اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د غويي ۹ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٦ کال د وري ٢٧ مه نېټه

د مشرانو جرګې د لومړي نايب محمد علم ايزديار په مشرۍ د يادې جرګې د يکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې د هېواد د روانو مسايلو په اړه بحثونه وشول.

27-Hamal96-JAL1.JPG

د داعش تروريستي ډلې باندې د اچين ولسوالۍ کې د امريکا د لوي غير اتومي بم د غورځولو موضوع د نن ورځې د مهمو بحثونو څخه وو، يو شمېر سناتورانو په دي اندازه لوي بم استعمال د افغانستان په خاوره يوه لويه جفا وبلله، ويې ويل چې دغه بم به په ژونديو موجوداتو او کرهڼې منفي اغيزي وکړي او د ياد بم استعمال يې د اړوندو کنوانسيونونو خلاف کار وباله، ځکه د داعش سره د مبارزې په صورت کې کيداي شي چې د خفيفو وسلو څخه د دوي پر وړاندي کار واخيستل شي او وويل شول چې د دغې خطرناکې وسلې کارول د وسلو د ازمايښت په معني دي چې نور هېوادونه به هم په افغانستان د ازمايښتي وسلو استعمال ته وهڅوي چې ټول زيانونه به د هېواد مظلومو خلکو ته وارد شي او زياته يې کړه که چېرې امريکا د تروريزم لمنځه وړو ته رښتيني ده بايد دغه ډول بمونه د هغو ترهګرو په ځالو وتوغوي چې په کومو هېوادونو کې ترهګر تشکيل، تمويل او تجهيزيږي خو يو شمېر نورو سناتورانو د داعشيانو د يو لوي مرکز ته اړول شوي زيانونه او تلفاتو څخه هرکلې وکړ، ويې ويل چې په دې پېښه کې خلکو ته زيان نه دي اوښتې او يواځي د داعش په نوم د افغانستان د خلکو بي رحمه دښمنان لمنځه تللي دي.

خو يو شمېر نورو سناتورانو د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي وروستۍ څرګندونې چې د دغې بم د استعمال په نسبت يې د امريکا پر وړاندې جهاد اعلان کړ او د ملي يووالي حکومت يې هم ګواښلي، د خندا ډک حرکت وباله، ويې ويل چې خپله کرزې د امريکا د ملاتړ لاندي او د زرګونو امريکايي ځواکونو په کوربه توب او د امريکا سره د امنيتي تړون برابرونکې وو او د ده دغه څرګندونې سره له دي جې د توجيه وړ نه دي زړه راښکونکې هم نه دي او که چېرې ټاکل شوي وي چې لومړې کس د امريکا سره په دوستې محاکمه شي هغه کس به ښاغلي حامد کرزي وي او ټينګار يې وکړ چې اوسنيو شرايطو کې اړتيا شته چې د هېواد رهبران او مشران او ټول خلک بايد دښمنې ته نه ووايي بلکې په همغږۍ له يو بل سره کار وکړي او له هغو سختيو سره چې د افغانستان په مقابل کې قرار لري اجازه ورنه کړي چې اوسنې وضعيت له مخې زيات کړکيچ ته ولاړ شي.

دغه راز په غونډه کې يو شمېر سناتورانو کابل ته د امريکا د متحده ايالاتو د ملي امنيت سلاکار جنرال مک ماسټر د سفر په اړه نظريې وړاندې کړي چې د ملي يووالي حکومت رهبران او د هېواد د ملي امنيت سلاکار بايد جنرال مک ماسټر متقاعد کړي چې ترهګرې ډلې د هېواد څخه بهر تجهيز او تمويليږي چې بايد خپله اساسي پاملرنه د دوي مهارولو ته واړوي او امريکا بايد د امنيتي تړون سره سم، د هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونه په جنګي او ترانسپورتي الوتکو، بي پيلوټه الوتکو، دافع هوا، رادار سيستم، درنو وسلو او په پرمختللو زرهي ټانکونو د تجهيز له پلوه سمبال کړي تر څو دغه ځواکونه وکولاي شي د امنيت په ټينګښت او د سرحدونو په ساتلو کې په غوره توګه مبارزه وکړي او ترهګر مغلوب کړي.

27-Hamal96-JAL2.JPG

همدا راز په غونډه کې د چارو ادارې د دروازي تر څنګ د چهارشنبې ورځې ځانمرګي بريد چې له امله يې يو شمېر هېوادوال شهيدان او ټپيان شول په کلکو ټکو وغندل شو، د شهيدانو له پاره د فردوس جنت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر غوښتنه وشوه، ټينګار وشو چې د دغه جنايت طرحه کوونکې دي وپيژندل شي او مجازات دي شي. دغه راز په غونډه کې يادونه وشوه چې د تخار ولايت د چاه آب ولسوالۍ کې د مسئولانو او په ځانګړې توګه د يادې ولسوالۍ د امنيه قوماندان د بي تفاوتۍ له امله د سناتور محمد افضل شامل کور د غير مسئولو وسله والو افرادو له خوا محاصره شوي چې بايد حکومت او په ځانګړې توګه د کورنيو چارو وزارت او د تخار ولايت ژر تر ژره په دي برخه کې لاس په کار شي او کومو کسانو چې د خلکو د استازي پر وړاندي يې په دا ډول کار لاس پورې کړي ونيسي او مجازات دي کړي.خو د غونډې په پيل کې د عدليې وزارت اړوند د ځينو مسايلو په اړه د ځواب په موخه د نن ورځې ناستې ته د عدليې د وزير د نه حضور له امله نيوکې وشوې او يو ځل بيا ټينګار وشو چې نوموړې دي د غوايي د مياشتې د دولسمې نېټې د سې شنبې ورځې په ناسته کې حضور راوړي او هم دي د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون رئيس او ټول کميشنران د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټولټاکنو د جوړېدو په موخه د خپلو تياريو په اړه د غويي د پنځمې نېټې عمومي غوڼدې ته حاضر او د سناتورانو پوښتنې دي ځواب کړي. په غونډه کې سناتورانو د هېواد د دفاعي او امنيتي زړه ورو ځواکونو له سرښندنو څخه يادونه وکړه او ويې ويل، کوم عمليات چې د خالد په نوم د ترهګرو د ټکولو په موخه جريان لري ګټور تمام شوي بايد دغه عمليات په ټولو هغو سيمو کې چې دښمن شتون لري، د دوي د لمنځه وړو پورې دي وغځول شي.

د امنيتي ځواکونو له خوا د پکتيا ولايت د جانخيېل ليسې پر تخليې ټينګار، د پکتيکا ولايت د انګور اډې سيمه کې د پاکستان د تاسيساتو رغاونې څخه پر مخنيوي ټينګار، ولايتونو کې په متوازنه توګه د عمراني پروژو د پلي کولو په موخه د کليو د پراختيا او ټولګټو وزيرانو څخه د بلنې وړانديز، کابل ښار کې د شيخ زاهد سل بستريز روغتون افتتاح څخه هرکلې، د ملي يووالي حکومت مشرانو تر منځ د همغږۍ د نشتوالي په نسبت د افغانستان کړکيچ ته تلل، د فارياب ولايت د امنيتي بد وضعيت څخه اندېښنه او ځينې نور مسايل وو چې د نن ورځې په غونډه کې مطرح شول. د مشرانو جرګې لومړي نايب د يادو مواردو په جمع بندۍ کې د هېواد شهيدانو او په ځانګړې توګه د کابل ښار د وروستي ځانمرګي بريد شهيدانو روح ته خواخوږۍ د څرګندولو تر څنګ، د مجلس بياځلي ملاتړ يې د هېواد د امنيتي زړه ورو ځواوکونو له سرښندنو او ځان تېرېدنو څخه څرګند کړ، د مشرانو جرګې لومړي نايب د مسکور ناستې په اړه چې د افغانستان په وړاندې د بېلا بېلو هېوادونو د يو شمېر استازو په ګډون جوړه شوې ده وويل، د افغانستان دولت بايد د هېواد د لوړو ګټو او مصالحو په پام کې نيولو سره د يو خپلواک هېواد په توګه لازمې پريکړې وکړي او هيله يې څرګنده کړه چې ياده ناسته مثبته پايله ولري او د تروريزم سره د مبارزې په امر کې غوره همغږي رامنځته کړي.

محمد علم ايزديار د پاکستاي پوځيانو له خوا د انګور اډې صفري نقطه کې د هر ډول پوځي تاسيساتو جوړول وغندل او د بهرنيو او کورنيو چارو وزارتونو يې وغوښتل تر څو د پاکستان د دا ډول خوځښتونو د مخنيوي له پاره لازم اقدامات وکړي. همدا راز د طالبانو کورنيو ته د کندز د والي له خوا د مرستې ورکړه د خلکو په حق او د ترهګرو په نيولو کې ظلم او جفا وبلله، ټينګار يې وکړ چې بايد دغه مورد په جدي توګه تعقيب او وڅيړي او په دي برخه کې لازم اقدام وشي. ايزديار د ننګرهار ولايت د اچين د بمبار په اړه د غونډې د غړو موافق، متوازن او مخالف ليدلوري تائيد کړل، ويې ويل چې د هر لوري استدلال د بېلا بېلو زاويو څخه د توجيه وړ دي، چې بايد د طالبانو او وينې څښوونکو داعشيانو د مخنيوي او مهارولو په موخه د هېواد په هر ځاي کې ګټور عمليات چې ملکې تلفات ونه لري په لاره واچول شي، او زياته يې کړه چې نبايد کارول شوي بم په د ننګرهار په اچين کې د سياسي موخو له پاره د امريکايي ځواکونو له خوا استعمال شوي وي چې د افغانستان دولت په جدي توګه دې برخې ته پام وي تر څو افغانستان د لويو هېوادونو تر منځ د تقابل نقطه ونه ګرځي، همدا راز د نړيوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د امريکا متحده ايالاتو څخه وغوښتل شول تر څو د وېره اچوونکو سره د مبارزې په برخه کې افغانستان سره رښتيني او ګټوره ملګرتيا وکړي او په سيمه کې دي د تروريزم حامي او ملاتړي هېواد تر سياسي، اقتصادي او حتي نظامي فشار لاندي راوړي.

27-Hamal96-JAL3.JPG

د مجلس لومړي نايب د هېواد مشرانو او سياسيون تر منځ د لازمې نه همغږۍ څخه خواشيني څرګنده کړه، ويې ويل چې ننګرهار کې د بم د توغولو پر وړاندې اسلام آباد کې ميشت د افغانستان د سفير وروستۍ څرګندونې د افغانستان حکومت ليدلوري سره په تضاد او ټکر کې دي، چې اړتيا شته د هېواد ګټو ته د لومړيتوب په موخه شته کړکيچونه پريښودل شي ځکه دوام به يې په هېواد کې په روان وضعيت منفي اغيزې وغورځوي. همدا راز کابل ته د امريکا د متحده ايالاتو د ملي امنيت سلاکار د سفر په اړه وويل شول چې د افغانستان دولت بايد د نوموړي له سفر څخه د افغان امنيتي ځواکونو د تمويل، تجهيز او تسليح، د وېره اچوونکو پر وړاندې د جدي مبارزې، د کابل واشنګټن د امنيتي موافقه نامې د هر اړخيزه پلې کيدو او نورو مواردو په برخو کې د پام وړ استفاده وکړي، همدا راز په پاي کې د دارالانشا عمومي رياست ته دنده وسپارل شوه تر څو ځينې موضوعګانې د څېړنې په موخه حکومتي ادارو ته واستوي.

په پاي کې د هرات ولايت څخه شکايتونو د اورېدو د کمېسيون د رئيس حاجي محمد حنيف حنفي په مشرۍ د شکايتونو د اورېدو د کمېسيون د پلاوي رپوټ د کمېسيون د مرستيال سناتور ګل احمد اعظمي له خوا غونډې ته وړاندي شو او وويل شول چې د دي کمېسيون پلاوي په سر کې د ياد ولايت والي محمد آصف رحيمي سره د امنيتي وضعيت او د ياد ولايت سيمه ييزې ادارې لاره کې د پرتو يو شمېر ستونزو په اړه خبرې وکړي. همدا راز پلاوي د سيميزو ادارو ريسانو سره غونډه جوړه کړه، او د سيمه ييزو مسئولينو ستونزې او وړانديزونه يې واوريدل او هم مسئولانو د پلاوي د سوالونو په اړوند ځوابونه وړاندي کړل چې د کمېسيون د پلاوي بشپړ رپوټ به د ملي تلويزيون له لارې د کمېسيونونو د خبرونو په رديف کې خپور شي.