اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د چنګاښ ۶ مه٬ ۱۳۹۶ ل

 د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٦ کال د وري ٢٦ مه نېټه

د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار نن د يوې ناستې په ترڅ کې د سمنګانو ولايت د يو شمېر اوسېدونکو شکايتونه واوريدل.

26-Hamal96-MUL1.JPG 

په دي ناسته کې د مجلس دويم نايب ډاکټر محمد آصف صديقي او د مشرانو جرګې پخواني سناتور او د ملي يووالي حکومت د اجرائيه رياست سلاکار هم حضور درلود دوي د خپلو سيمه ييزو اړتيا د مطرح کولو تر څنګ د ښوونکو د تشکيل د کمښت او په ځانګړې توګه د مسلکي ښوونکو، د درسي کتابونو د کمښت، ودانۍ او لابراتوارونو، تحصيلي بورسيو کې د ستونزو او د ياد ولايت ځوانانو ته د کمې پاملرنې په اړه د پوهنې او لوړو زدکړو د ستونزو څخه يادونه وکړه، او پورتنيو مواردو کې د مشرانو جرګې د همکارۍ غوښتونکې شول.

ورپسې د مشرانو جرګې لومړي نايب د نظام سره د اړيکو په ټينګښت او همکارۍ کې د خلکو رول ګټور وباله، ويې ويل چې د متوازن او کارا تعليمي او تحصيلي خدمتونو وړاندي کول د ټولنې اساسي اړتيا ده ژمنه يې وکړه چې غوښتنې او د يادو ستونزو د حل لارو د پلټنې د څرنګوالي په اړه د اړوندو کمېيسونونو او اداري پلاوي له لارې د ا ړوندو ارګانونو مسئولينو سره مطرح او ورته به رسيدګي وکړي.