اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د زمري ۲۶ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٦ کال د وري ٢٦ مه نېټه

د مشرانو جرګې دکمېسيونونوپه غونډو کی نن،په بېلا بېلو موضوعګانو بحثونه ترسره شول.

د حاجي لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسيون د غونډې په پیل کې وويل شول چې د ننګرهار ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ د ولسوال د ترور په موخه،په يوه ښوونځي کې د طالبانو د ايښودل شوي ماين له امله ددي ولسوالۍ د ښوونځي يو شمېر زده کوونکې په شهادت رسيدلي او د يادې ولسوالۍ د ولسوال په ګډون يو شمېره زده کوونکې ټپيان شوي هم دي.

دکمېسيون رییس اوغړو د اجيرو او پلورل شويو طالبانو دغه اسلامي او انساني ضد عمل چې د خپلو بادارنو د خوشحالولو لپاره يي ترسره کوي او د دي خاورې تنکی بچيان په شهادت رسوي،په کلکو ټکو غندي او د تروریستانو داعمل دبښنې وړ نه بولي.

دکمیسیون غونډی د شهيدانو پاتې کسانو ته د خواخوږۍ او ټپيانو ته د سملاسي روغتيا د څرګندولو تر څنګ،د مسئولو ارګانونو څخه په کلکه غوښتنه وکړه چې په ټینګه دي د دغه زړه بوږنوونکې جنايت طراحان او عاملين وپيژني او د خپلو اعمالو په سزا دي ورسوي.

دغونډي په بله برخه کې ټاکل شوې وه چې د اترا ادارې استازي او د اتصالاتو، ام ټي ان او وصل تيلکام مخابراتي شرکتونو ريسانو سره د ټيليفوني اړيکو د بيودزیاتوالي، ليري پرتو سيمو ته د مخابراتو د غځولو، د خبرو اترو او انترنيټي کڅوړو بيو کې د کمښت او ځينو نورو مسايلو په اړه بحثونه وشي چې د يادو مسئولانو نه حضور سبب شو چې دي ستونزو ته رسيدګي ونه شي او يو ځل بيا ټينګار وشو که چېرې ياد مسئولان راتلونکې غونډې ته حاضر نه شي ؛ قانوني چلند به ورسره وشي ځکه دا څلورم ځل دي ياد مسئولين دکمیسیون دغونډې له ګډون څخه ډډه کوي اویاهم بی واکه اشخاص  د کمېسيون ناستې ته رالیږی.

26-Hamal96-Mukhabirat.JPG 

دغه راز په غونډه کې وپتييل شوه چې سعودي عربستان ته د حاجيانو د لېږد او بېرته راتګ او د دي بهير د قرارداد د ځانګړتيا په موخه د ملکي هوايي چلند عمومي رئيس، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري معين، د ملي تدارکاتو مسئولان، د ماليې وزارت واکمن پلاوې او د صافي هوايي شرکت رئيس دي د کمېسيون يوې غونډې ته حضور راوړي.

د لطيف خان ژوندي په مشرۍ د نړيوالو چارو د کمېسيون په غونډه کې د نشه يي توکو او د هغو موادو په اړه چې نشه يي توکي ځنې جوړيږي د غير قانوني سوداګرۍ په هکله يې د افغانستان اسلامي دولت او عربي متحده اماراتو دولت تر منځ د توافقنامې په اړه د بهرنيو چارو وزارت د دويم سياسي رئيس په حضور بحث وکړاو ياد هوکړه ليک يې د افغانستان په ګټه وباله. همدا راز د کمېسيون غړو د نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د معين په نه حضور سخته نيوکه وکړه، وپتييل شوه چې د ياد وزارت معين دي د کمېسيون په يوې راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.

د غونډې په بله برخه کې د کمېسيون استازي په بهرنيو چارو وزارت کې د شموليت دازموينې د ځانګړتيا په اړوند د خپل ګډون رپوټ وړاندي کړ، د ازموينې بهير يې شفاف و ارزاوه او هيله يې څرګنده کړه چې د شرايطو برابرو اشخاصو په استخدام کې دي د شايسته سالارۍ او روڼوالي اصل په پام کې ونيول شي او هم په غونډه کې راغلو عريضو ته رسيدګي وشوه.

26-Hamal96-Bio.JPG 

د محمد هاشم الکوزي په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنيت د کمېسيون په غونډه کې د ميوند ٤٠٤ زون د پوليسو قوماندان په يادې سيمه کې د دښمن د ټکولو په موخه د خالد عملياتو د په لاره اچولو او ناامنيو په اړوند معلومات وړاندي کړل او ويې ويل، کوم عمليات چې د خالد تر نامه لاندي تېرکال په لاره واچول شول د پلان سره سم د ژيړۍ، پنجوايي او کجران ولسواليو کې عملي او د جريان په حال کې دي چې د ټولو ځواکونو په همغږۍ سره په دي عملياتو کې د پام وړ لاسته راوړنې هم شتون لري، سره له دي هم اړتيا شته چې په دي زون کې د سيمې خلک د پخوا زيات د امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي چې په دي برخه کې په ملي شورا کې د خلکو د استازو رول ګټور دي، کمېسيون د نوموړي څرګندونې د قناعت وړ وګڼلې څرګنده يې کړه چې د زون قوماندان سربېره د کندهار د امنيه قوماندان، د سيمه ييزو پوليسو قوماندان او د نورو اړوندو مسئولانو څخه د عملياتو د څرنګوالي او د فساد د مخنيوي په موخه د بلنې غوښتنه شوې وه چې په خواشينۍ سره غونډې ته نه دي حاضر شوي او کمېسيون وپتييله چې په راتلونکې غونډه کې دي يو شمېر مسئولان حاضر تر څو د دغه مهمو مسايلو په اړه بحثونه وشي.

دغه راز په غونډه کې د سيمه ييزو ارګانونو سرپرست سره د يو شمېر مواردو په اړه بحثونه وشول، وپتييل شوه چې په راتلونکې ناسته کې دي د يادې ادارې په يو شمېر مامورينو د شويو شکايتونو په اړه خبرې وشي.

26-Hamal96-Dfai.JPG 

د مېرمنې روشن آرا الکوزۍ په مشرۍ د قومونو، قبايلو، سرحدونو او کوچيانو د چارو د کمېسيون په غونډه کې د راغلو عريضو د څېړنې سربېره، د دايکندي ولايت د کډوالو چارو رياست آمر د ياد رياست د کار او فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې کړل، ويې ويل چې په بيځايه شويو کورنيو باندې د ملګرو ملتونو موسسې له خوا غذايي توکې، د سون توکې او نغدې پيسې وويشل شوې، نوموړي تحصيلي بورسيو ته د دوي د څو تنو د پيژندنې، د ١٨٣ استوګنې نمرو د وېش، ٧٣ بېرته راستنو شويو کورنيو ته د سرپنا د رغاونې، د ياد ولايت د کډوالو ښارګوټي کې د دوه سوو مترو په ژوروالي د ژورې څاه د کينلو، د استوګنې نمرو د غوښتونکو ٢٣٨ کورنيو د انسادو طي مراحل، د بېرته راستنېدونکو اسنادو د تثبيت له پاره د کمېسيون د شپږ ځلي غونډو جوړېدل، د همکارو موسسو په مرسته ديارلس بيځايه شويو کورنيو سره د ٢٧٩٩ ډالرو د نغدي مرستې، اته شپېته بيځايه شويو کورنيو سره په ټوليز ډول د نه سوه څلورزره افغانيو نغدي مساعدت او د ٣٠٧ بېرته راستنيو شويو کورنيو سره د ژمنيو مرستو څخه خبر ورکړ، ويې ويل چې د بودجې نشتوالې، بېړنيو حالاتو کې د بيځايه شويو له پاره د کمپ نشتوالې، اړو کسانو ته د مرستې رسولو په برخه کې د همکار موسسو نشتوالې،دبيځايه شويو کورنيو له پاره د اړتيا وړ توکوو نه شتون، د لازمو تجهيزاتو نه شتون، د اداري تعمير نشتوالي او د يو شمېر زورواکو له خوا د ښارګوټي د يوې څنډې غصب يې د دي رياست عمده ستونزې وبللې چې په دي برخه کې د ملي شورا د مسئولينو د پاملرنې غوښتونکې شول چې د کمېسيون د غړو له خوا د دوي د ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

 26-Hamal96-Aqwam.JPG

د حاجي محمد حنيف حنفي په مشرۍ د شکايتونو د اورېدو د کمېسيون په غونډه کې د ښاروالۍ په لارښوونه د کابل ګارنيزيون له خوا د معلولينو د فعاليت د بنديز څخه د معلولينو د استازو شکايت او د ښاروالۍ د تفصيلي ماسټر پلان د نه پلي کېدو په اړه د خوشحال خان د(ج) برخې د يو شمېر اوسېدونکو شکايت او ځينې نور مسايل د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو له معين، د يادې ادارې د مارکيټونو د تنظيم رئيس او د لومړۍ، دويمې، درېيمې، څلورمې او پنځلسمې ناحيې ريسانو سره مطرح شو.

د کابل ښاروالۍ معين د څرګندونو د وړاندي کولو تر څنګ وويل، دغې ادارې د امنيتي منسوبينو په همکارۍ او په کابل ښار کې د ښه نظم په موخه دوي ته ځايونه مشخص کړي دي او زياته يې کړه، د خوشحال خان(ج) ساحه د ياد بنسټ د يوه انجنير د تېروتنې له امله ځنډيدلي چې ژر تر ژره به دي مسلې ته رسيدګي وشي.

د مسئولانو د څرګندونو له اورېدو وروسته، د کمېسيون رئيس او نورو غړو د نن ورځې په ناسته کې د کابل ښاروالۍ د سرپرست په  نه ګډون سخته نيوکه وکړه، د مسئولانو څرګندونو ته د نه قناعت تر څنګ يې وويل، د پرله پسې کلونو په اوږدو کې د ښاروالۍ مسئولانو د لاس پلورونکو او غرفه لرونکو د راټولولو او دوي ته د مناسب ځاي د تدارک له طرحې څخه ژمنې کوي خو دغه طرح هيڅ نه ده عملي شوي، کمېسيون وپتييله چې په راتلونکو غونډو کې دي د کابل ښاروالۍ سرپرست د يادې ادارې اړوندو مسئولانو سره ګډون وکړي او هم دي د کمېسيون پلاوي د خوشحال خان د(ج) له سيمې څخه ليدنه وکړي.

دغه راز د عبدالولي الکوزي نومي شکايت چې وايي د نوموړي تجارتي شريک عبدالله نومي د جعلي لاسليک په جوړولو سره څلور سوه زره امريکايي ډالر د شريک له اکونټ څخه ويستلي او دغه مسله د لويې څارنوالې ادارې د تحقيق رئیس سره مطرح او وپتييل شوه چې موضوع دي د مقابل لوري په حضور کې مطرح شي.

26-Hamal96-Shikayat.JPG 

د مېرنې صديقې بلخي په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسيون په غونډه کې د ښځو پر وړاتندې د تاوتريخوالي د منع قانون د طرحې په اړه د بحث سربېره، د کورنۍ قانون طرح او په ټولنه کې د ښځو د زورونې د منع قانون پلي کېدل، د شهيدانو او په ځانګړې توګه د امنتي ځواکونو د شهيدانو د حقوقو او امتيازونو د ملاتړ او ورکړې په برخو کې خبرې وشوې او له حکومته وغوښتل شول تر څو د قانون سره سم د شهيدانو کورنيو د ستونزو په برخو کې رسيدګي وشي.

26-Hamal96-Zanan.JPG 

د الحاج قاري مير حاتم تره خېل په مشرۍ د ولايتي شوراګانو، مصئونيت او امتيازونو د کمېسيون په غونډه کې کمېسيون ته په راغلو عريضو د بحث سربېره، د ملي شورا د غړو د غوره امنيت د ټينګښت په اړه خپرې او لازمې پريکړې وشوې.

د الحاج صالح محمد لالا ګل په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسيون په غونډه کې د ولسي جرګې، ماليې او عدليې وزارتونو او مرکزي بانک د استازو په ګډون د مندرسو بانکنوټونو د سوځولو بهير څخه د څارنې پلاوي په ترکيب کې د محمد عظيم قويشاش رپوټ درې سوه شپېته ميليونه افغانۍ يې په يوې رڼې پروسه کې د ده سبز ولسوالۍ کې وسوځول شوې واوريدل شو. د غونډې په بله برخه کې د ١٣٩٦ مالي کال لومړۍ ربع کې د نفتي توکو او اوبلن ګازو د

26-Hamal96-Mali.JPG 

تصدۍ رياست کار او فعاليت چې د شته مالي پيسو څخه په استفادې سره د يادې تصدۍ له خوا د نفتي توکو او اوبلن ګاز د پېرنې او په بازار کې د پلورلو په ګډون او جنس ته د نغدي پيسو څخه د بندري خدمتونو تعديل، د دي تصدۍ د واحدونو د اړتيا سره سم د ١٣٩٦ اداري تشکيل او مالي پلاني ترتيب، مستاجرينو سره د دولتي ټانکونو د قرارداد فسخ، د تصدۍ له خوا بازار کې د پلورلو په موخه د اوبلن ګاز او نفتي توکو اخيستل، د هېواد يو شمېر ولايتونو کې د اداري نويو دفترونو، نفتي توکو او اوبلن ګازو د نويو ذېرمو پلان د جمهوري رياست د چارو ادارې ته استول شوې چې د منظورۍ او نه منظوۍ ځواب يې تر اوسه نه دي رارسېدلي، مطالعه او پريکړې وشوې.