اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د زمري ۲۶ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٦ کال د وري ٢٣ مه نېټه

د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسيون په غونډه کې د کابل ښار د احمد شاه بابا مېنې د مارکيټ د تګلوري د بندېدو او بې حده ګڼې ګوڼې، د ملالۍ واټ سيمې څخه د څرخي پله سړک پورې بي حده ګڼه ګوڼه او د لاس پلورونکو له خوا د سړک د دواړو غاړو د بندښت او يادې سيمه کې د غرفو د ځاي پر ځاي کولو موضوعګانې د دولسمې ناحيې د رئيس او د دولسمې حوزې د آمر او د ترافيکو د پنځم زون قوماندان سره په بحث کې مطرح شوې.

د نوموړې ناحيې رئيس زياته کړه چې د بګرامۍ قوماندانۍ، ګارنيزيون، ښاروالۍ، اړوندې حوزې او پوليسو په همکارۍ مشخصو سيمو کې د غرفو او لاس پلورونکو د ځاي پر ځاي کولو په اړه پلان په پام کې دي چې د ياد پلان سره سم به عملي اقدامات ترسره شي، نوموړې زياته کړه، يو شمېر لاس پلورونکې د کابل ښاروالۍ رسمي سند لري او د خپلو عوايدو يو شمېر برخه د ښاروالۍ حساب ته تحويلوي.

نوموړي عمده ستونزه د معلولينو له خوا عنوان کړه او ويې ويل، دوي له غرفو څخه د پام وړ پيسې اخلي او يو شمېر يې د معلول په نوم ناوړه ګټې پورته کوي او څرګنده يې کړه چې د يادې سيمې د ګڼې ګوڼې په ستونزو کې يو شمېر زورواکي لاس لري او د ستونزو د رامنځته کېدو سبب ګرځيدلي دي. په پاي کې د مسئولانو له خوا د يادو سيمو د تخليې او پاک کارۍ ګډ پلان د کمېسيون د غړو د ملاتړ وړ وګرځيد، څرګنده شوه چې هيڅوک د يادې ناحيې د مسئولينو کارونو کې د لاسوهنې حق نه لري او هم د کمېسيون رئيس د ګارنيزيون، حوزې، ترافيکو، ناحيې او پوليسو څخه وغوښتل چې د يادې طرحې څخه ملاتړ وکړي او د سيمې د ګڼې ګوڼې څخه مخنيوي وکړي چې د مسئولينو له خوا د ياد پلان په پلي کولو کې د هر راز همکاريو ډاډ ورکړل شو.

 23-Hamal96-Mukhabirat.JPG

د ډاکټر محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبايلو، سرحدونو او کوچيانو د چارو د کمېسيون په غونډه کې د کاپيسا ولايت د کډوالو چارو رئيس محمد قسيم ملکزاده د ١٣٩٥ کال د کاري پلان او رپوټ په اړه معلومات وړاندي کړل، ويې ويل چې ياد رياست د افغانيه، بچه غان، اله ساي او تګاب ولسواليو د ناامنو سيمو څخه کډوالو او راستنېدونکو ته د موسسو او مرستندويو دونرولو له لارې غذايي توکي، نغدې پيسې، د سون توکو او ځينو نورو مواردو به برخو کې مرستې کړي او هم ياد رياست د کرهڼې وزارت اړوند يوزرو پنځه سوه جريبه ځمکه د کډوالو له پاره د پروژې د پلي کولو په موخه خط کشي کړي او د سړک په جوړولو يې اقدام کړي خو يو شمېر زورواکو او غاصبو اشخاصو د سړکونو په ورانولو او ناوړه لاريونونو لاس پورې کړي چې ګويا ياده سيمه د دوي څړځايونه دي چې په پايله کې د پوليسو او غاصبينو تر منځ نښته شوې چې له امله يې يو لاريون کوونکې شهيد او څو تنه يې ټپيان شوي، قضيه محکمې ته راجع او اپتدايه او استيناف محاکمو قضيه د کډوالو رياست په ګټه فيصله کړه خو دوي د محکمې پريکړه يواړخيزه بللې او د پروژې  د پلې کېدو اجازه نه ورکوي، کمېسيون وپتييله چې د لا زياتو څرګندونو په موخه دي د کډوالو چارو وزير، د سيمه ييزو ارګانونو سرپرست، د کاپيسا ولايت والي، د ياد ولايت امنيه قوماندان او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئيس دي د کمېسيون يوې غونډې ته حاضر او د موضوع په اړه دي مفصل معلومات وړاندي کړي. 

د مېرمنې شفيقې نوروز خېل په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسيون په غونډه کې د هېواد په داخل او بهر کې د لنډ مهالو او اوږدمهالو روزنيزو پروګرامونو کې د ګډون او هم د کابل پوهنتون د ماسټرۍ پروګرامونو کې د دوي د ګډون په اړه د مشرانو جرګې د دارالانشا د ښځينه برخې د کارکوونکو ستونزې واوريدل شوې او لازمې پريکړې وشوې.

23-Hamal96-Zanan.JPG 

د الحاج قاري مير حاتم تره خېل په مشرۍ د ولايتي شوراګانو، مصئونيت او امتيازونو د کمېسيون په غونډه کې د راغلو عريضو د څېړنې سربېره، د ننګرهار ولايت د ولايتي شورا ليک مطالعه او د راتلونکو اجرااتو په موخه اړوندو ادارو ته وليږل شو. 

د کمېسيون د مرستيال محمد عظيم قوياش په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسيون په غونډه کې د راغلو عريضو د څېړنې سربېره، ١٣٩٥ مالي کال کې د زيربناو سکتور پراختيايي پروژو په اړه د بنسټونو او طبيعي ذېرمو د سکتور رپوټ چې د ٢٥٤ پروژو په ګډون دي چې له دي جملې څخه ٤٦ پروژې تکميل شوي او ١١١ نورې پروژې د کار لاندي او ٤٤ پروژې يې د بېلا بېلو دلايلو پر بنسټ ځنډول شوي، مطالعه شو، د کمېسيون غړو ټينګار وکړ چې د بودجوې واحدونو يو شمېر هغه مسئولان چې پروژې يې نيمه کاره پاتي دي د کمېسيون په راتلونکو غونډو کې دي د خپلو پراختيايي پروژې د ځنډ علت د رپوټ په بڼه وړاندي کړي. او هم سناتورانو د هېواد اقتصادي پرمختګ د لويو لارو، د اوسپنې پټليو، هوايي او ځمکني ترانسپورت، مخابراتو او انرژۍ پورې اړوند ګڼي، وپتييل شوه چې د بنسټونو سکتور اړوند د انتقالي پراختيايي پروژو ټول کار دي وڅېړل شي او د عملي کېدو په موخه دي د مسئولينو سره خبرې وشي. د غونډې په وروستۍ برخه کې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د وياند د څرګندونو په اړه چې ټاکل شوې نهه زره جريبه ځمکه په پنځو صنعتي پارکونو کې د غاليو توليدوونکو باندې په افغانستان کې وويل شي، د کمېسيون غړو د د قالينو د توليد او صادراتو او هېوادوالو ته د کاري زمينو د رامنځته کورولو په برخه کې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت دغه ګام مهم او ګټور وباله او ټينګار يې وکړ چې په دي برخه کې دي خپل اجراات د رپوټ په بڼه وړاندي کړي.

 23-Hamal96-Mali.JPG

د مولوي غلام محۍ الدين منصف په مشرۍ د تقنيني، عدلي او قضايي چارو د کمېسيون په غونډه کې د کابل ښاروالۍ مالي او اداري معين او د استملاک رئيس د پدوله دښتې ښارګوټي کې د کار د پرمختګ او د دي ښارګوټي د سړک د رغاونې په اړه معلومات وړاندي کړل، ويې ويل چې د پدوله ښارګوتي پروژه عام المنفعه پروژه ده او په درېو فازو کې د لسو کلونو راهيسې خلکو باندې اسناد اشرعي قبالي ويشل شوي خو د يو لړ ستونزو پر بنسټ ي د رغاونې چارې ځنډول شوي او دوه مياشتې مخکې د ښارګوټي د داخل سړکونو کار د پلان سره سم پيل شوي دي او په عملي توګه جريان لري نو پردې بنسټ د نمرو بيه څلور برابره پورته شوي ده، خو د سړک د رغاونې کار د سيمې د اوسېدونکو د زيان په موخه ځنډول شوي دي، دوي وويل چې د ترسره شوې سروې او څېړنې پربنسټ شاوخوا ١٣٠ کورونه د سړک په اوږدو کې زيانمن کيږي او د اوسېدونکو کورونه د ښاروالۍ له خوا استملاک شوي او هر يو زيانمن ته د ښارګوټي په داخل کې د استوګنې نمرې ورکول کيږي چې کابل ښاروالۍ کوښښ کوي د قانون سره سم د دوي غوښتنو ته رسيدګي وکړي د کابل ښاروالۍ مالي او ا داري معين وويل په پام کې ده چې د څو اړخونو څخه د سړک کار پيل کړو او ممکن د خلکو او استفاده جو کسانو د ممانعت سره مخ شو چې په دي برخه کې د ملي شورا او مسئولو بنسټونو د همکارۍ غوښتونکې يو، د کمېسيون غړو د ښارګوټي په داخل کې د کار د بهير، د سړکونو او شنو ځايونو د رغاونې بهير کې د هر راز همکاريو د تياري تر څنګ پريکړه وکړه تر څو امنيتي بنسټونو او په ځانګړې توګه د کورنيو چارو وزارت بنسټ ته د ښاروالۍ سره د همکارۍ په برخه کې رسمي ليک واستوي.

23-Hamal96-Adli.JPG