې خواشینۍ څرګنده کړه،د شهيدانو پاتې کسانو له پاره د ډاډګېرنې د څرګندولو تر څنګ د ملکي افرادو هر ډول وژنه په کلکو ټکو وغندله، ټينګار يې وکړ چې حکومت دي د دا ډول جنايتونو عاملين وپيژني او مجازات دي کړي.

 28-Hamal96-Aqwam.JPG

د حاجي صالح محمد لالا ګل په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسيون په غونډه کې د کمېسيون غړو د هېواد د پولي سياست په اړه نظريې وړاندې کړي، ويې ويل چې د افغانستان بانک قانون د دويمې مادې سره سم  په ټول هېواد کې د افغانيو پيسو د چلښت او اقتصادي سياست څخه د ملاتړ په موخه د کورنيو بيو د ټيکاو او ساتنې مسئوليت د مرکزي بانک له واکونو څخه دي، اړتيا شته چې د مرکزي بانک مرستيال د افغانيو د ثبات په موخه د خپلو راتلونکو پروګرامونو په اړه د کمېسيون يوې غړونډي ته لازمې څرګندونې وکړي. د غونډې په بله برخه کې څرګنده شوه چې د هېواد زياتره وګړي کروندګر دي، اړتيا شته چې د هېواد د کرهڼيز سکتور مسئولان د کمېسيون يوې غونډې ته دکروندګرو له پاره د کرنيزو تخمونو د وېش، د نباتي آفتونو ضد درملو او د هندوستان هېواد څخه د غنمو د واردولو د څرنګوالي او د هېواد دزېرمو کې د يادې غلې د ځاي پر ځاي کولو په موخه د سناتورانو پوښتنې ځواب کړي. د غونډې په پاي کې د روان کال د ملي بودجې د تمويل د سرچېنو او په وروستيو درېو کلونو کې د کورنيو عوايدو سره د پرتلې په هکله د  بودجې د کارپوهانو سره خبري ترسره شوي.

 28-Hamal96-Mali.JPG

د محمد هاشم الکوزي په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنيت د کمېسيون په غونډه کې د دي کمېسيون د مرستيال سناتور محمد افضل شامل د موټرو کاروان پر وړاندې بزدلانه بريد چې د تخار ولايت په چاه آب ولسوالۍ کې ترسره شوې وو او له امله يې يو تن ساتونکې ټپي شوي، په کلکو ټکو وغندل شو او د امنيتي مسئولينو څخه وغوښتل شول تر څو د غير مسئولو وسله والو افرادو په نيولو کې د هر ممکن اقدام څخه ګټه پورته کړي او د دغه جنايت عاملين د قانون منګولو ته وسپاري.

 28-Hamal96-Dfai.JPG

د الحاج محمد حنيف حنفي په مشرۍ د شکايتونو د اورېدو د کمېسيون په غونډه کې د بستونو د تنقيص په اړه د اوبو او انرژۍ وزارت د تهيه او تدارکاتو رياست د يو شمېر کارکوونکو د شکايت موضوع د مالي او اداري معين، د بشري منابعو رئيس، د تهيه او تدارکاتو د رئيس، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون د استازي او د عالي تدارکاتو د عالي کمېټې د استازي په حضور بحث ترسره شو، د ياد وزارت معين او نورو مسئولينو وويل، د تدارکاتي برخو د اصولو او دندو او د دولتي ادارو د تدارکاتي سيستم د يووالي د ريفورم او اصلاح د پلي کېدو په موخه د جمهوري رياست د مقام د حکم له مخې د تدارکاتو عالي کمېټې د دولتي ارګانونو د ا ړوندو برخو سره په هوکړه، طرح ترتيب کړي او پريکړه يې کړي چې د تدارکاتي ادارو د کارپوهانو بستونه دي اعلان ته وړاندي شي او هغه اشخاص چې د دندو او تجربو اړوند عالي زدکړې ولري کولاي شي د رقابتي ازموينې له لاري شامل شي.ورپسې د کمېسيون رئيس د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د کاري مصئونيت د تاکيد تر څنګ،په ټولو دولتي ادارو کې د اصلاحاتو په پلي کېدوسخته نيوکه وکړه، زياته يې کړه چې زياتره دولتي کارکوونکې چې د ازادي سيالۍ له لارې مقرر شوي دي خو په دي وروستيو کې په بېلا بېلو پلمو د خپلو دندو څخه لیري کیږي او زیاته يي کړه  چې د هرات ولايت د ترانسپورت رياست د څلور دېرشو تنو کارکوونکو او د اوبو او انرژۍ وزارت د کارکوونکوټولیزه انفکاک يي ښه مثالونه دي اوپه پای کي پريکړه وشوه چې کمېسيون دي ياده موضوع دڅیړني په موخه د هېواد د جمهوري رياست د چارو ادارې د عمومي رياست ته واستوي . په همدې ډول د بغلان ولايت د پلخمري ښار د دويمې ناحيې د يو شمېر اوسېدونکو عريضه چې وايي د څو کلونو راهيسې او د ګڼو ستونزو په پام کې نيول سره سره يې د تعليم او ښوونځيو د نشتوالې په برخو کې خپل غوښتنليک د پوهنې وزارت ته استولې؛خو ياد وزارت تر دې دمه هيڅ کار نه دي کړي او په ١٣٨٥ کال کې د امنيه قوماندانۍ او د پلخمري د پخواني ښاروال د هوکړې پر بنسټ د ګدام سنګي سيمه د ښوونځي د جوړېدو له پاره ځانګړې شوې وه چې په دي وروستيو کې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د ارزاقو مسئولينو د ځمکې د څو تنو غاصبينو په کوښښ سره د دي کار خنډ شوې چې موضوع د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د ارزاقو د تصدۍ د معين او رئيس په حضور کې مطرح شوه، د ارزاقو رئيس ياده سيمه د نوموړي رياست قانوني ملکيت ګڼي او د پلخمري پخوانې ښاروال يې په سليقه وي اجرااتو تورن کړي دي، د کمېسيون غړو د دواړو لورو د معلوماتو د اورېدو وروسته پريکړه وکړه تر څو د بغلان ولايت سيمه ييزه اداره موضوع له نږدي وڅيړي او خپل رپوټ دي په رسمي توګه کمېسيون ته راوليږي. همدا راز د بريالي نومي عريضه چې وايي د عبدالحق څلورلارې کې د کابل ټاور بلاک نيمايي برخه د درې ګونو محاکمو پريکړې په اړوند د نيک محمد نومې سره د نوموړي د حقوقي دعوا موضوع او د محاکمو د حکم نه پلي کېدل د عدليې وزارت د معين، د کابل د ١٠١ اسمايي زون قوماندان، د کابل د نهمې امنيتي حوزې آمر او د عارض دمقابل لوري په حضور مطرح کړل، د عدليې وزارت معين د درې ګونو محاکمو حکم معتبر وباله او په يادو احکامو په تطبیق يې ټينګار وکړ او هم د اسمايي زون قوماندان د محاکمو د حکم په پلي کېدو باندي خپل تياري څرګند کړ. په پاي کې ټاکل شوې وه تر څو د مخابراتي شر کتونو په اړه راغلي شکايتونه د شرکتونو د مسئولينو او د اترا ادارې د رييس په حضور کې مطرح شي خو يادو مسئولينو په غونډه کې له حضور ډډه وکړه چې د دوي نه حضور تر سختې نيوکې لاندي ونيول شو او وويل شول که چېرې پورتني مسئولين په راتلونکې غونډه کې ګډون ونه کړي دغه موضوع به د قانوني لارو وڅېړل شي.

 28-Hamal96-Shikayat.JPG

د يو بل خبر له مخې د مشرانو جرګې د پرون ورځې په غونډه کې د حاجي محمد حنيف حنفي په مشرۍ هرات ولايت څخه د شکايتونو د اورېدو د کمېسيون د پلاوي د سفر رپوټ د سناتور ګل احمد اعظمي له خوا وړاندي شو.

نوموړي وويل، د کمېسيون پلاوي د مشرانو جرګې د پريکړې پر بنسټ هرات ته سفر وکړ او د ياد ولايت دوالي محمد آصف رحيمي سره يې د امنيتي، اقتصادي او اجتماعي وضعيت په اړه خبري وکړي،چي نوموړي له همغږۍ پرته د هرات د جامع جومات تر څنګ د دوکانونو په تخريب کې د شاروالۍ د خپلسريو څخه يادونه وکړه او په داسي حال کې چې په ياد ولايت کې د پوليسو تشکيل په زیاتوالي کې د شکايتونو د اورېدو کمېسيون له کوښښونو څخه قدرداني څرګندوله، په بېلا بېلو برخو کې يې د يو لړ ستونزو د وړاندي کولو په ترځ کي وويل، چې نسايي برخه کې ناروغانو د ګڼې ګوڼې په نسبت اړتيا شته چې يوه مجهز روغتون جوړشي او هم د معاف شوو تيلو د راتګ څخه دي مخنيوي وشي او همدارازتر اوسه د پوليسو يو شمېر حوزو ته نوى تجهيزات نه دي ليږدول شوي؛هيله ده چې ياد پلاوې دغه موضوع يو ځل بيا تر خپلې پاملرنې لاندې ونيسي.

 سناتور اعظمي زياته کړه، د مشرانو جرګې پلاوي د خپل سفر په ترځ کي د ياد ولايت د ټولو سيمه ييزو ادارو مسئولانو سره غونډه وکړه چې دوي په خپلوتوضیحاتو کي د ترانسپورت رياست د څلوردېرش کارکوونکو د انفکاک، د کارکوونکو تقرر او منفکولوکي دځینوزورواکو لاسوهنه، د يو شمېر مسئولانو له خوا په قصدي ډول د اسکنر ماشينونو غير فعالول، ګمرک کې د مالونو د تخليې په وخت کې وهل او ټکول، د مالياتو څخه د تيښتې په موخه د ځينو سوداګرو له خوا د لارې په اوږدو کې د تيلو ټانکرونو تخليه، لوړ توناژ واسطو تګ راتګ، ګمرکونو کې د محصول اخيستو د بريښنايي کېدو وړانديز، د مسلکي ښوونکو کمښت، د ودانۍ، کتابونو او د پوهنې دفترونو او ښوونځيو کې د تجهيزاتو له پلوه د شاوخوا پنځه سوه ښوونځيو څخه ګټه نه اخیستنه، د دولتي ادارو له خوا د ښاروالۍ د ١٢٧ ميليونو افغانيو نه ورکړه، د قانون د نقض کوونکو له خوا د ښځو چارو رياست د کارکوونکو ګواښل، کارکوونکو او په ځانګړې توګه ښځينه برخې ته د ترانسپورتي اسانتياو نشتوالې، د بودجې د نشتوالي پر بنسټ حرفوي مرکزونو ته نه پاملرنه، مرکز کې د ادارو له خوا په وخت سره د بودجې د تخصيص نه استول، هرات کې مسئولانو ته د يو شمېر بهرنيو بنسټونو او په ځانګړې توګه د يو سايډي له خوا د رپوټ نه وړاندي کول، د هغو کسانو د ملکيت د پيسو نه ورکړه چې ځمکې يې د ايران کنسلګرۍ تر څنګ استملاک شوي او يو شمېر نور موارد يې مطرح کړل.

د کمېسيون پلاوي والي او نورو مسئولانو ته ډاډ ورکړ چې مطرح شوي مسايل به د شکايتونو د اورېدو د کمېسيون په غونډو کې له اړوند مسئولانو سره وڅيړي او هم پلاوي د ښاروال د نه راتګ او د سيمه ييزو ريسانو په غونډه کې د نوموړي په خپلسرو اقداماتو باندي نيوکه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې دغه موضوع به هم د اړوندو ادارو سره شريکه کړي. په رپوټ کې يادونه وشوه چې د مشرانو جرګې پلاوي د هرات ولايت امنيتي وضعيت د ياد ولايت امنيه قوماندان، د ملي امنيت رئيس او نورو اړوندو مسئولانو سره په جلا توګه شريک کړ. يادو مسئولانو د امنيتي وضعيت او د دښمن د خوځښتونو د په ډاګه کولو تر څنګ وويل، کوم خوځښتونه چې په ځينو ليري پرتو سيمو کې د دي خاورې د دښمنانو له خوا شتون لري د تشويش وړ نه دي، د هېواد امنيتي ځواکونه د هرات ولايت دفاع ته تيار دي خو اړتيا شته چې شته کمښتونه يې حل شي.په مقابل کې سناتورانو د خاورې او ملي نواميسو په موخه د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه د قدردانۍ د څرګندولو تر څنګ وويل، مشرانو جرګه تل د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه  ملاتړ کړی او کومې ستونزې چې په دي برخه کې شتون لري ژر تر ژره به يې د اړوندو ارګانونو سره مطرح او حل لارې به يې وپلټي.

سناتور اعظمي زياته کړه چې د کمېسيون پلاوي د څارنيز سفر په لړ کې د پوهنې رياست څخه ليدنه وکړه او د سرحدي سيمو او کوچيانو زده کوونکو له پاره د يوه ښوونځي او ليليې د جوړېدو په اړه يې د مسئولانو ناغيړۍ او اجرااتو باندي نيوکه وکړه ، ټينګار يې وکړ چې د هرات معارف يو شمېر هغو زده کوونکو له پاره چې په خپلې مورنۍ ژبه د زدکړو غوښتونکې دي، لازمې اسانتياوې دي ورته برابري کړي او زياته يې کړه چې د کمېسيون پلاوي همدا راز ورزشکارانو، د هرات مشورتي لويې شورا، د مدني ټولنې فعالانو، د ښوونځيو استادانو، کسب کارانو او د صنفي اتحاديو سره په جلا توګه وکتل چې دوي د ورزشي مدير د ټاکلو، د تښتونو د زياتوالي، د وسله والو غلاو او هرات ښار کې د وژنو، د ښوونځيو مديرانو له پاره د حق الزحمې د نه حوالې، د تحصيلي امتياز ورکړه کې د تبعيض، ايران او پاکستان هېوادونو ته د مرمرو ډبرو د قاچاق او ځينو نورو مسايلو په اړه خپلې يو لړ ستونزې د سناتورانو سره شريکې کړي چې د پلاوي له خوا يې په حل د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

د لطيف خان ژوندي په مشرۍ د نړيوالو چارو د کمېسيون په غونډه کې د امريکا د متحده ايالاتو د ملي امنيت سلاکار جنرال مک ماسټر د سفر د پايلو او د ولسمشر، اجراايه رئيس او د هېواد د ملي امنيت سلاکار سره د نوموړي د ليدنې په اړه خبرې وشوې. کمېسيون د دي سفر د غوره پايلو څخه د اميدوارۍ د څرګندولو تر څنګ وويل چې هيله کيږي چې د ملي يووالي حکومت مشران او د هېواد د ملي امنيت سلاکار جنرال مک ماسټر متقاعد کړي وي چې د ترهګرې ډلې د هېواده بهر سمباليږي چې بايد خپله ځانګړې پاملرنه د دوي مهارولو ته واړوي او امريکا بايد د امنيتي موافقتنامې سره سم د هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونه په جنګي او تراسپورتي الوتکو، بي پيلوټه الوتکو، دافع هوا، رادار سيستم، درنو وسلو او زرهي ټانکو سمبال کړي تر څو دغه ځواکونه وکولاي شي د امنيت په ټينګښت او د سرحدونو په ساتلو کې په اسانۍ او ښه توګه مبارزه وکړي او دوي مغلوب کړي او هم يادونه وشوه چې ټاکل شوې، مک ماسټر پاکستان ته هم سفر وکړي او د خلکو هيلې دا دي چې نوموړي وکولاي شي پاکستان ته قناعت ورکړي چې د تروريزم او افراط ګرايي سره د مبارزې په امر کې افغانستان سره رښتيني همکاري وکړي. د غونډې په پاي کې د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ کې د امريکا له خوا د بمونو د مور د استعمال په اړه نظريې وړاندې کړي څرګنده يې کړه چې په دي بريد کې نږدي سل کسه داعشيان هلاک شوي چې دغه کار د تروريزم سره د مبارزې په برخه کې د امريکا ژمنه ښايي، خو کمېسيون د امريکا د متحده ايالاتو او د افغانستان حکومته غوښتنه کوي چې د دا ډول وسلو په استعمال کې دي له کامل دقت او احتياط څخه کار واخيستل شي تر څو ملکي خلکو ته زيان وانه وړي.

 28-Hamal96-Bio.JPG

د الحاج قاري مير حاتم تره خېل په مشرۍ د ولايتي شوراګانو، مصئونيت او امتيازونو د کمېسيون په غونډه کې د مشرانو جرګې د دارالانشا رياست د مالي او اداري مسايلو په اړه د بحث سربېره، د مهمند درې سيمه کې د پاکستان هېواد او اچين ولسوالۍ د بېرته راستنېدونکو د ستونزو په اړه چې د څښاک اوبو کمښت سره مخ دي او د خپلې اړتيا وړ اوپه د پيسو په بدل کې ترلاسه کوي، مطالعه او د اجرااتو په موخه اړوندو ادارو ته واستول شول. د غونډې په بله برخه کې د درسي ټولګيو، ميز، څوکې، فرش او د ګمبيري د هلکانو د منځني ښوونځي د المارۍ په اړه د کوز کنړ ولسوالۍ د ګبيري کلي د اوسېدونکو د عرض پاڼې په اړه خبرې وشوې، دوي وايي چې تر اوسه د هيڅ کوم بنسټ او موسسې له خوا دي برخې ته پاملرنه نه ده شوې، د دوي عريضه د اړيکو له مخې د پوهنې وزارت ته واستول شوه تر څو د ياد ښوونځي د ستونزو په حل کې لازم اجراات وشي.

 28-Hamal96-Emtiazat.JPG