اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د غويي ۹ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٦ کال د وري اته ويشتمه

د مشرانو جرګې دويم نايب ډاکټر محمد آصف صديقي نن د پکتيا ولايت د يو شمېر اوسېدونکو ستونزې او شکايتونه  واوريدل.

 28-Hamal96-MUL1.JPG

په  کتنه کې یو تن دنورو په استازیتوب ددي ولايت د پوليسو دتشکيل د زياتوالي، د پوهنې په رياست کې د پراخ فساد اود دولتي ځمکو د غصب څخه د مخنیوي، د پراختيايي پروژو د پلي کېدو، د ګرديز- زرمت سړک د کرېړاچولو، د مچلغو د بريښنا بند د عملي کار په پيل او د دي ولايت دامنیت په ځانګړی توګه د جانخېلو ولسوالۍ د امنيت دټينګښت غوښتنه وکړه.

د مشرانو جرګې دويم نايب د پکتيا ولايت د اوسېدونکوغوښتنې موجه وبللې او ژمنه يي وکړه،چي ياد موارد به  د رسيدګۍ په موخه له اړوندو مسئولانو سره مطرح کړي.