اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د زمري ۲۶ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٦ کال د وري دوه وېشت

د مشرانو جرګې د رئيس فض هادي مسلميار په مشرۍ د يادې جرګې د سې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې د دوو نړيوالو سندونو د تصديق سربېره، د بين الپارلماني اتحاديې کنفرانس څخه د مجلس د پلاوي رپوټ واوريدل شو.

22-Hamal96-JAL1.JPG

خو د غونډې په آزادو بحثونو کې يو شمېر سناتورانو، د وسله والو مخالفينو کورنيو ته د امنيتي ځواکونو د شهيدانو د وارثانو د اکراميه پيسو د ورکړې په اړه د کندز ولايت د والي اقدام چې په جګړو کې د امنيتي ځواکونو سره هلاک شوي دي د قانون پورته اقدام وباله، ويې ويل چې دغه کار د هېواد امنيتي ځواکونو سره يوه لوه جفا ده چې بايد د کندز والي د جدي پوښتنې لاندي ونيول شي. سناتورانو په کابل ښار کې د جنايي جرمونو زياتوالي څخه يادونه وکړه، ويې ويل چې په دي وروستيو کې کابل شار د څو وژنو او غلاو د پېښو ګواهي ورکوي چې وروستۍ پېښه يې د کورنيو چارو وزارت اړوند د اداري فساد د درنو جرمونو سره د مبازرې د عدلي او قضايي مرکز د دوو کارکوونکو او د کمپنۍ په ساحه کې د اردو د يو افسر پېښې وي چې د نامعلومو کسانو له خوا په دوو جلا جلا پېښو کې تر برېد لاندي راغلل او شهيدان شول او هم د ښار په نورو يو شمېر سيمو کې د خلکو مالونه د وسله والو په واسطه غلا کيږي چې د مسئولانو جدي پاملرنې ته اړتيا ليدل کيږي.

د مجلس د غړو په غونډه کې د افغانستان په اړه د پاکستان د جمعيت العلماي پاکستان د مشر مولانا فضل الرحمن پرونۍ څرګندونې په کلکو ټکو وغندلې، ټينګار يې وکړ چې حکومت او د هېواد عالمان دي پټه خوله نه پاتې کيږي او جدي غبرګون دي وښايي، او هم يادونه وشوه چې په همدې ورځو کې د هېواد امنيتي ځواکونو دوه جيد علما د ننګرهار ولايت کې نيولي چې دغه کار د خلکو د خفګان سبب شوې او که چېرې حکومت د دوي په اړه شک درلود کولاي شول چې دوي يې خپلو دفترونو ته رابللې واي او پوښتنه يې تريې کړي واي نه دا چې کورونه يې محاصره او ناوړه ډول ونيول شول.

دغه راز په غونډه کې د سولې د عالي شورا او د افغانستان حزب اسلامي تر منځ د سولې  دموافقتنامې د درست نه پلي کېدو څخه نيوکه وشوه او وويل شول چې دغه کار سبب شوې تر څو د ياد حزب يو شمېر قوماندانان په لغمان کې طالبانو سره يو ځاي شي او هم يو شمېر نورو د سولې د عالي شورا ناکارۍ او په يادې شورا لوړ لګښتونو باندې نيوکه وکړه، او د يادې شورا د رئيس د ګمارلو غوښتونکې شول. د مجلس يو شمېر غړو د روسيې سفارت د اعلاميې خپرول د دي په اړه چې ياد هېواد طالبانو ملاتړ کوي، يو ښه ګام وباله او هيله يې څرګنده کړه چې ياد هېواد دي د سولې بهير کې په رښتيني توګه همکاري وکړي او مخالفو ډلو سره دي هر ډول اړيکه د افغانستان دولت له لارې ټينګه کړي. په غونډه کې څرګنده شوه هغه څه چې د کامران عليزايي د قانون د نه تنفيذ او سرکشۍ په تړاو د هرات ولايت کې نن جريان لري او د لارو په بندښت سره د ښاريانو د اندېښنو سبب ګرځي چې بايد حکومت په واضح او درست ډول په نوموړي پلي کړي او هم يادونه وشوه چې د ملي يووالي حکومت بايد اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون سره سم خبريالانو سره چلند وکړي او د اطلاع ورکونې په وخت د هر ډول تاوتريخوالي او سانسور ډډه وکړي.

د تورو شيشو موټرو د تګ راتګ څخه د مخنيوي په موخه د بغلان ولايت د امنيه قوماندان جنرال اکرام الدين سريع د لاسته راوړنو او فعاليتونو څخه د تقدير څرګندول، د جمهوري رياست او ولسي جرګې د ټولټاکنو د په يو وخت جوړېدو په اړه د ولسي جرګې د يو شمېر غړو د نظريو مضحک بلل، د پکتيا ولايت کې د کډوالو د ستونزو پر حل ټينګار او ياد ولايت يا نورو ترڅنګو سيمو کې دوې باندې د ځمکو وېش، د جوزجان ولايت درزاب ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر تجهيز او تمويل ټينګار چې دم ګړۍ سخته جګړه روانه ده، د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو، ارشاد، حج او اوقافو، او ښاري پراختيا وزارتونو له خوا د معلولې ټولنې د ستونزې پر حل ټينګار او د کابل ښاروالۍ له خوا د ملي شورا د نوې ودانۍ تر څنګ د چهادهي خلکو له پاره د بديل سړک د جوړېدو په حل ټينګار، د پاسپورت رياست کې ځينې ستونزې او ځينې نور مسايل وو چې د نن ورځې په عمومي غونډه کې مطرح شول.

د مشرانو جرګې رئيس د مطرح شويو مواردو په جمع بندۍ کې د کندز والي د وروستي اقدام په اړه د دفاعي چارو او کورني امنيت کمېسيون ته دنده وسپارله تر څو د ياد ولايت څخه د څارنيزې کتنې په وخت، په دي برخه کې لازم معلومات ترلاسه کړي او رپوټ دي عمومي غونډې ته وړاندي کړي تر څو د ترلاسه شويو پايلو په رڼا کې دغه مجلس پريکړه وکړي. مسلم يار په افغانستان کې سوله او د امنيت ټينګښت د خلکو اساسي اړتيا وبلله او ويې ويل، متاسفانه د سولې عالي شورا په تېرو کلونو کې د لوړو لګښتونو سره سره ونه توانيده د ښاريانو د غوښتنو سره سم ګټورې لاسته راوړنې ولري او هم يې له حکومته وغوښتل تر څو د سولې بهير ته د وسله والو مخالفينو د جلب او جذب تر څنګ هغوي چې د دي بهير منلو ته غاړه نه ږدي په کلکه وټکوي.

22-Hamal96-JAL2.JPG

د مجلس رئيس د پاکستان د جمعيت علماي پاکستان د مشر د وروستيو څرګندونو په اړه وويل چې دغه دسيسي او ويناوې د نوموړي تازه کار نه دي بلکې د آي اس آي نوکران تل د دي خاوې د اجيرو دښمنانو د هڅونې په کوښښ کې دي او د افغانستان د بيګناه وګړو د وژنو زمينې برابروي چې په اوسنيو حساسو شرايطو کې د دي اړتيا شته چې ټول سياسي مشران، ملي شورا، د هېواد جيد علما او ټول هېوادوال يو بل ته لاس ورکړي او د حاکم نظام په پياوړي کولو کې هڅې وکړي. فضل هادي مسلم يار د حکومت څخه د ملاتړ په امر کې د هېواد د بې شمېر عالمانو او د هېواد د امنيتي ځواکونو قربانيو څخه په يادونې سره وويل، نبايد د دوي پر وړاندې بي مورده پلمې او کړنې ترسره شي او هم حکومت بايد ژر تر ژره د ننګرهار ولايت د جيد درېو تنو عالمانو خوشي کېدو ته چې تل د ديني عالمانو او د هېواد د بچيانو په روزنه بوخت او هڅې کوي، اقدام وکړي.

په پاي کې نوموړي د رسنيو او بيان آزادۍ څخه د مشرانو جرګې ملاتړ څرګند کړ، د دوي رول يې د حقايقو په خپرولو او رسولو کې لوړ وباله چې د زياتو کوښښونو د زغم په وصف سره يې کوښښ کړي خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي. همدا راز د غونډې په يوې برخه کې چې رياست يې د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار په غاړه درلود، د مشرانو جرګې استاد محمد طيب عطا د بنګله ديش ډاکه ښار کې د بين الپارلماني ١٣٦ ناستې څخه د مجلس د پلاوي د سفر رپوټ وړاندي کړ او ويې ويل، دغه ناسته د وري د مياشتې په ديارلسمه نېټه د ميزبان هېواد پارلمان کې د بين الپارلماني اتحاديې د رئيس صابر حسين چوهدري او د ياد هېواد د لومړۍ وزيري شيخ حسينې په وينا سره افتتاح شو او په عمومي بحثونو کې يې په سيمه او نړۍ  کې د امنيت د ټينګښت او د وېره اچوونې پر وړاندې د ګډې مبارزې موضوعګانو په اړه خبرې وشوې.

نوموړي وويل چې د افغانستان د ملي شورا پلاوي هم په دي کنفرانس کې خبرې وکړې او د نړۍ په کچه د برابرۍ د تامين پر ټينګار سربېره د افغانستان د امنيتي ستونزو په اړه يې ګډونوالو ته معلومات وړاندي کړل، ټينګار يې وکړ چې د تروريزم څخه ملاتړ د هيڅ هېواد په کچه نه دي نو پر دې اساس يو شمېر ملاتړي هېوادونه دي د وېره اچوونکو د تسليح، تمويل او تجهيز څخه لاس په سر شي له دي پرته به د جګړې اور د دوي تر لمنو ورسيږي.

22-Hamal96-JAL3.JPG

همدا راز د هېواد د پارلماني پلاوي د کنفرانس په جريان کې، د نړيوالې سولې او بشري حقوقو کمېټو کې يې ګډون او خپله ونډه يې په فعاله توګه ادا کړه، استاد طيب زياته کړه: د مشرانو جرګې پلاوي د فدراتيفې روسيې د پارلمان مرستيال او ملګري پلاوي سره يې هم ليدنه درلوده او د داعش ترهګرې ډلې پر وړاندې د ګډې مبارزې په اړه يې خبرې وکړې چې روسي پلاوي د ياد هېواد د پروګرامونو په اړه لازم معلومات وړاندي کړل، په دي ليدنه کې افغاني لاوي د روسي پلاوي څخه وغوښتل تر څو د طالب ترهګرې ډلې سره خپله همکارۍ قطع کړي او د دي جنايت کارانو په لمنځه وړو کې د افغانستان دولت سره مرسته وکړي. همدا راز د مشرانو جرګې پلاوي د انګلستان شاهي هېواد د مشرانو جرګې پلاوي سره هم وکتل او د افغانستان لوري سره د ياد هېواد د مرستو د دوام غوښتنه يې وکړه.

22-Hamal96-JAL3.JPG

د مجلس منشي زياته کړه، د دي کنفرانس په څنډه کې د مشرانو جرګې د دارالانشا لوي رئيس سيد حفيظ الله هاشمي د بين الپارلماني اتحاديې د دارالانشاو د عمومي ريسانو په ناسته کې ګډون او د آي پي يو کنفرانس ګډون کوونکو له پاره  کاري پروګرامونو د برابرولو او نړيوالو خبرو اترو کې د پارلمانونو د رول موضوعګانو په اړه يې خبرې وکړي. همدا راز سيد حفيظ الله هاشمي د ترکيې، فدراتيفې روسيې، ويتنام او بنګله دېش هېوادونو د پارلمانونو سکرترجنرالانو سره په جلا توګه وکتل او د پارلماني اړيکو د پراخوالي او پياوړتيا، د دارالانشاو تر منځ د همکاريو د پياوړتيا او د فعاليتونو له پاره د راڼه ميکانيزم د جوړېدو موضوعګانې يې تر بحث لاندي ونېولې او هم د مجلس د دارالانشا عمومي رييس د ملي شورا د ويب سايټ په اړه چې د آي پي يو معيارونو سره جوړ شوي دي، دوي ته معرفي کړ چې د ګډونوالو د هرکلې سبب شو. ويل کيږي چې د مجلس منشي استاد محمد طيب اعطا، د نړيوالو چارو د کمېسيون رئيس لطيف خان ژوندي او د دارالانشا عمومي رئيس سيد حفيظ الله هاشمي د مشرانو جرګې د پلاوي غړيتوپ په غاړه درلود. دغه راز په نننۍ غونډه کې اسلامي همکاريو سازمان له پاره د مصئونيتونو او امتيازونو موافقتنامه او دملکي هوايي چلند اسلامي شورا اساسليک چې د نړيوالو چارو کمېسيون او نورو کمېسيونونو کې تر لوست او څېړنې لاندي نيول شوې وو، د سناتور سيد صفي الله هاشمي او او ډاکټرې انار کلي هنر يار له خوا وړاندې او درايو په اکثريت تصديق شوې.